لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخېبر پښتونخوا مانسهره سیمه کې یو بل نرښځی په ډزو وژل شوی


د وژل شوي نرښځي هني جنازه په ایبټ اباد سیمه کې شوې ده
د وژل شوي نرښځي هني جنازه په ایبټ اباد سیمه کې شوې ده

پولیس وایي دګل په ورځ دخیبر پښتونخوا په مانسهره سیمه کې دهني په نوم یو نرښځی چې خپل نوم یې فرحان عباسي ؤ ؤ په ډزو وژل شوی اؤ دهغې د وژنې په تور دشهباز په نوم یو تن نیول شوی.

د خیبر پښتونخوا دنرښځیانو د اتحادیې صدر فرزانه وایي صوبه کې د نرښځيانو د وژلو اؤ ځورولو کچه داندېښنو ترحده لوړه شوې اؤ هغوئ داسې ګڼي لکه چې پاکستان کې نور ژوند کولو ته نه پرېښودل کیږي.

د وژل شوي نرښځي هني د کورنۍ یو غړي وائس اف امریکا ډ‌یوه ته ویلي چې هني دایبټ اباد دکاکول سیمې اوسېدونکی ؤ خو دګډا دپاره یې په مانسهره کې ځانله ډیره نیولې وه.

د مانسهرې دصدر پولیس اسټیشن محرر ښاغلي نصیر وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي دا پېښه د دوشنبې په ماذیګر هغه مهال په مانسهره کې رامځته شوې چې کله نرښځي هني باندې د هغې په دیره کې هم دهغه یو ملګري شهباز ډزې کړي دي.

پولیس وایي په دغو ډزو کې نرښځی فرحان عباسي په موقعه مړ شوی اؤ وژونکی له موقعې تښتېدلی ؤ.

د وژل شوي نرښځي هني انځور
د وژل شوي نرښځي هني انځور

د وژل شوي نرښځی د ورور یاسر عباسي په وینا پولیسو د مانسهرې د اوسیدونکي شهباز په ضد د وژنې مقدمه درج کړې ده اؤ پولیس وایي دغه وژونکی یې بیګاه ماښام د هغه د کور څخه سره د وسلې نیولی دی.

دپولیس وینا ده چې وژونکي ورته منلې چې نرښځي فرحان سره هغه دوستي لرله اؤ مصرفونه یې پرې کول خو تیره ورځ ورسره په یوه لانجه وران شو اؤ‌ ډزې یې پرې وکړې.

د روان کال په اتوؤ میاشتو کې په خیبر پښتونخوا صوبه کې دا پینځم نرښځی دی چې دخلکو لخوا وژل کیږي .

تر دې وړاندې د جون په میاشت کې په نوښار سیمه کېد مایا په نوم یو نرښځی د هغه د کورنۍ غړو وژلی ؤ.

د نرښځیانو داتحادیې صوبایي مشر فرزانې وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې ویلي هغوئ د نرښځیانو د وژلو اؤ‌ ځورولو په ضد په احتجاجونو ستړي شول خو په خیبر پښتونخوا صوبه کې دنرښځیانو د وژلو اؤ ځورولو لړۍ نه تم کیږي.

فرزانې وویل” مونږ به ترڅو دخپلو ملګرو مړو ته همداسې مخونه وهو، ژړاګانې فریادونه به کوؤ خو هیڅوک به مو اواز نه اوري”

هغه وویل په نزدې ورځو کې په صوبه کې یو شمیر نرښځیان وژل شوي اؤ دګڼو نورو سره غیرانساني اؤ غیر اخلاقي چلندونه شوي خو پولیسو په دغو وژنو اؤ ځورونو کې ککړ ډیر لږ خلک نیولي اؤ چې کوم ونیول شي نو هغوئ هم دعدالتونو نه ځانونه په ضمانتونو راخلاص کړي.

فرزانه وایي چې که چرې محکمه د هیجراګانو په وژلو اؤ ځورولو کې ککړو یو څو تنانو ته سختې سزاګانې ورکړي نو نور به پخپله بیا دخپل دانجام له ویرې نرښځي نه شي وژلی یا ځورولی.

د نرښځيانو د خپلې اتحاديې د شمېرو ترمخه د کال ۲۰۱۵م نه تراوسه پورې ۶۹ نرښځيان وژل شوي دي چې پکې په روان کال کې پینځه نرښځيان ووژل شول.

بلخوا دایبټ اباد څخه دامریکا غږ ډیوه خبریال احسان محمد خان وایي وژل دشوي نرښځي فرحان جنازه د نهې په ماسپېښن د ایبټ اباد په کاکول سیمه کې شوې چې دهغه دکورنۍ اؤ خپلوانو ترڅنګ پکې دسیمې یو شمیر خلکو برخه اخستې وه.

د ډيوه دخبریال ترمخه دهغه دکورنۍ غړو ورته ویلي چې فرحان یو بې ازاره بنده ؤ چې هیچا ته یې څه رقم زیان نه دی رسولی اؤ اوس یې کورنۍ غواړي چې دهغه وژونکي ته قانون باید سخته سزا ورکړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG