لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزیرستان دوکانداران وايي حکومت ورته د وعدو مطابق معاوضه نه ورکوي


په شمالي وزیرستان سیمه کې د پاکستان د پوځ لخوا په ضرب عضب عملیاتو کې د وران شوو دکانونو مالکان وايي چې حکومت ورته د وعدو پرته ډېره کمه معاوضه اعلان کړی.

ځپلي شوي دکانداران وايي حکومت باېد د معاوضو خبرې ته نور ځنډ ورنکړي.

د خېبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د انتظام ادارې ویاند احسان داوړ وي او ای ډیوه ته ویلي چې

" د صوبې حکومت ځپلو شوو دکاندارنو ته د معاوضو ورکولو لپاره ٢.٩٢ اربه روپۍ جاري کړي دي او د غه پېسې به ډېرې زر ځايي انتظامي ته انتقال کړی شي.

د میرعلي د دکاندارنو مشر ذهین الله څوک چې هم د ډیوه په پروگرام کې مېلمه وو،وویل چې ددوي د شمالي وزیرستان د ځايي چارواکو او د پښتونخوا صوبې د واکمنو سره یوشمېر غونډې شوي دي خو حکومت ورته د تاوانونو برابر پېسو ورکولو ته تیار نه دي.

د میرانشاه بازار د دکاندارانو مشر دین پایو خان ډیوه ته ویلي چې د صوبې اعلا وزیر د معاوضو د ستونزې د هواري لپاره د نهې سه شنبې په ورځ یوه غونډه هم رابللې ده چې پکې ځپلو شوو دکاندارانو ته هم بلنه ورکړی شوې ده.

ده وویل چې په غونډه کې به د مزکو داخستو د بېعې، د تباه شوو د کانونو د سامانو د پېسو حد مقررولو او د تبا شوو تېلو پمپونو معاوضو په موضوعاتو بحث کېږي.

د معاوضو په شمېره اختلافونه

د دکاندرانو دریز

د دکاندارنو مشر ذهین الله وايي چې حکومت ورسره وعده کړې ده چې د کومو د کاندرانو تاوانونه شوي دي هغوي به د معاوضو لپاره په درېو درجو کې ویشي.

ده وویل چې د کومو دکاندرانو د یو نه تر لسو لکهو روپو پورې تاوان شوی دی هغوي ته به ٣،٣ لکه ، د چا چې د ١١ نه تر٣٠ لکهو پورې تاوانونه شوي دي هغوي ته به د ٧ نه تر ٨ لکهو پورې معاوضه او د کومو کاروباریانو چې د 30 لکهو نه زیات تاوانونه شوي وي هغوي ته به 14 ,14 لکه روپۍ معاوضې ورکوي.

د حکومت دریز

خو د صوبايي حکومت د قدرتي افتونو انتظام ادارې چارواکو بیا د دکاندرانو لخوا د معاوضو د درجه بندی نه لاعلمي ښودلی ده او د ادارې ویاند احسان داوړ وايي چې د صوبې حکومت کومې ٢.٩٢ اربه روپۍ د معاوضو په مد کې جاري کړي دي نو په دغه پېسو کې به هر ځپلي شوي دکاندار ته یواځې ٣،٣ لکهه روپۍ ورکړی کېږي.

د میرعلي او میرانشاه د دکاندارانو مشران د خپلو اندازو ترمخه وايي چې په مجموعي توگه شمالي وزیرستان کې په دوه غټو او شاو خوا وړو بازارونو کې په پوځي عملیاتو کې نزدې 14000 دکانونه تباه کړی شوي دي.

خو که د حکومت لخوا د جاري کړی شوو ٢.٩٢ اربه روپو جاج واخستی شي نو نزدې لسو زرو دکاندارانو ته به دغه معاوضو ورسي.

د قدرتي افتونو انتظام ادارې ویاند زیاتوي چې ممکنه ده په دې لړ کې نورې پېسې هم ورکړی شي خو داسې څه ممکنه گام به د حالاتو په سمي کې پورته کړی کېږي.

د منتخب استاذو دریز

د شمالي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی محسن داوړ او د صوبايي اسمبلۍ غړی میرکلام وزیر وایي چې حکومت په میرانشاه بازار کې د خلکو نه د نورو دکانونو جوړولو لپاره ډېره په ارزانه بېعه مزکې اخلي او د یوې مرلې په سر د35 لاکه روپو ورکولو هغه وعدو نه هم اوس پشا کېږي چې د دکاندارانو سره یې کړې وه .

دوي وايي چې اوس حکومت دوي ته وايي چې د مرلې په سره به ورته یواځې 15 لکه روپۍ ورکړی کېږي.

د صوبايي اسمبلۍ غړی میر کلام وزیر ډیوه ته وویل چې د منتخب استاذي په حېثیت یې د صوبې حکومت په باور کې نه اخلي او نه ورته د شمالي وزیرستان په اړه شوو غونډو کې بلنه ورکړی کېږي.

د اسمبلۍ غړو وویل چې د خپل قانوني حق خبره به د اسمبلۍ په غونډو کې راپورته کوي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG