لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سېنټ کمېټۍ په پاکستان کې زېږېدلو افغانانو ته د شهریت غوښتنه وکړه خو حکومت رد کړه


واشنګټن ــــ د پاکستان په سېنټ کې د هېواد د لږ پرمختللو سیمو لپاره ټاکل شوې قایمه کمېټۍ د تحریک انصاف له حکومته غوښتنه کړې، هغو افغان کډوالو ته دې شهریت ورکړي چې په پاکستان کې پیدا شوي او لوی شوي دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم په ۲۰۱۸م کال کې واک ته تر راتلو څو میاشتې وروسته ویلي وو،‌ چې په پاکستان کې زېږېدلیو افغان کډوالو ته دې شهریت ورکړل شي، خو بیا د بلوچستان نېشنل ګوند تر نیوکو وروسته د تحریک انصاف ګوند حکومت غلی شو او په دې اړه یې کومه پرېکړه ونه کړه.

د کمېټۍ غونډه د نهې- سه شنبې په ورځ د سنېټر عثمان خان کاکړ په مشرۍ کې شوې او د پاکستان د ریاستي او سرحدي چارو (سېفران) د وزارت له چارواکو یې هم غوښتي، چې د سېنټ کمېټۍ ته دې په دې اړه معلومات ورکړي چې افغان کډوال اوس په څه حالت کې دي او په راتلونکو پینځو کلونو کې د هغوی لپاره څه په پام کې نیول شوي دي.

د کمېټۍ مشر د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبایي صدر عثمان خان کاکړ له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، د سرحدونو وزارت منلې چې په سلو کې ۷۴ افغان کډوال په پاکستان کې زېږېدلي، وایي نو دوی ته دې شهریت ورکړي:

"​په سلو کې ۷۴ افغان کډوال دلې [په پاکستان کې] پیدا شوي دي، څلوېښت کاله یې دلته شوي دي نو موږ ورته وویل پکار دی چې تاسې دوی ته شهریت ورکړئ".

عثمان کاکړ د تحریک انصاف پر حکومت او مرستندویو ادارو نیوکه وکړه چې وایي افغان کډوالو ته یې د ژوند بنیادي اسانتیاوې نه دي ورکړې چې په هغوی کې د غسلخانو یا تشنابونو او پاکو اوبو نشتوالی او په کېمپونو کې افغان ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو نه ورکول شامل دي:

"​د افغان کډوالو لپاره د پاکستان د حکومت له انتظاماتو موږ نه یو مطمئن، د دوی په کېمپونو کې د سکول انتظام نه شته، د څښلو اوبه، ډسپنسري، پاخانې او ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکولو انتظام نه شته".

په سرحدونو وزارت کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پارلمان سیکرټري اقبال خان له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل،‌ حکومت یې پوره هڅه کوي چې افغان کډوالو ته د ژوند بنیادي اسانتیاوې ورکړي:

"​موږ له درو میاشتو لګیا یو په پېښور کې مو افغان کمشنرېټ ته افغان تاجران، ځوانان او زده کوونکي را وغوښتل او د هغوی چې څومره مسئلې وې که د ویزې وې، که د مهاجر کارډ، د بېنک اکاونټ یا له پولیسو شکایتونه وو په هغو مو له سېفران وزارت سره خبرې وکړې، افغان کمیشنرېټ، انجوګانې او یو این ایچ سي آر له سپورټس نه ونیسه تر هر سهولت پورې دوی ته ورکوي".

اقبال خان وویل تر کومه ځایه چې په پاکستان کې زېږېدلیو افغانانو ته د شهریت یا شناختي کارډ ورکولو خبره ده دا یوه حساسه موضوع ده او حکومت یې اوس په دې اړه څه پرېکړه نه شي کولای.

وي او اې ډیوه هڅه وکړه چې د عثمان کاکړ د تورونو په اړه د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې یو این ایچ سي آر د دفتر نظر هم وپوښتي، خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د یو این ایچ سي آر د رسمي شمېر له مخې په پاکستان کې دا مهال ۱.۵ میلینه یعنې پینځلس لکه افغان کډوال له دوی سره رجسټر دي او د پاکستان د سرحدونو وزارت د یوې غیررسمي اندازې له مخې تر یو میلین زیات هغه افغان کډوالو هم لا په پاکستان کې ژوند کوي چې له یو این ایچ سي آر سره رجسټر نه دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG