لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور پوهنتون جینکو او هلکانو زده کوونکو ته امر کړی "درنې" او "مهذبه" جامې به اغوندي


پېښور ــــ د پېښور پوهنتون انتظاميې د مارچ په څلورمه د هلکانو او جينکو زده کوونکو لپاره د ډريس کوډ يا د جامو د ضابطو په اړه اعلاميه جاري کړې ده او په هغه کې یې ترې غوښتي چې "درنې" او "اصل" جامې واغوندي.

د اعلاميې ترمخه د جينکو د پاره سپين سکارف يا لوپټې تر څنګ شلوار او قميص او د هلکانو لپاره پېنټ شرټ، شلوار قميض يا د جينز سره داسې شرټ چې پکې د بدن څه برخه نه ښکاري او مهذب وي اچول لازمي ګرزولي دي.

بلې خواته استادان او زده کوونکي دريځ لري چې انتظاميه دې د داسې ډول اعلاميو جاري کولو پر ځای د زده کوونکو د زدکړو معيار ښه کړي او د هغوی د مسلو د حل کولو د پاره دې ګامونه پورته کړي، دوی وايي په جامو له بندیز لګولو سره د زده کوونکو سوچ محدوده کول دي.

په دې حقله د پېښور پوهنتون ویاند اسټنټ پروفېسر نعمان خان وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل چې دې نه وړاندې هم انتظامیې په کال 2012-13 کې د ډريس کوډ په اړه اعلاميه جاري کړې وه او اوس چې کوم ډريس کوډ جاري کړل شوی دا د هغه يادګیرنه ده، په دغه ډريس کوډ کې څنګه جامې اغوستل لازمي ګرزول شوي دي د هغې په اړه نوموړی وايي:

"د جينکو دپاره سپين شلوار او قميص چې هغوی هر رنګ اغوندي، سپين کوټ به هم ورسره اغوندي او دې سره سره سکارف يا سپينه لوپټه او خپل کارډ به هم ضرور په غاړه کوي. د هلکانو دپاره مهذب لباس دی، بېشکه هغوی پېنټ شرټ هم اغوستلای شي او قميض شلوار هم، چې کوم هغوی ته ښه لګي خو چې مهذب وي".

د پوهنتون د اتظاميې د دغې پرېکړې په اړه د نړيوالو زدکړو د څانګې ثنا ګل وايي، د پوهنتون دننه هلکان او جينکۍ داسې ډول جامې نه اغوندي چې د رواياتو پرضد وي، هغه وايي په زده کوونکو د داسې ډول پابندیو لګولو پر ځای د هغوی د زياتو فيسونو او په ماښام کې د کلاسونو نه کېدو مسلې دې حل کړل شي:

"جينکو او هلکانو ته د خپلې مرضۍ ډريس کوډ منتخب کول پکار وي، لکه يوه جينۍ په سپين شلوار او سپينه لوپټه کې خوشحاله نه وي او هغه بل ډول جامې کول غواړي نو دوی ته پکار ده زده کوونکي خپلې مرضۍ ته پرېږدي او که مونږ اوس هم وګورو ماته داسې نه ښکاري چې د چا جامې دې د اخلاقياتو او رواياتو څخه بهر وي".

په پېښور پوهنتون کې د صنفي زدکړو د څانګې معلم پروفيسر دروېش اپريدی وايي، د انتظاميې له خوا د داسې قدغنونو لګولو سره د زده کوونکو سوچ محدود کېږي، نوموړی وايي بايد انتظاميه زده کوونکي د خپل سوچ مطابق لباس اغوستلو ته پرېږدي چې ورسره د هغوئ سوچ وده وکړي:

"دغه خاص ډريس کوډ په خپله هم د سړي ذهن راتنګوي، دا د زده کوونکو د ازدۍ سره زیاتی او د هغوی په خوښه قدغن لګول دي، بنيادي خبره دا ده تاسو يې تعليم ته توجه وکړئ، دوی کوم رنګ جامې اغوندي څنګه يې اغوندي دا د پوهنتون کار نه دی، د دوی کار دا دی چې ريسرچ ته وده ورکړي، د دوی دا کار دی چې فنډونه پېدا کړي، د دوی کار دا دی چې ښه تعليم زده کوونکو ته ورکړي".

د پوهنتون انتظاميې د وینا ترمخه د يو خاص ډول ډريس کوډ د لازمي کولو مقصد د زده کوونکو په لباس خرچې کمول او د هغوی توجه زده کړو ته راګرزول دي. د پوهنتون ویاند اسټنټ پروفيسر نعمان خان وايي:

"د دې اعلاميې لوی مقصد دا دی چې په زده کوونکو کوم والدین خرچې کوي د هغوی په اخراجاتو کې کمی راولي او د لباس چې کومه مقابله کېږي د هغې مخه ونيول شي ځکه چې په جينکو کې دغه د احساس کمترۍ او برترۍ عنصر زيات وي يقينان هلکانو کې هم وي، نو دې دپاره هم دا کار شوی چې د زده کوونکو توجه د لباس نه سبق اړخ ته شي".

ياده دې وي چې دې نه وړاندې په مانسهره کې د هزاره پوهنتون او په چارسده کې د باچا خان پوهنتون انتظاميې هم د زده کوونکو دپاره د ډريس کوډ په اړه اعلاميې جاري کړې وې چې په پاکستان کې سختې نیوکې ورباندې شوې وې.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG