لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په وزیرستان کې څلور او بلوچستان کې د بي اېل اې پينځه ترهګر وژل شوي، پوځ او سي ټي ډي وايي


د خېبرپښتونخوا په شمالي او جنوبي وزيرستان کې پوځ د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د کمانډرانو په ګډون د څلورو ترهګرو د وژلو دعوه کړې او په بلوچستان کې سي ټي ډي پوليس ويلي د بلوچ لبرېشن ارمي ډلې پينځه وسله وال يې وژلي دي.

د پاکستان پوځ د اتوار په ورځ (7 مارچ) ناوخته مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې دعوه کړې چې پوځ د استخباراتو په اساس په شمالي او جنوبي وزیرستان کې عملیات کړي دي.

پوځ ویلي د شمالي وزیرستان په دته خېل تحصیل او د جنوبي وزیرستان په زوېده کې يې په عملياتو کې د ټي ټي پي بسم الله ګروپ کمانډر عبدالادم زېب (دنګ)، د سجنا ګروپ مولوي محبوب (مولوي) او ميرسلام (انس) وژل شوي دي.

پوځ ویلي عبدالادم زېب د کال 2014 راهسې په امنيتي ځواکونو د 20 پورې بريدونو کې لاس درلود، او مولوي محبوب او ميرسلام د بېت محسید نزدې کسان وو او په څو ترهګرو بريدونو کې ککړ وو.

د خالي په ورځ (شپږم مارچ) د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې په عملياتو کې د درې کمانډرانو په ګډون د اته ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.

بل لور ته په بلوچستان صوبه کې سي ټي ډي پوليس دعوه کړې د بلوچ لبرېشن ارمي پينځه ترهګر يې وژلي دي.

سي ټي ډي دعوه کړې په مستونګ کې يې د نيولو دوه کسانو په خبر عمليات کړي او په عملیاتو کې د نيولو کسانو سره درې نور وژل شوي او څو تښتېدلي هم دي.

د وژل شوو پېژندګليو د شاه نظر، عارف مري، يوسف مري، سميع الله پرکاني او جميل احمد په نومونه شوې ده. ويل شوي وژل شوي وسله وال په ترهګرو عملیاتو کې ککړ پاتې شوي او د دوی د قبضې څخه بارودي مواد او وسله هم ترلاسه شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

الکټورل کالج څه ته وایي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG