لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:دهند ولس دکرونا خطرناکې څپې سره مخ دی،خواخوږی ورسره کوم


په هند کې دکرونا وایرس دقابو څخه د وتلې لړۍ له امله دپاکستان وزیراعظم عمران خان اؤ ګڼ شمیر کې پاکستاني ولس په ټولنیزو رسنیو دهند سره دیووالي اؤ خواخوږۍ څرګندونه کړې اؤ ویلي یې دي انسانیت ته دپېښ دې عالمي چلینج مقابله باید په ګټه وکړل شي.

دخالي په ورځ دګڼ شمیر نور پاکستانیانو برڅېره وزیراعظم عمران خان په ټوئټر لیکلي دهند ولس د کرونا دخطرناکې څپې سره مخ دی اؤ هغه دهند په ګډون ټوله نړۍ کې ددې وبا دلاسه داغېزمنو د زر روغتیا دپاره دعاکوي.

دتیرو څو ورځو راپدیخوا هند کې کرونا وایرس له قابو وتلی اؤ په تېرو دریو ورځو کې روزانه له درېو لکو دزیاتو کسانو په دې وایرس داخته کېدو رپورټونه مخې ته راغلي دي.

هند کې د کرونا دسیوا شوؤ پېښو له امله پاکستان کې په ټولنیزو رسنیو د “IndiaNeedsOxygen” دهیش ټیګ په اساس روان ټرینډ کې ګڼو پاکستانیانو د وزیراعظم عمران خان نه غوښتنه کړې وه چې باید هند ته دانساني خواخوږۍ په اساس مرستې ولیږي.

دزیراعظم عمران خان که هر څو هند سره د زباني خواخوږۍ څرګندونه کړې خو دامداد لیږلو په اړه یې څه نه دي ویلي .

خو د ایدهي په نوم دپاکستان مشهورې مرستندویه ادارې بیا دهند وزیراعظم ته یو لیک لیږلی اؤ دکرونا دسیوا شوو پېښو په ترڅ کې یې ورته دخپلې خیراتي ادارې لخوا دمرستو وړاندیز کړی دی.

دایدهي فاونډیشن مشر فیصل ایدهي دهند وزیراعظم ته لیکلي دهغه اداره چمتو ده چې د کرونا دناروغانو دپاره 50ایمبولینسونه اؤ د مرستندویه فعالینو یوه ډله دغه هیواد ته ولیږي چې مشري به یې هغه پخپله کوي خو هندي چارواکو لا دې لیک ته څه ځواب نه دی ویلی.

مخې ته د راغلو شمیرو په اساس تر اوسه په هند کې 16.61میلیونه کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ 189,544 پرې مړه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

الکټورل کالج څه ته وایي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG