لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند کې دمیلینونو خلکو په کرونا داخته کېدو نه وروسته پاکستان دغه هیواد ته دمرستو ست کړی


هند کې د کرونا وایرس دبې قابو کیدو نه وروسته پاکستان خپل دغه ګاونډي هیواد ته په رسمي ډول د مرستو ورکولو ست کړی خو هند لا څه نه دي ویلي چې دپاکستان دغه مرستې قبلوي که نه.

دپاکستان دخارجه دفتر په یو بیان کې یو شوي چې پاکستان غواړي هند سره په دې سختو شیبو کې د وینټي لیټرو،د ډیجیټل ایکسری مشینونو،ماسکونو اؤ نورو اړونده شیانو کومک وکړي.

تیرو څو ورځو راپدیخوا هند کې کرونا وایرس له قابو وتلی اؤ روزانه پکې په لکونو خلک په دې وایرس اخته کیږي.

په تیرو څلېریشتو ساعتو کې هم په دغه هیواد کې درېوؤ لکو اؤ 44 زرو نه زیاتو کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی اؤ 2600 کسان پرې مړه شوي دي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو شخصي ټي وي سره په خبرو کې ویلي چې اسلام اباد کې دهند هائي کمشنر دبهرنیو چارو دفتر ه ته رابلل شوی اؤ هغه ته دپاکستان لخوا دانساني خواخوږۍ په اساس دمرستو ست شوی دی.

نوموړی وایي پاکستان دهند هائي کمشنر ته ویلي چې هغه باید دهند دحکومت مخې ته دپاکستان وړاندیز کښیږدي اؤ بیا پاکستان دهند دځواب څخه خبر کړي.

مخې ته د راغلو شمیرو په اساس په هند کې تر دې مهاله 16.6میلیونه کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی څه کم دوه لکه کسان په دې وایرس مړه شوي دي.

هند کې دکرونا دسیوا شوؤ پېښو له امله دخالي په ورځ پاکستان کې په ټولنیزو رسنیو“IndiaNeedsOxygen” دهیش ټیګ په اساس ټرینډ کې ګڼو پاکستانیانو د وزیراعظم عمران خان نه غوښتنه کړې وه چې باید هند ته دانساني خواخوږۍ په اساس مرستې ولیږي.

دزیراعظم عمران خان هم دټوئټر دلارې هند کې دکرونا په سیوا شوؤ پېښو هندي ولس سره خواخوږي ښکاره کړې ده وه.

دنړۍ مطبوعات پخپلو رپورټونو کې وایي چې هند کې په لویه پېمانه دخلکو په کرونا داخته کیدو له امله په هسپتالونو کې ګنجائش اؤ وینټي لیټرې کمې شوې دي چې دخلکو ژوند ته یې خطرې راولاړې کړې دي.

تر دې دمخه تیرکال دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې دسرښار پېښور په حیات شهید ټیچنګ هسپتال کې دساه اخستو دګیس ختمیدو له امله په کرونا وایرس اخته ګڼ شمیر ناروغان مړه شوي وؤ.

اؤ په تیرو ورځو کې دپېښور په لیډي ریډنګ روغتون کې دساه دګیس خلاصیدو له امله دګڼو ناروغانو د مړینې ناتایده رپورټونه په مطبوعاتو کې مخې ته راغلي وؤ.

په ټولنیزو رسنیو په پاکستان اؤ هند داسې نیوکې هم راپورته شوي چې دا دواړه ایټمي هیوادونه هرکال دخپل بجټ ستره برخه ددفاع په نوم وسلو اخستو ته وباسي خو د روغتیا ،تعلیم اؤ پرمختیا دپاره یې هغه څه نه دي کړي چې ورته اړتیا.

دعوامی نیشنل ګوند مرکزي مشر میا افتخار حسین هم په ټویټر دې لوري ته اشاره کړې ده اؤ لیکلي یې دي

پاکستان اؤ هندوستان دوه ایټمي طاقتونه دي یو ویکسین نه لري اؤ بل سره اکسین نه شته اؤ ثابته دا شوه چې دایټم بم نه اکیسیجن اؤ د میزائیل نه وینټي لیټر غوره دی

ځانګړې ویډیوګانې

الکټورل کالج څه ته وایي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG