لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان د تجارت سلاکار وایي اېمزون کمپنۍ پاکستان پخپل نوملړ کې شاملوي


واشنګټن ـــ د تجارت دپاره د وزير اعظم سلاکار عبدالرزاق داود په ټویټر ليکلي چې د انټرنیټ د لارې سامان خرڅوونکې تر ټولو لويې اېمزون کمپني به پاکستان د انلاين سامان خرڅولو په نوملړ کې زر شامل کړي. نوموړي دا هم ويلي چې د وړو او منځنۍ درجې کاروبار کوونکو ځوانانو او مېرمنو د پاره دا يوه غوره موقع ده.

په خېبر پښتونخوا کې د انټرنټ د لارې کاروبار کوونکي وايي چې اوس به دوی کولای شي د خپل هېواد دننه په اېمزون کاروبار کولو د پاره اکاونټونه جوړ کړي او کوم ټېکسونه او سېوايي خرچې چې به د رجسټرېشن په مد کې نورو ملکونو ته تللې هغه اضافي بوج به پرې اوس نه راځي.

د اېمېزون کمپنۍ لخوا پاکستان د خرڅوونکو په نوملړ کې شاملولو په پرېکړه باندې په خېبر پښتونخوا کې انلاين يا د انټرنټ د لارې کاروبار کوونکو د خوشالۍ څرګندونه کړې او وايي دې سره به يو شمېر خلک آنلاين د کوره په اسانۍ سره د کاروبار کولو موقعې ترلاسه کړي.

په چارسده کې انلاين کاروبار کوونکي او د ډيجيټل اقتصاد ماهر محمد امير حمزه وي او اې ډيوه ته وويل چې اېميزون پاکستان په دغه لسټ کې شامل کړي نو بيا هر يو تن کولی شي چې د خپل هېواد نه په اېمزون دوکان پرانیزي کوم چې اول دوی نه شو کولای:

"مونږه به د پاکستان نه د اېمېزون ای ډي يا پته نه شوه جوړولی او مونږه چې به په پاکستان کې ناست وو نو په اېمېزون مو دوکان نه شو پرانیستلی، د هغې د پاره به مونږه امريکا، برتانيا يا نورو ملکونو کې اکاونټ جوړولو او هلته به مو کمپني رجسټرډ کوله او په دغه څيزونو به زمونږه يونيم لک روپۍ صرف د ای ډي جوړولو د پاره ولګېدلې".

نوموړي زياته کړه که يو تن په برتانیا کې په ايمزون کاروبار کوي نو خواوشا 15 زره ډالره او که په امريکا کې وي نو نزدې 25 زره ډالره ته اړتيا لري کوم چې ډېر کم خلک بندولای شي، دې وايي ځوان کول په اېمزون کې د فري لانسنګ يا خلکو ته خپلو خدماتو ورکولو سره مالي ګټې پورته کولی شي:

" زمونږه نوي کول د پاره پکې ښه کار دا دی چې هغوی په کمپيوټر پوهېږي نو هغوی نورو خلکو ته خپل خدمات ورکولی شي، هغوی د پاره ای ډي جوړولی شي، اشتهارونه ورته جوړولی شي ځکه چې اېمزون خلک جوړ کړي نو دا ورته پکار وي ځکه چې اول اول کې به خلک تاسو ته نه راځي داسې نور کارونه دي چې په کمپيوټر کې زمونږه ځوان کول زده کولی شي او لويو لويو کمپنو ته پکې کار کولی شي او هغوی ته به دا وايي چې ستاسو دوکان به زه په ړومبي پېج يا صفحه راولم".

کارپوهان وايي په پښتنه ټولنه کې يو شمېر مېرمنې ډول ډول څيزونه په لاس جوړوي خو نړيوال مارکيټ ته لاسرسی نه لري ځکه د زيات محنت ورته کمه ګټه ملاوېږي. دوی وايي په اېمزون کې مېرمنې هم کولی شي چې په نړيواله کچه خپل کاروبار ته وده ورکړي.

په اسلام اباد کې مېشت انلاين کاروبار کوونکي ماهرعابد الله په دې حقله وي او اې ډيوه ته وويل چې مېرمنې کولی شي د لاس جوړ مختلف شيان، کپړې او قيمتي کاڼي امريکې او غربي دنيا ته د کورنه لېږلی شي:

"په کورونو کې چې کومې مېرمنې دي او هغوی سره دا هنر وي چې د ماشومانو جامې جوړولی شي، د ودونو د پاره جامې جوړولی شي نو چې په امريکا يا نورو ملکونو کې کوم د دې منطقې خلک دي نو هغوۍ چې دا هلته اخلي نو بيا ورته ګرانې پرېوزي نو اوس مونږه سره يوه لاره جوړه شوه نو مېرمنې کولې شي چې دا هلته ولېږي او په امريکا او نورو يورپي ملکونو کې خرڅې کړي".

د مطبوعاتو ترمخه اېمېزون کمپني په کال 1994 کې جوړه کړل شوې او دا وخت د امريکا په شمول د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې انلاين سودا اخېستو د پاره ډېره مشهوره ده. نن سبا دا کمپني د کتابونو نه واخله هر يو شی د انټرنټ د لارې خرڅوي او د اثاثو ماليت يې 7۔1 ټريلين ډالر ته رسېدلی دی.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG