لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نور ټول کال جنګ خو په اختر کې درې ورځې اوربند


د افغان طالبانو په وړوکي اختر کې د درې ورځو اوربند ته ‌‌‌‌‌‌ډېر هرکلی هم شوی خو ډېرو خلکو دا په افغان ولس پورې خندنی ګرځولی او وايي طالبانو افغانانو ته پيغام ورکړی چې دا درې ورځې به مو نه وژنو.

د ملاله يوسفزۍ پلار ضياالدين يوسفزي په خپله ټويټر پاڼه د طالبانو د اوربند په اړه په خندني انداز کې ليکلي “طالبان درې ورځې دمه کوي چې ګني نور مسلمانان به د (اختر) اسلامي رخصتۍ په موقع نه وژنو. په افغانستان کې نه ماتېدونکی اوربند پکار دی”.

ښاغلی يوسفزی وايي نړۍ دې د زاړه پاله فکر لرونکو طالبانو په ځای د افغانستان د جمهوري نظام ملاتړ وکړي.

په ټويټر يو بل فعال مراد خان ليکي چې په اصل کې د طالبانو اوربند د نورې افغان وژنې د ودرولو د پاره نه بلکې چې طالبانو ته فرصت برابر شي تر څو خپل مړي او زخميان پاکستان ته واړوي.

په نزدې ورځو کې په هلمند او نورو ولايتونو کې د مي‌‌‌‌‌‌ډيا او افغان چارواکو د وينا د مخه د افغان ځواکونو سره په نښتو کې ګڼ شمېر طالبان وژل شوي او ټپيان شوي.

طالبانو او پاکستاني چارواکو د دې خبرونو او دعوو په اړه کوم وضاحت نه دی کړی.

د طالبانو معاون مشر ملا عبدالغني برادر د پاکستان په تېره دوره کې په ويډيو کې ښودل کيږي چې په هسپتال کې زخمي طالبانو ته ډاډ او مرستې اعلانوي.

روژه چې د مسلمانانو تر ټولو مقدسه او د عبادتونو مياشت ده دې کال په افغانستان کې د نورو تېرو روژو په نسبت ‌‌‌‌‌‌ډېره خونړۍ اووته ځکه چې يوخوا طالبانو په افغان امنيتي ځواکونو او ښارونو حملې زياتې کړې بل خوا د ځانمرګي او بمي چادونو د لاسه هم ‌‌‌‌‌‌ډېر عام ولس ووژنه وشوه.

يواځې د لوګر په امتحاني هاسټل او د کابل د دشت برچي د جينکو د سکول په بريد کې د 100 نه زيات زده کونکي وژل شوي او په سلګونو نورټپيان شوي.

په شپاړسم ‌‌‌‌‌‌ډيسمبر کال 2014 کې د پېښور د ارمي پبلک سکول د نزدې 140 زده کونکو وژلو وروسته د کابل د سيد اشهدا سکول د جينکو وژنه په سيمه کې د ترهګرۍ دا دويمه غټه پېښه ده.

په زابل کې د سړک په غاړه د ښخ کړی شوي ماين د چاودلو په تازه پېښه کې 11 سورلۍ وژل شوي او د 20 زيات زخميان شوي چې حکومتي چارواکي وايي چاودنه د طالبانو لخوا شوې خو طالبان پرې چپه خله دي.

د طالبانو د مشروط اوربند په اړه د افغانستان د ملي امنيتي شورا وياند رحمت الله اندړ په ټوېټر ليکلي “د افغانستان دمسلې حل په دايمي اوربند کې انغښتی دی. په درې ورځې افغان نه وژنه ستونزه نه حل کيږي ځکه د دې اوربند تود هرکلی ونه شو. افغان وژنې ته بايد د پای ټکی کېښودل شي”.

د طالبانو د تلپاتي اوربند نه د ‌‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډې کولو په اړه د دفاعي او سيمه ييزو چارو کارپوه او د پاکستان د پوځ پخواني افسر بریګيډير سعد محمد خان وي او ای ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته ويلي طالبان ويريږي که جنګ بند کړي بيا به يې ژر شروع نه کړی شي.

طالبانو د اوربند په اعلاميه کې وسله والو طالبانو ته ويلي د اوربند په وخت نه د دښمن ساحو ته ورشي او نه دښمن د خپلې ولقې لاندې سيمو ته پرېږدي.

څېړونکي وايي طالبان ځکه خپل وسله وال د افغانستان ابادېدونکو ښارونو او ښارګوټو ته نه پرېږدي چرته د ترقۍ، ابادۍ او د ژوند د نورو اسانتياونه خبر شي او د دې سره سره د ولس او افغان ځواکونو سره ګډ نه شي.

د څېړونکو تر مخه د تېر اختر د هم داسې اوربند اعلانولو وروستو يو شمېر طالب جنګيالي په ښارونو کې د افغان ځواکونو سره په ګډه تصويرونه کېښودل شوي وو چې طالبانو پرې بد منلي وو او ځکه يې دا امر کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG