لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د افغانستان او پاکستان تر منځ ټينګ امنيتي تړون نه کېدل په يو بل بې باوري ده


واشنګټن ـــ د افغانستان د روغې جوړې د پاره د امریکا د خصوصي استازي زلمي خليلزاد دې وينا ته چې امريکا د برتانيې سره په شريکه د افغانستان او پاکستان تر منځ په امنيتي تړون لاسليک کولو کار کوي، د کاميابۍ د پاره څېړونکي وړومبی پاټکی د دواړو هېوادونو د خپلمنځي بې باوري ختمول ګڼي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزير علي احمد جلالي نه چې وي او اې ‌‌‌‌‌‌ډيوه د يادې لوظنامې د عملي کېدو په اړه وپوښتل نو هغه وايي "خبره د ګاونډ ده د مشترک ثبات ده او دا د دواړو په ګټه ده، خو بې اعتمادي ده. اففانستان خفه دی چې پاکستان طالبان و روزل او طالبانوافغانستان ته جنګ راوړ".

پاکستان دا تورونه ردوي چې طالبان هغلته پټ ځايونه لري او په وار وار يې ويليپه طالبانو تر يو حده اثر لري خو د پاکستان په کنټرول کې نه دي.

زلمي خليلزاد د جرمني د ټولو لوی وېبسايټ ‌‌‌‌‌‌ډر شپيګل سره په مرکه کې ويلي "که چېرې دا د امن کوښښونه ناکام شول او د پاکستان اوافغانستان په منځ کې امنيتي لوظنامه ونه شوه نو پاکستان ته به يې زيان واوړي".

ښاغلی خليلزاد وايي پاکستان به په دې تورن کيږي چې دومره ‌‌‌‌‌‌ډېره د طالبانو رهبري هغلته ژوند کوي او بل دا چې ناکامه امن د دواړو هېوادونوپه زيان دی.

د ياد تړون په اړه مېډيا ته کوم ته خاص پلان یا معلومات نه دي ورکړل شوي خو زلمی خليلزاد وايي فکر کوي د پاکستان دا غوښتنه چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان خلاف نه استعماليږي يوه جايز غوښتنه ده.

همدغه رنګ د افغانستان غوښتنه چې د پاکستان خاوره دې د افغانستان خلاف نه استعماليږي يوه جايز غوښتنه ده.

په طالبانو د پاکستان د کنټرول په حقله ښاغلی جلالي وايي "پاکستان وايي کنټرول پرې نه لرو او د خپلمنځي خبرو اترو په عمل کې مرسته کوو. دلته بې اعتمادي شته".

هغه وايي "د افغانستان خلک وايي پاکستان دې د طالبانو ځايونه مرکزونه وتړي طالبان کمزوري کيږي او خود خبرو ته کښېني"، او زياته يې کړه پاکستان له به دا بې اعتمادي ختمول وي او د اعتماد بحالي د امنيتي همکاريو په بنياد ممکن ده.

يو بل پاکستاني څېړونکي او د پوځ پخواني افسر جنرل طلعت مسعود د خليلزاد د وينا په اړه ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته ويلي اولنی شرط دوه اړخيز اعتماد دی او وايي "دا يو ښه پرمختګ دی چې لوظنامه وشي خو دواړو هېوادونو له پکار دي چې په يو بل اعتماد وکړي".

د زلمي خليلزاد په وينا منځنۍ اېشيا ته د تجارت لاره په افغانستان کې د سولې راوړلو پرته نه کيږي او زياته يې کړه "مونږ باور لرو چې دا ريښتيا کول د افغانستان د امن سره تړلي دي".

ښاغلي خليلزاد په وړومبي ځل د پاکستان او طالبانو د اړيکو په اړه نېغ په نېغه خبرې کړې او په خاصه توګه دا وينا يې په داسې وخت کې کړې چې د برتانیې د دفاع مشر جنرل نېکولس پيټرک کارټر او د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه څو ورځې وړاندې د افغان ولسمشر اشرف غني او نورو افغان چارواکو سره په کابل کې ليدلي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د امنيت او تجارت د تړونونو په اړه هلې ځلې په داسې وخت کې روانې دي چې د امريکا د يو ايس ای اي‌‌‌‌‌‌ډي د چترۍ لاندې د پاکستاني مالونو قافله د افغانستان د لارې ازبکستان ته تللې او بيرته يې د تورخم د لارې پاکستان ته پېره کړې ده.

د منځنۍ اېشيا سره د پاکستان د تجارت په اړه څېړنکار ‌‌‌‌‌‌ډاکټر محمد تقي ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل "جنرل باجوه بيا بيا وايي چې اکنامک بلاک جوړوو د هند سره به د کشمير شخړه حل کوو او ازاد تجارت به کوو نو د منځنۍ اېشيا سره د تجارت په لار کې خنډ خو طالبان دي".

ډاکټر تقي په افغانستان کې د پاکستان د ساتلې پاليسۍ او د اعتماد د بحالۍ په اړه د پخواني امريکايي‌ سفارتکار پيټر ټامسن له قوله وويل چې وايي د پاکستان پاليسي داسې ده چې افغانستان ته اور هم لګوه او اوبه پرې هم شينده چې دا ناشونې ده.

د ازبکستان د تجارتي قافلې په اړه ‌‌‌‌‌‌ډاکټر تقي وايي دا هم يو سېمبولیک عمل دی لکه چې د طالبانو د دورې په پيل کې دغسې قافله د سپين بولدک د لارې ترکمنستان ته ولېږل شوه.

ښاغلی تقي وايي د افغانستان سره د امنيت او تجارت د پاليسۍ نه دې د پاکستان پوځ لاس واخلي او دا دې جمهوري حکومتونو ته پرېږدي چې په يو بل اعتبار په ځای شي ګنې افغانان پرې يقين نه ساتي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG