لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپېښور په هوایي ډګر ګڼو مسافرو کې د کرونا وایرس پخلی شوی


د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې د چارواکو ترمخه د خليجي هیوادونو څخه پاکستان ته را رسېدلو يو شمېر مسافرو کې دکرونا وايرس پخلی شوی او هغوئ د پېښور باچا خان نړيوال هوايي ډګر نه قرنطين مرکز ته لېږل شوي دي۔

د صحت دچارو پوهان دحکومت لخوا اخستل شوی دغه ګام د کرونا وايرس مخنيوي د پاره غوره بولي او وايي بايدحکومت دغو هیوادونو نه د راتلونکو مسافرو د کرونا وايرس ټيسټونو د پاره خاص لېبارټرۍ وټاکي چې دمسافرو لخوا د جعلي منفي تېسټونو سند جوړولو مخه ونيولی شي۔

په خېبر پښتونخوا کې د صحت محکمې مرستيال مشر او د کرونا وبا دپاره ټاکل شوي وياند ډاکټر اکرام لله خان وي او ای ډيوه ته وويل چې دخليجي هیوادونو څخه د پېښور باچا خان هوایي ډګر باندې کوز شوؤ يو شمېر مسافرو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

هغه وایي دغه مسافر د ایس او پيز يا سپارښتنو مطابق قرنطين کړل شوي دي اؤ په قرنطين مرکز کې د حکومت لخوا دغو مسافرو د پاره دهر ډول اسانتياؤ ورکولو بندوبست شوی دی.

دهغه په وینا "پرون پورې مونږه سره 130 کسان د دوران پور په قرنطينه مرکز کې وؤ، پروازونه کم دي خو زمونږه دپاره دا سپارښتنه ده چې مونږ به د هر يو تن سمدستي ټيسټ کوؤ، نو مونږه چې ټيسټ وکړو او کوم يو مثبت راشي نو هغه تن قرنطين کړو"

هغه وایي ددغو مسافرو به څو ورځې وروسته پس پي سي ار ټيسټ کولی شي اؤ چې هغه منفي راشي نو بيا به دوئ له قرنطین مرکزونو څخه خپلو کورونو ته ځي.

د ډان نيوز ديو رپورټ ترمخه د روانې اوونۍ په پېل کې د هوايي جهازونو د چلولو د انتظام ادارې يا سول ايوي ایشن اتهارټۍ يو شخصي جهاز ته د دوبۍ نه پېښور ته د راتلو اجازه ورکړې وه چې پکې د 27 مسافرو تېسټونه مثبت راغلي وؤ۔

رپورټ زياتوي دې نه وړاندې هم د شخصي جهاز انتظاميي د کرونا وايرس په اړه د حکومتي سپارښتنو څخه سرغړونه کړې وه او د مئ په لسمه د کرونا وايرس څخه اغېزمن 24 نور مسافر د دوبۍ نه پېښور ته راوستل شوي وؤ.

دطبي چارو پوهان وايي چې په هوايي ډګرونو د مسافرو د کرونا وايرس ټيټسونه کول د دې وايرس د نورو شکلونو مخنيوي دپاره ډېر مهم دي.

په دي هکله دخېبر مېډيکل پوهنتون مشر ډاکټر ضياء الحق وي او ای ډيوه ته وويل
" اوس په دې کرونا وايرس کې مونږ سره شکلونه ډیر راغلل لکه انډين دي، برازيل واله دي نو په داسې حال کې چې مونږ ته خلک راځي بيا مونږ کوم کنټرول يا قابو کوؤ نو مونږ ته به ډېره ګرانه شي"

هغه وایي "دا اوس چې کوم د خليج نه خلک راځي نو په هغې کې جعلي ټيسټونه هم شوي او ډېر خلک پکې مثبت راغلي دي نو ځکه دا ډیر ضروري دي"

ډاکټر ضیاء الحق وایي بايد حکومت د نورو ملکونو په څېر مسافر ددې خبرې پابند کړي چې د ټاکل شويو مستند لېبارټرو څخه ټېستونه وکړي چې د جعلي منفي ټېستونو نتيجو جوړولو مخه ونيولې شي۔

" دجعلي ټيسټونو مخې نېولو د پاره پاکستان ته پکار دي چې هلته کومې مستندې لېبارټرۍ دي هغه په نخښه کړي چې خلک هلته نه ټيسټونه کوي"

د پاکستان سول ايوي ايشن اتهارټۍ په روستيو کې د کرونا وايرس مخنيوي دپاره د جهازونو چلولو کمپنیو ته هدايات جاري کړي وؤ چې د ټولو مسافرو سره به د حکومت لخوا تصديق شويو لېبارټرو د کرونا وايرس منفي ټسټونه وي او ايس او پيز يا سپارښتنې به عملي کوي۔

ادارې دا هم ويلي وؤ چي پاکستان ته د رارسېدو وروسته په هوايي ډګر به د مسافرو دکرونا وايرس سمدستي ټېسټ کولی شي او که څوک په دې عمل نه کوي نو د هغوئ پرضد به سخته کاروايي کېږي

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG