لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا ټولو هسپتالونو کې دکرونا ضد ویکسین لګولو مرکزونه پرانستل کیږي


دخېبر پښتونخوا صوبايي حکومت پرېکړه کړې چې دصوبې په ټولو هسپتالونو او د حفاظتي ټيکو مرکزونو کې به د کرونا ضد ویکسين لګولو مرکزونه پرانزي.

د صحت دصوبايي محکمې د چارواکو له مخې د ویکسين لګولو دمرکزونو سېوا کولو مقصد د روان کال پائ پورې د صوبې ټولو خلکو ته ويکسين لګول دي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې دخېبر پښتونخوا د صحت محکمې مرستيال مشر ډاکټر اکرام الله خان ویلي چې تر اوسه د صوبې په کچه خواوشا نهو لکو کسانو ته کرونا ضد ویکسين لګول شوي او پاتې خلکو ته ویکسين لګولو د پاره مرکزونه نور هم سېوا کولی شي.

هغه وویل" کوم خلک چې دلته د ویکسین لګولو وړتیا لري هغه 19 ميلينونه دي او زمونږ منصوبه هم دا ده چې تر دسمبر پورې دې ټولو ته ويکسين ولګوؤ"

نوموړی وایي "څومره چې زمونږه هسپتالونه دي او چېرته چې د حفاظتي ټيکو مرکزونه شتون لري نو هلته مونږ د کوېډ وېکسينېشن شروع کوؤ، او دغه شان درې څلورو ورځو کې به زمونږه دغه 850 پورې هسپتالونه کرونا ضد ویکسین ورکول پېل کړي"

د يادې محکمې نه دترلاسه شوؤ مالوماتو ترمخه د جون درېمې نېټې پورې په لويه کچه خلکو ته د کرونا وايرس وېکسين لګولو 20 مرکزونه جوړ کړل شوي دي او د وړو مرکزونو شمیره د 350 نه سېوا ده.

د مردان مېډيکل کمپلیکس مېډيکل ډايرېکټر ډاکټر مختيار علي وي او ای ډيوه ته وويل چې دکرونا وايرس پرضد د وېکسين لګولو مرکزونو سېوا کولو سره به د وېکسينېشن عمل نور هم تېز شي کوم چې د ياد رنځ د مخنيوي د پاره ډېر مهم دې.

" دمرکزونو سېوا کېدو سره به په کرونا ويکسين لګولو رش کم شي او د خلکو ګڼه ګوڼه به هم کمه وي بيا نو کرونا وايرس به هم نه خورېږي او خلکو ته به ويکسين هم په کم وخت کې لګي"

نوموړي زياته کړه دکرونا وايرس ویکسين لګولو سره انساني وجود کې مدافعتي قوت د کرونا وايرس پرضد مضبوط شي او خلک د يادې ناروغۍ نه خوندي ساتي۔

" وېکسين چي ولګي نو په وجود کي انټي باډيز يا د وايرس خلاف طاقت پېدا کړي څنګه چې ماشومانو ته مختلف ويکسين لګول کېږي نو چې څنګه د کرونا وايرس انساني وجود ته ورځي نو دا انټي باډيز يا مدافعتي قوت د هغې خلاف کار کوي او انسان د ناروغۍ نه محفوظ ساتي"

د خېبر پښتونخوا دصحت محکمې لخوا دجاري شويو شمېرو ترمخه صوبه کې په تېر يو شواروز کې د کرونا وايرس څخه 326 تنان ناروغه شوي او 18 تنانو ژوند د لاسه ورکړی دی۔

شمېرې ښايي چې د کرونا وايرس نه په صوبه کې تر دې دمه په مجموعي توګه یو لک، 33 زره 450 تنان ناروغه شوي او 4113 تنانو ترې ژوند د لاسه ورکړی دی

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG