لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د يوې قوي ملي اردو او نړيوال ملاتړ سره طالبان کولی شي افغانستان په زور ونيسي؟


واشنګټن ـــ د پاکستان حکمران سياسي ګوند د مشرانو د بيانونو سره سره پاکستانۍ مېډيا هم دا تاثر ورکوي چې ډېره ژر ده طالبان کابل د خپل واک لاندې راولي خو وزير اعظم عمران خان او وزير خارجه شاه محمود قريشي وايي که داسې وشول نو پاکستان به د افغانستان سره د ‌‌‌‌‌‌‌ډيورنډ کرښه وتړي.

د سياسي او پوځي چارو څېړونکي وايي د افغانستان نه د خارجي ځواکونو د وتلود اعلان سره سم طالبانو جګړه توده کړې او د يو شمېر ولسواليو د نيولو دعوې يې کړې دي.

د پوځي او سيميیزو چارو کارپوه او د پاکستان د پوځ پخوانی افسر بريګېډير سعد محمد خان وي او اې ډيوه ته ويلي جګړه زياته شوې ده او طالبانو د لسګونو ولسوالیو د نيولو دعوه کړې خو دا په مستقيمه توګه ساتل ګران وي او د افغانستان د شخړې يواځينۍ لار د سولې خبرې اترې دي.

سعد محمد خان ويلي “طالبان دې د زور په ځای سياسي بصيرت پيدا کړي دا اوس تېر وخت نه دی نن د افغانستان حالات بدل دي هغلته يو نظام منځ ته راغلی. دوی په زور حکومت نه شي نيولی”.

بلخوا په سوشل مېډيا د عمران خان او شاه محمود قريشي په دې بيانونو نيوکې کيږي ګنې دا مهال چې په افغانستان کې طالبانو جګړه ‌‌‌‌‌‌ډېره کړې ده نو لکه د افغانستان سره د پاکستان لګېدلی سرحد په بشپړه توګه نه دی تړلی شوی؟

افغانستان او امريکايي پوځي جنرېلان وخت په وخت دا تور لګوي د طالبانو ټول په ټوله مرستې د پاکستان د لارې ور رسيږي خو پاکستان دا تورونه ردوي.

د مېډيا د رپورټونو د مخه وزيراعظم عمران خان ويلي که طالبانو د افغانستان د واک په زور اخستلو هڅه وکړه پاکستان به خپله پوله وتړي ځکه افغانستان د پاکستان د منځنۍ اېشيا سره د تجارت د پاره ‌‌‌‌‌‌ډېر مهم ملک دی.

عمران خان دا هم ويلي د امريکا او طالبانو ترمنځ شوې لوظنامې په طالبانو د پاکستان اثر هم ځپلی دی خو ژمنه کوي ملک يې د افغانستان د امن او سولې پلوي دی.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په څو کرته ويلي د طالبانو سره سره د افغانستاناو پاکستان ترمنځ د سولې پرېکړه پکار ده.

افغانستان منځنۍ اېشيا ته د پاکستان د تجارت د غوښتنې په بدل کې د افغانستان د هند سره د پاکستان د مځکنۍ لارې تجارت غواړي خو دواړه هېوادونه لا په مستقيمه توګه کومې پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

وزير خارجه د عمران خان د بيان په سبا له مېډيا ته ويلي که طالبانو په افغانستان کې واک واخست مونږ به خپلې پولې وتړو. مونږ نور کډوال نه شو زغملی زمونږ سره د مخکې نه 3.5 ميلين افغان کډوال اوسيږي. مونږ به خپلو قامي ګټو ته ګورو”.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اين ايچ سي آر د شمېرو تر مخه په پاکستان کې د رجسټر‌‌‌‌‌‌ډ افغان کډوالو شمېر 1.5 ميلین ته نزدې دی.

د شاه محمود قريشي بيان او د طالبانو دعوو ته افغان چارواکو او د سوشل مېډيا کاروونکو تر ‌‌‌‌‌‌ډېره حده پروپېګنډه او تبليغات ويلي او شاه محمود قرېشي ته يې د طالبانو ترجمان هم ويلي خو د طالبانو او نورو سرچينو لخوا خورې شوې وېډيوګانې ښيي په يو شمېر ولسوالیو کې طالبانو سرکاري ودانۍ په بمونو الوزولي، بازارګي سوځولي او امنيتي پوستې لوټ تالان کړې دي.

افغان چارواکي په ځينې رپورټونو کې تور لګوي طالبان د حکومت نه په نيول شوو ځايونو او مهماتو چور چپاول کوي او لاس ته ورغلي څيزونه پاکستان ته د خرڅ د پاره اړوي چې په دې اړه پاکستان کوم دريځ نه دی څرګند کړی.

د پاکستان د داخله چارو وزير شيخ رشيد هم تېره ورځ پاکستاني شخصي ټي وي جيو ته منلې د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي، وایي ان تر دې چې د اسلام اباد په خوا و شا کې ژوند کوي، کله کله د هغوی مړي هم ورځي، علاج ته هم وروړل کيږي او بچي يې په پاکستان کې سبقونه وايي.

شيخ رشيد ويلي د طالبانو کورنۍ دلته په پاکستان کې اوسي د اسلام اباد په روات، لوی بر، باره کهو او ترنول کې ژوند کوي. کله کله مړي او کله د علاج په نيت ناروغان هم راوړي”.

د شيخ رشيد د انکشاف ستاينه د افغانستان د امنيتي چارو مشير حمدالله محب کړې ده او په خپله ټوېټر پاڼه يې ليکلي دي زه د پاکستان د داخله چارو د وزير شيخ رشيد ستاينه کوم چې طالبانو ته د پاکستان ورکوونکی ملاتړ يې په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړو. مونږ دغسې نور تکړه پاکستانيان غواړو چې د افغانستان په يرغل خبرې وکړي”.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG