لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزير خارجه شاه محمود قريشي ته د طالبانو په ستايلو په سوشل مېډيا غبرګون


واشنګټن ــــ د پاکستان د وزير خارجه شاه محمود قريشي دې خبرې ته چې طالبان جامې ساده اغوندي خو‌‌‌‌‌‌ډېر هوښيار او قابل دي، ته د ټولنې د بېلابېلو خواوو نه توند غبرګون ښودل شوی.

شاه محمود قرېشي تېرو ورځو کې دا هم ويلي وو افغان طالبان يواځې په افغانستان کې د جګړې او وينې تويولو ذمه وار نه دي بلکې هغلته نورې‌‌‌‌‌‌ډلې هم دي چې جګړه روانه ساتي.

په شاه محمود قرېشي په دې هم نيوکې کيږي چې يو خوا د طالبانو په ملاتړ بيانونه ورکوي او بلخوا وايي که طالبانو اففانستان په زور ونيو نو پاکستان به خپلې پولې وتړي ځکه يو خو نور افغان کډوال نه شي ساتلی او بل د طالبانو د واک سره به تحريک طالبان پاکستان هم توانمن شي.

د ښاغلي قريشي په تازه بيان ژورنالېسټ او څېړونکي طحه صديقي په ټوېټر په غبرګون کې ليکلي د پاکستان ګو‌‌‌‌‌‌ډاکی وزير خارجه وايي طالبان ذهين او قابل دي. په څه کې ذهين او قابل؟ ځکه چې تشدد کوي، ګډو‌‌‌‌‌‌ډی جوړوي او وينه تويوي؟ پاکستان له شرم پکار دی چې د داسې بهرني ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو ملاتړ کوي”.

ښاغلی صديقي څو کاله وړاندې د پاکستان نه وتښتېدو او په يورپ کې يې سرپناه پيدا کړه. د هغه په وينا دی د پاکستان استخباراتي ادارو اوچتول غوښتل او امکان چې ژوند يې له لاسه ورکړی وی ځکه د ملک نه ووتلو.

د عوامي نيشنل ګوند صوبايي صدر ايمل ولي خان شاه محمود قريشي ته په غبرګون کې په ټوېټر ليکلي د پاکستان وزير خارجه هغه چاته ‌‌‌‌‌‌ډېر ذهين او قابل وايي چا چې د افغانستان د درېوو نسلونو راتلونکی په وينو لړلی. پاکستان د افغانستان د پاره د هوښيارتيا او قابيليت دا کچه مقرر کړېده. زمونږ په نزد هغه افغانان ‌‌‌‌‌‌ډېر هوښيار او قابل دي چې د خپل قام سره ولاړ دي”.

شاه محمود قريشي ته په غبرګون کې د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی او د پي ټي ايم مخکښ محسن داوړ په خپل ټويټ کې ليکلي زه د ‌‌‌‌‌‌ډېروخت نه وايم چې زمونږ ايف ايم [وزير خارجه] ډېر لکه چې د طالبانو وزير خارجه دی. ترهګر طالبان يو ويجاړوونکی ځواک دی. شاه محمود قرېشي هغه لاسپوڅي ستايي چا چې زمونږ د پېژندګلو او تاريخ د ختمولو هڅې وکړې. ما چېرې دی نه دی اورېدلی چې د افغانستان د منتخب قيادت ستاينه وکړي”.

په سوشل مېډيا يو بل فعال مظهر ازاد په ټوېټر ليکلي پاکستان طالبانو ته وزير خارجه د وياند په توګه ورکړی او هند په بيلينونو ‌‌‌‌‌‌ډالرې [افغانستان ته] ورکړي چې د ترقۍ کارونه وکړي لکه هسپتالونه، سکولونه، کالجونه، سړکونه او لوی واړه ‌‌‌‌‌‌ډيمونه جوړ کړي. هند افغان پوځي افسرانو ته د تربيت ورکولو سره سره ‌‌‌‌‌‌ډاکټران، نرسانې او ښوونکي تيار کړي”.

د پاکستان د داخله چارو وزير شيخ رشيد احمد تېره اوونۍ په ‌‌‌‌‌‌ډاګه مېډيا ته اعتراف کړی چې د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي او کله کله دافغانستان نه خپل مړي او ناروغان هم پاکستان ته راوړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG