لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مېرمنو تېزاب شېندونکي اؤ دهغوئ سوزونکي ولې له سزاګانو بچ اوځي؟


په خېبر پښتونخوا کې د مېرمنو دحقونو د پاره کارکوونکي او دقانوني چارو پوهان وايي په مېرمنو د تېزاب شیندلو او د هغوئ سوزولو د مخنيوي د پاره ځانګړې قانون اړين دی.

دوی زياتوئ د ځانګړي قانون د نيشتوالي له امله په دغه ناوړه فعل کې ککړ اکثره تنان په عمومي قانون کې د وضع کړل شوؤ دفعو يا مادو له وجې د سزا څخه بچ پاتې شي.

په خېبر پښتونخوا کې دمېرمنو د پاره دجوړ کمېشن مشره ډاکټر رفعت سردار وايي د تېزاب اچولو او اور لګولو د جرم مخنيوي دپاره قانوني مسوده جوړه کړل شوې ده او کابيني ته به ډېر زر وړاندې کړل شي۔

په دي حقله په پېښور کې مېشت د مېرمنو د حقونو فعاله مېشه کلثوم وي او ای ډيوه ته وايي په ښځو د تېزاب شیندلو يا د هغوئ سوزولو د پېښو مخنيوي د پاره په خېبر پختونخوا کې قانون شتون نه لري چې له امله يې متاثره شوې مېرمنې د انصاف څخه محرومه وي.

" زمونږه خواوشا سيمو کې په ښځو تېزاب واچولی شي يا وسوزولی شي خو د هغې پوښتنه و نه شي، اوس په نزدې ورځو کې کوهاټ کې په يوې جینۍ تېزاب واچول شول چونکې مونږه سره دا قانون نه ؤ، يو طريقه کار نه و نو هغې پېغلې ته څه انصاف ترلاسه نه شو، نو زما په خيال داسې ډول جرمونو د پاره يو مخصوص قانون جوړول ډېر ضروري دي"

د انګريزۍ ژبې ډان ورځ پاڼې ترمخه په پاکستان کې د کال 1994 نه تر کال 2018 پورې 9340 د تېزاب اچولو پېښې مخې ته راغلي دي۔

په کال 2018 کې د پاکستان قامي اسمبلۍ د تېزاب اچولو او سوزولو دجرمونو دمخنيوي قانون منظور کړی دی۔

دپېښور هايي کورټ اېډوکېټ فرهاد اپريدی وايي چې د داسې ډول جرمونو مخې نيولو له پاره ځانګړی قانون جوړول ځکه ضروري دي چې د عمومي قانون له کبله اکثره مجرمان د سزا نه د شک په بنياد، د کمزوري تفتيش او يا د عام قانون مطابق د دغې جرم ثابتولو له وجې بچ پاتې شي۔

هغه وایي" تر کومې چې ملزم ته د فايدې رسېدو خبره ده نو بيا به (دعمومي قانون) عامې دفعې لګي،د زخم دفعې به لګول کېږي، د تجاوز مادې به لګي"

خو دنوموړي په وینا "کله مخصوص قانون راشي نو د هغې لاندې به مخصوص حالات او واقعات واضح کړل شي او د هغې د پاره خصوصي د شهادت او ثبوت پېمانه به جوړه کړل شي او خاص عدالت به جوړ کړل شي يا به عام عدالت ته خاص اختيارات ورکړل شي او بل دا چې چونکې جرم هم خطرناک دی نو د هغې د پاره به په عبرتناکه سزا ورکولو هم زور اچولی شي"

د خېبر پښتونخوا د کمېشن ان سټېټس اف وومن مشرې ډاکټر رفعت سردار وي او ای ډيوه ته وويل چې د تېزاب اچولو اؤ په اور دسوزولو دجرمونو مخنيوي دپاره قانوني مسوده تياره کړل شوې ده او ډېر زر به صوبايي کابينې ته وړاندې کړل شي۔

" قانوني مسوده مونږه تياره کړې ده او په هغې باندې په صوبايي اسمبلۍ کې يو ماتحت يا سب کميټي هم جوړه کړل شوې او په دي اړه يې دوه درې غونډې هم شوي دي، بس هغه اوس اخري مرحلو کې ده او دا به مونږه کابينې ته لېږو او چې کابينه يې منظور کړي نو بيا به دا اسمبلۍ ته راځي د پاس کولو له پاره"

د مطبوعاتي راپورونو ترمخه سږکال داپرېل مياشت کې د نوښار ضلعې اکبر پوره سيمه کې يوه ناوې په اور دسوزېدو له کبله په حق رسېدلې وه چي مقدمه يې د خاوند او د کورنۍ دنوروغړو خلاف درج شوې وه۔

راپورونه زياتوي چې د جون د مياشتې په وروستۍ اوونۍ کې د خېبر پښتونخوا په کوهاټ سيمه کې نامالومه تنانو په يوې جينۍ تېزاب اچولي وو او د روانې مياشتې په ړومبۍ اوونۍ کې په يوې بلې جينۍ د تېزاب اچولو پېښه په پېښور کې مخې ته راغلې وه۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG