لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې څه روان دي؟ افغان پوځ وایي‌ په اتو ولایتونو کې جګړه روانه ده


واشنګټن ـــ افغانستان کې چارواکو دعوه کړی حکومتي ځواکونو د یوې سختې جګړې وروسته د لغمان ولایت بادپېښ او کندوز ولایت چاردرې اولسوالۍ بېرته نېولي او په 8 ولایتونو کې یې په بیلا بیلو سیمو کې د طالبانو سره جګړې روانې دي.

چارواکي او افغان مطبوعات وايي دا جګړې په هلمند، کندهار، هرات، غزني، ارزګان، ننګرهار ، لغمان او د بغلان ولایتونو په بیلا بیلو السوالیو کې روانې دي.

د افغان پوځ د ګډو ځواکونو ویاند اجمل شېنواري د یو خبري کانفرنس په وخت ویلي دي چې تر ټولو سخته جګړه یې د طالبانو سره د هلمند په ښار لشکر ګاه کې روانه ده چېرته چې تر اوسه 200 پورې طالب وسلوال وژلی شوي دي.

اجمل شینواري ویلي حکومتي ځواکونه د ځايي پاڅونوالو په مرسته د طالبانو سره په جکړه کې بوخت دي او په تېرو پنځه ورځو کې یې د طالبانو په ضد 179 عملیات ترسره کړي دي او دعوه کوي د سلګونو په شمېره کې یې طالبان وژلی دي.

د افغان طالبانو دریځ:

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغان ځواکونو د ویاند د خبري کانفرنس یو عکس په ټوېټر اچولی او ویلی یې دي چې د امنیتي ځواکونو دعوې دروغ دي ځکه پرې دوي خپل غبرکون نه ښکاره کوي باید خلک پخپله قضاوت یا فېصله وکړي.

بېرته نیول شوې سیمې:

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د لغمان ولایت د بادپښ ولسوالۍ د مرکز او د کندز د چاردرې ولسوالۍ د یو شمیر سیمو د بېرته نیولو خبر ورکړی دی.

لغمان ولایت:

داخله وزارات وايي افغان ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د اګست پنځه د لغمان ولایت د بادپښ ولسوالي تېره شپه د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو له شتون پاکه کړی شوې ده.

په بیان کې ویلی شوي "په دغو عملیاتو کې دښمن ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده".وزارت په دغو عملیاتو کې طالبانو او افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېره نه ده څرګنده کړې.

همداشان د صفر دوه ځانګړو ځواکونو هم په یو بیان کې ویلي یان کې چې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له وسله‌والو طالبانو د لغمان ولایت بادپښ ولسوالي بېرته نیولې او دغه سیمه دا وخت ځانګړو ځواکونو په کنټرول کې دی.بادپښ ولسوالی یوه میاشت مخکې حکومتي ځواکونو پرېښې وه. لغمان کې اوس مهال درې ولسوالۍ له طالبانو سره دي.

کندوز:

د کندز پولیسو د دغه ولایت د چاردرې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره د عملیاتو د پیلېدو خبر ورکړی دی.

د کندز د پولیسو قوماندان سمونوال زبردست صافی وايي چې ګډو افغان ځواکونو په دغو عملیاتو کې "پرمختګ کړی او تراوسه یې د زاخیل پل، حاجي داوود جومات، پائین کوتل، شش منزله داکتر، ترازو، تانک تیل عرب او شرکت پخته سیمې له طالبانو څخه نیولي دي".

د کندز امنیه قوماندان په دغو عملیاتو کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې به تړاو څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې د چاردرې ولسوالۍ د نورو سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات دوام لري.

د هلمند والي محمد ولي علیزی وايي، د وسله والو طالبانو د بریدونو مخنیوي لپاره لښکرګاه ښار ته سلګونه تازه دمه ځانګړي ځواکونه رسېدلي دي.

طالبانو د افغان ځواکونو له خوا د لغمان د بادپښ ولسوالۍ د بېرته نیولو او د کندز په چاردره ولسوالۍ کې د دغو ځواکونو د پرمختګونو په تړاو تراوسه څه نه دي ویلي.

د هلمند لښکرګاه جګړه:

د افغان ځواکونو ویاند ویلي دوي نن سحر د هلمند ولایت لښکرګاه په هغه سیمو د توپخانې د لارې بمباري کړی چرته چې طالب وسلوال موجود دي.

د مېوند 215 پوځ ویاند عبدالقدیر بهادرزي وایس اف امریکا ته ویلي د لشکر ګاه جېل ته نزدې په سویلي سیمو کې یې چاڼیز عملیات پېل کړي دي. یوشمېر ځايي خلکو وي او ای ته ویلي نن سحر په ځینو سیمو کې هوايي هٔواک یو وارې بیا بریدونه کړي دي. د پوځ ویاند وايي بریدونه یې ځکه کړي چې اوس هم طالبان په ځینو سیمو کې موجود دي.

ځايي خلکو ویلي د نور ورځو په پرتله لږ ارمې لیدلی شوی او په صافي چوک او د کندهار بس اډه کې دکانونه پرانستې وو خو بیا هم زیاته شمېره خلک د یوې اوونۍ د اوږدې جګړې له وجې په کورونو کې بندي پاتې وو.

د هرات جګړه:

د هرات ګورنر ویاند جېلاني فرهاد وي او ای ته ویلي چې د هرات په 7 سیمو کې دا وخت جګړه روانه ده او وايي تېره شپه د طالبانو په برید کې د یو پولیس افسر او دوه عسکرو په شمول 10 کسان مړه شوي دي. د ګورنر ویاند زیاتوي امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې 50 طالبان هم وژلی دي.

د یادونې وړ ده چې په هرات کې افغان پوځ د ځايي جهادي کمانډر اسماعیل خان او نورو ځايي پاڅونوتلو په مرسته د تېرو اتو ورځو راهیسې په جګړه بوخت دي چې پکې د چارواکو له خلې تر اوسه پکې 8 طالب مخالفه پاڅونوال وژلی شوي او 15 نور ژوبل کړی شوي دي.

ننګرهار:

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د افغانستان مطبوعاتو ته ویلي د طالبانو د ننګرهار په شېرزادو او سره رود والسوالیو بریدونه یې پشا تمبولي او د ځواکونو او طالبانو ترمنځه سخته جګړه شوې.

امرخېل وايي طالبانو سره لویه شمېره بهرنیان وسلوال هم چې ورته درنه مرګ ژوبله اړولی شوې. خو د طالبانو ویاند بیا په ټوېټر ځان له دعوه کړې چې شېرزادو کې یې 10 عسکر وژلي او چېک پوسته یې قبضه کړی ده.

بغلان:

د افغانستان طلوع نیوز د بغلان د امنیه قوماندان صفی الله محزون له خلې وايي چې تېره شپه طالبانو د صلاح په اولسوالۍ برید کړی چې امنیتي ځواکونو ناکامه کړی او دعوه یې کړی چې مرګ ژوبله یې هم ور اړولې ده.

ارزګان:

د ارزګان د ګورنر ویاند وایس اف امریکا ته ویلي چې په چوره ولسوالۍ کې طالبانو د سیمې یو شاعر، لیکوال او تاریخ‌پوه د چې عبدالله عاطفي نومیده اول له خپله کوره ایستلی، تشدد یې پرې کړی او بیا یې وژلی دی.

د اروزګان والي محمد عمر شېرزدا میډیا ته ویلي: "دا د طالبانو د جنایتونو هغه لړۍ ده، چې خپل کنټرول کې سیمو کې علما، سپین‌ږېږي، مدني فعالان، لیکوالان او شاعران په نښه کوي. خو طالبانو دا تورونه رد کړي او د عبدالله عاطفي د وژنې تور نه مني.

غزني:

طالبان چې د غزني ولایت په 18 کې په 16 ضلعو د قبضې دعوه کوي په اړه یې ځايي خلکو دعوه کړې ده چې د قبضې وروسته چې کله افغان ځواکونو په طالبانو بریدونه پېل کړل او د افغان ځواکونو د سیمو بېرته نیولو هڅې یې ناکامه شوې نو د هغې وروسته طالبانو په سیمه کې یوشمېر خلک پهاجتماعي توګه وژلي دي. ویلي شوي په د غزتي په دغه سیمو کې د شیعه مسلک خلک زیات اباد دي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG