واشنګټن ـــ که هر څو د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري وايي نوې پاکستان مېډيا ډویلپمنټ اتارټي (پي ايم ډي اې) د مېډيا د ادارو او کارمندانو د تحفظ د پاره جوړيږي خو ژورنالیسټان، قانون پوهان، د بشري حقونو تنظيمونه، مدني ټولنه او سياسي ګوندونه شکمن دي او وايي حکومت په دې نوم په مېډيا نور بندیزونه لګول غواړي.
د پاکستان نوموړي خبريال حامد مير په واشنګټن پوسټ کې د نوې ادارې په اړه ليکلي “دا اداره به بوږنوونکی واک ولري. ټولو غټو مېډيا تنظيمونو دا مجوزه اصلاحات په يو غږ رد کړي او ځينې ورته ميډيا مارشل لا وايي، خو لويه پوښتنه دا ده چې عمران خان ته د مېډيا د تنظيم کولو ددې ادارې جوړولو څه حاجت دی او ولې ژورنالیسټان دومره په اتفاق د دې مخالفت کوي؟”.
يو بل سينېر خبريال مظهر عباس په خپل ټویټر ليکلي “پاکستان فيډرل يونين آف جرنلېسټس (پي ايف يو جې) د دويم اګست کال 1950 راهیسې د مقاومت يو نوم دی. مونږ د پي ډي ايم ای دا توره اداره رد کړې او کله به هم تور قانون ونه منو. ډېرو حکمرانانو په تېر کې خپل خپل پي ايف يو جې جوړ کړي او دغسې به دا موجوده حکمرانان هم پاتې راشي”.
د عمران خان حکومت د مارشل لا نه بد ياديږي:
د وزيراعظم عمران خان په دور کې يو شمېر خبريالان لا صحافيان اوچت کړل شوي، وهل شوي، يرول شوي، د ادارو نه ويستل شوي او د صحافيانو تنظيونو د ملک د پارلمان مخې ته مظاهرې کړي او غوښتنه يې کړې چې معاشي قتل دې يې ودرول شي او د مېډيا ازادي دې يقيني کړی شي.
عمران خان پخپله او د هغه د کابينې غړي ټينګار کوي چې مېډيا په ملک کې ازاده ده خو د ملکي ادارو د سپکاوي به چاته اجازت ور نه کړي. څېړونکي وايي د ملکي ادارو نه د حکومت مطلب پوځ دی ځکه په وروستيو کې په سياسي او احتجاجي غونډو کې او په سوشل مېډيا د پوځ په رول نیوکې ډېرې زياتې شوې دي ځکه يې حکومت د نوي قانون د لارې مخه نيول غواړي.
دې کال د پاکستان دوه مقبول ټي وي اينکرز حامد مير او مطيع الله جان په ټي وي د خپرونو کولو نه منع کړی شوي، په ژوندۍ بڼه د اپوزيشن د مشرانو روانې مرکې په نيمه کې ودرول شوي او د پښتنود بشري حقونو د تنظيمم پښتون ژغورنې غورځنګ لويو جلسو او هلو ځلو ته په مېډيا هيڅ ځای نه ورکول کيږي.
آل پاکستان نيوز پېپرز سوسايټي، کونسل آف نيوز پيپرز ايډيټرز، د شخصي ټيليوژنو تنظيم، هيومن رايټس کمېشن اف پاکستان، پاکستان سپريم کورټ بار ايسوسي اېشن او پاکستان بار کونسل د عمران خان د حکومت دمېډيا د ښکېلولو مجوزه قوانين رد کړی.
صحافيان اندېښمن دي چې په مجوزه قوانينو کې د خلاف ورزۍ کوونکو د پاره به خصوصي ټريبيونلز یا عدالتونه جوړيږي چې سزاګانې او جېل پکې هم شته.
د جنرل ضياء الحق په مارشل لا کې د مخالفو سياسي ګوندونو د کارکنانو سره سره په ازاد صحافت او صحافيانو نه يواځې بندیزونه لګدلي وو او په جېل کې اچول شوي وو بلکې څلور صحافيان مسعود الله خان، اقبال جعفري، خاور نعيم هاشمي او نثار زيدي په دورو وهل شوي وو.
پوځي حکومتونه او په مېډيا بندیزونه:
د جنرل ضياء د جهاز د حادثاتي مرګ نه څه موده وړاندې ياد پوځي ډیکټېټر د پېښور نه د انګرېزۍ ژبې وړومبی ازاد اخبار «فرنټېر پوسټ» په نخښه کړو او په يوه ورځ يې ترې د سر 33 صحافيان لرې کړي وو چې پکې د ورځپاڼې چيف ايډيټر عزيز صديقي هم وو.
په هغه وخت کې فرنټير پوسټ د ملک په کچه مقبوله ورځپاڼه وه خو د جنرل ضياء تر دې اقدام وروسته ياد اخبار په ځای کښېناست او لا تر ننه ځای ته نه دی راغلی.
د جنرل ضياء الحق د مرګ وروسته هم د «فرنټېر پوسټ» ستونځه حل نه شوه او د ورځپاڼې مالک رحمت شاه اپريدي د چرسو د قاچاق په تور په لاهور کې ونيول شو او په ياد جرم کې ورته د مرګ سزا واورول شوه چې څو کاله وروسته کالعدم وګرځول شوه.
رحمت شاه اپريدي په تېر کې وي او اې ډيوه ته ويلي وو د ازاد صحافت، د جمهوري نظام په ملاتړ او د پښتنو د خاورې په اړه د غږ پورته کولو سزا ورکړل شوې ده.
ناقدين وايي په تېر کې يو شمېر قوانين جوړ شوي چې د فيلډ مارشل جنرل ايوب خان د «پريس ټرسټ آف پاکستان» نه واخله د ذوالفقار علي بهټو د 1973م کال د «براډکاسټينګ ايکټ»، د جنرل ضياء الحق د مارشل لا د دور اوږده موده- چې د کال 1977 نه تر کال 1988 پورې رسي- يو ځانګړی تاريخ لري.
د بل پوځي ډیکټېټر جنرل مشرف د دور «پېمرا ارډننس او ډيفيمېشن ارډننس 2002»، «کوډ آف کنډکټ فار مېډيا براډکاسټرز، کېبل ټي وي اپرېټرز» او د کال 2014 «پروټيکشن آف جرنلیسټس ايکټ» پرې د پاسه دي. صحافيان وايي د دومره قوانينو په شتون کې د نوې ادارې او قانون راوړل په ښه نيت نه دي.