لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې د پوليو او شري ضد ويکسينو 12 ورځنی کمپاين پېل شوی


د خېبرپښتونخوا په 36 ضلعو کې د شري/ روبيلا او پوليو په ضد کمپاين نن د ګل د ورځې نه پېل شوی، او د صوبې د خزانې او صحت وزير تيمور سليم جهګړا د دغه مهم پرانسته کړې ده.

غونډې ته د صحت وزير ويلي، چې د صوبې په تاريخ کې دغه ترټولو لوی کمپاين دی کوم به چې تر 12 ورځو پورې روان وي.

د جهګړا په خبره په خېبرپښتونخوا کې د ټيکو لګولو شرحه کمه ده او ماشومانو ته د ټيکو لګولو د پاره په مياندو پلارانو کې د نورې پوهې خورولو ضرورت دی.

تيمور سليم جهګړا وويل " په خلکو کې د ټيکو لګولو په اړه پوهه راوستلو د پاره نور زيات کوششونه پکار دي، خلک په دې خبره قانع کول ضروري دي چې دغه وېکسين محفوظ دي او د ماشومانو د ښه صحت د پاره دي. دغه پوهه به د ټولنې د يادو خلکو په زریعه راولو، او دې سره سره د مېډيا کردار هم مهم دی".

د خېبرپښتونخوا د صحت محکمې ترمخه په دې روان کړی شوي کمپاين کې به 15اعشاریه اووه ملينه ماشومانو ته چې عمرونه یې د نهه میاشتو نه تر 15 کلونو پورې وي هغو ته به د شري او روبېلا ويکسين لګولی شي.

ويل شوي د دې ترڅنګ به شپږ اعشاريه يو ميلين ماشومانو ته چې عمرونه يې د پينځه کالو نه کم وي د پوليو ويکسين ورکولی شي.

د خېبرپښتونخوا د ټيکو څانګې مرستيال مشر ډاکټر عمر فيصل وي او ای ډيوه ته وويل چې په دې کمپاين کې به ټولو ماشومانو ته ويړیا ويکسين ورکولی شي.

د خېبرپښتونخوا د صحت د محکمې شمېرو ترمخه خېبرپښتونخوا کې67فيصده او قبايلي ضلعو کې42فيصده ماشومانو ته د ټيکو لګولو کورس پوره کيږي کوم چې د صحت د نړیوالې ادارې (ډبليو اېچ او) د معيار نه ډېر ټيټ دی.

د چارواکو په وېنا دغه کمپاين د ټيکو څخه پاتې شوو ماشومانو د پاره يوه ښه موقع ده چې ويکسين شي او د خطرناکو ناروغو په ضد يې قوت مدافعت سېوا شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG