لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امرېکې افغانستان کې دسوداګرۍ فعالیتونو لپاره نوی جواز جاري کړی


د امريکې د خزانې وزارت پرون د فرورۍ په 25مه په افغانستان کې د سودګريزو او مالي فعاليتونو د اسانتياؤ او هغې ته دپراختیا ورکولو لپاره نوی لايسنس يا جواز جاري کړی دی۔ په دغه جواز کې د افغانستان له حکومتي ادارو سره راکړه ورکړه هم شامله ده۔

په افغانستان کې مېشت د اقتصادي چارو پوهان د امريکا ددغې ګام ستاينه کوي او وايي چې دې سره به نه يوازې د هېواد تجارت وده وکړي بلکې هغه خېراتي مسومي او سازمانونه به هم په ازادۍ سره بشري مرستي پېل کړې کومو چې د پېسو يا معاشونو په انتقال کې په افغانستان د بنديزونو له امله ستونزې لرلې او د فعاليتونو کولو څخه يې ډډه کوله۔

په دې هکله د امريکې د خزانې وزارت لخوا جاري شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د جواز جاري کولو مقصد د دې خبرې پخلې کول دي چې د امريکې لخوا لګول شوي بنديزونه د پېسو لېږلو او د هغه فعاليتونو مخنيوی نه دي کول کوم چې د افغانستان د خلکو د بنيادي ضرورتونو پوره کولو لپاره ترسره کېږي۔

اعلاميه زياتوي چې دا جواز د افغانستان خلکو سره د ملاتړ په برخه کې د امريکې د ژمنو څرګندونه ده۔

په افغانستان کې مېشت د اقتصادي چارو کارپوهه امين ستانکزی وي او ای ډيوه ته وايي چې دا يو ګټور ګام دی او ددې جواز صادر کېدو وروسته به غېر دولتي ادارو ته په افغانستان کې فعاليتونو ترسره کولو کې مالي ستونزې مخې ته نه راځي۔

"دلته واضحه ويل شوي دي چې د افغانستان د خلکو سره، خصوصي سېکترو سره، نړيوالو شريکانو سره او هم دا راز خېريه ټولونو سره کار کولو ته ژمن يو، تاسو دي مالومه وي چې کوم خېريه ټولنې او نړيوالې ادارې چې دي نو هغوی کې اکثره ضرورت لري چې د بهر نه پېسې راوړي د خپلو د مرستو د پروژو د تمويلولو لپاره د خپلو کارمندانو د معاشاتو لپاره نو په دې برخه کې ډېرې ستونزې وې ،ددغې جواز صادر کېدو وروسته به ډېر سهولتونه رامنځ ته شي"

د نوي صادر شوي جواز په حلقه د امريکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په ټويټر ويلي چې د امريکې د خزانې وزارت لخوا د نن ورځې جاري شوي عمومي لايسنس په افغانستان کې پراخه سوداګريزو فعاليتونو ته سهولتونه ورکوي چې ګټه به يې د افغانستان خلکو ته رسيږي۔

په اعلاميه کې ويل شوي چې طالبانو، حقاني شبکې او دې سره تړلو د نورو عناصرو په مالي سرچينو به د امريکې لخوا بنديزونه دوامداره وي۔

د افغانستان او پاکستان دګډ چېمبر اف کامرس مشر او لویې سوداګر خان جان الکوزی وي او ای ډيوه ته وايي د امريکې د ماليي وزارت لخوا جاري شوي دغه لائسنس يا جواز سره به د هېواد تجارت يو ځل بيا وده وکړي کوم چې په افغانستان کې د بنکي نظام فلج کېدو سره ډېراغېزمن شوی دی ۔

"د ټولو نه مهمه خصوصي بنکونو ته اجازه ورکړل شوې چې دوئ په تجارت کې برتري ولري او زمونږه تجارت د نړۍ سره برابر شي، زه په دې باور يم چې زمونږه تجارت او کاروبار به رونق پېدا کړي"

نوموړي زياته کړه چې زمونږه کارخانې چې ولاړې وې او خام مواد ورته نه مېلاويدل کوم چې مونږد بهر نه راوړو او د صادراتو پېسې او بېرته افغانستان ته ډالر نه راتلو نو دا ټولې ستونزې چې وې د افغانستان اقتصاد يې د يوې لویې ننګونې سره مخامخ کړی ؤ۔

هغه باوري دی چې ددې فېصلې عملي کیدو سره به تجارت بیرته عادي وضعیت ته راوګرځي.

د امريکې د خزانې وزارت ویلي چې د دې لايسنس وړاندې يې، د ملګروملتونو د امنیت د شورا هغه 2615م قرارداد نافذ کولو لپاره چې د 2021م د ډسمبر په میاشت کې جاري شوې ؤ، د افغانستان په هکله 6 نور لايسنسونه يا جوازونه هم جاري کړي دي چې په دې هېواد کې بشري مرستو دپاره اسانۍ پېدا کړي۔

د افغانستان تاجران د امريکې د خزانې وزارت څخه غوښتنه کوي چې ټول هغه پخواني سهولتونه چې د جمهوريت په وخت کې د تجارت او خصوصي سېکټرو ته ورکړل شوي وؤ هغه ټول دې دوباره خلاص کړل شي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG