لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د بهرمېشتو شخصیتونو د ور ستنولو کمیشن جوړ کړی خو اوس هم خلک له افغانستانه وځي


واشنګټن ــــ د طالبانو حکومت له افغانستانه د وتلیو افغان شخصیتونو د ور ستنولو لپاره یو کمیشن جوړ کړی دی، خو دا یې نه دي ویلي چې کوم افغان شخصیتونه ور ستنول غواړي. بل لور ته پر طالبانو تور دی چې مخکینی ولسمشر حامد کرزی او ډاکټر عبدالله یې په هېواد کې نظربند ساتلي دي.

د افغانستان د سرکاري رېډیو ټیلیویژن د خبر له مخې د مارچ پر 16مه د طالبانو د رییس ‌الوزراء یا وزیراعظم ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې یوه غونډه شوې چې پکې له بهرمېشتو افغان شخصیتونو سره د اړیکو او د هغوی د بیا ورستنولو د کمیشن د جوړېدو منظوري ورکړل شوې ده.

د دې نوي کمیشن مشري د طالبانو د کانونو او پیټرولیم وزیر مولوي شهاب الدین دلاور کوي او شپږ نور اعلی طالب چارواکي هم پکې شامل دي. د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د اطلاعاتو او کلتور وزیر مولوي خیرالله خیرخواه، د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق، د امربالمعروف وزیر محمد خالد حنفي، د پوځ مشر فصیح الدین فطرت او د کورنیو چارو وزارت سلاکار انس حقاني د دې کمیشن غړي دي.

طالبانو تر اوسه دا نه دي ویلي چې دوی کوم ځانګړي افغان شخصیتونه ور ستنول غواړي. د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ازادي رېډیو ته ویلي، کمیشن به یې ټولو بهرمېشتو افغانانو ته بلنه ورکوي چې وطن ته ور ستانه شي:

"په نورو هېوادونو کې د افغانستان د خلکو اواره کېدل او د هغو مهاجرتونه او ستونځې چې رفع شي، د دې لپاره د تفاهم یوې کړکۍ ته ضرورت وي او د دې کمیشن جوړېدو ته اړتیا وه".

په افغانستان کې دننه او بهر د طالبانو د دې کمیشن د جوړېدو هرکلی شوی دی، خو ډېرو بیا پر ټولنیزو رسنیو ویلي چې طالبان دې په هېواد کې دننه د خلکو بشري حقونه پر ځای کړي. د افغانستان لپاره د یورپي یونین سفیر وان برېنډ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

"که دا ریښتیا وي او [د طالبانو] د راتلونکي حکومت د لا قانوني حیثیت او د افغانې ټولنې د ټولو اړخونو د شاملولو یوه پراخه تګلاره وي بیا خو ښه اقدام دی".

ځینو رسنیو په تېرو میاشتو کې رپوټونه ورکړي چې طالبانو د افغانستان مخکینی ولسمشر حامد کرزی او د تېر حکومت د سولې او پخلاینې د کمیشن مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نظربند ساتلي او یواځې په اوونۍ کې یوه ورځ ورته له خلکو سره د لیدلو اجازه ورکوي.

حامد کرزي او ډاکټر عبدالله په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د سیاسي چارو څېړونکی طاهر خان- چې له طالبانو سره نیژدې اړیکې لري- د ډیوه په «هیلو وي او اې» پروګرام کې د خبرو په وخت وویل، چې طالبان حامد کرزي او ډاکټر عبدالله ته له هېواده بهر بلکې له کابله هم بهر د سفر اجازه نه ورکوي.

طاهر خان وایي طالبانو چې د بهرمېشتو افغانانو د ور ستنولو لپاره کمیشن جوړ کړی او مشران یې تل وایي چې له هېواده تللي خلک دې ور ستانه شي، خو وایي اوس هم خلک د طالبانو د حکومت له کبله له افغانستانه په تېښته دي:

"ډېرو زیاتو خلکو د پاکستان د ویزو لپاره اپلای کړې ده چې له دې لارې نورو هېوادونو ته د تلو کوشش کوي، دا ولې؟ دوی [طالبانو] کمیشن جوړ کړی، کمیشن دې اول په دې سوچ وکړي چې دا خلک اوس ولې د افغانستان نه تلل غواړي، خلک په ازادۍ کمپرومایز [سودا] نه کوي".

حامد کرزي هم د طالبانو د نوي‌ کمیشن د جوړولو هرکلی کړی او وایي دا کار به د طالبانو د حکومت او له هېواده د وتلیو شخصیتونو تر منځ باور زیات کړي. حامد کرزي پر خپلو ټویټر او فېسبوک پاڼو لیکلي:

"هیله لرم دا کمیشن به د هغو هېوادوالو د راستنېدو لپاره- چې په بهر کې ژوند کوي- ضروري اقدامات وکړي او د تفاهم او باور فضا به پیدا کړي، چې د افغانستان خلک د خپل هېواد په ملي پرېکړو، پرمختګ او سرلوړۍ کې برخه واخلي او څنګ پر څنګ کار وکړي".

د تېر کال د اګست پر 15مه چې طالبان په زوره پر افغانستان واکمن شول، د مخکیني ولسمشر اشرف غني په ګډون د هغه د حکومت او پوځ اعلی چارواکي او نور په زرګونو هغه کسان چې په تېر حکومت کې یې کار کړی وو، له هېواده ووتل او دا مهال د امریکې په ګډون په یورپي او نورو هېوادونو کې اوسېږي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG