لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا په 19 ضلعو کې د پولیو په روان کمپېن کې افغان ماشومان هم وېکسین کېږي


پېښور ــــ د خېبرپښتونخوا په 19 ضلعو کې نن د خصوصي پوليو کمپاين دویمه ورځ ده، چې د صوبې په 85 يونين کونسلونو کې به پوليو کارکوونکي په افغان کېمپونو کې ميشت 3 لکه ماشومان وېکسين کېږي.

د خېبر پښتونخوا د پوليو د مخنيوي د بيړني مرکز د وينا ترمخه دغه خصوصي کمپاين کې به افغانستان سره په سرحدي پولو او کډوال کيمپونو کې پنځه کلن ماشومان د پوليو په ضد ويکسين کيږي.

مریم بي بي د افغانستان ننګرهار ولایت سره تعلق لري او د تېرو شپږو کالو راهسې د پېښور په تهکال پایان افغان کډوال کیمپ کې کارکوي. وايي دغه کېمپ کې خواوشا 26 زره پنځه کلن ماشومان دي او سل فیصده ماشومان وېکسین کوي. مریم بي بي وایي:

''د بیا بیا اګاهۍ وروسته کډوال کېمپونو کې مېندې پوهه شوي او په وخت خپل ماشومان وېکسین کوي خو بل خوا ځايي خلک د مذهب په بنیاد انکار کوي، ماشومان نه وېکسین کوي او دوی ته خنډان جوړوي''.

د صحت محکمه وايي د خېبرپښتونخوا اوه ضلعې افغانستان سره سرحدي پولې لري. پاکستان ته په لويه کچه د خلکو تګ راتګ او هلته د پوليو مثبت پوليو کيسونو راتلو وروسته په پاکستان کې د پوليو وايرس د خورېدو خطر سېوا شوی دی.

د خېبر ضلعې د صحت محکمې مشر ډاکټر ظفر علي خان وي او اې ډيوه ته وويل په تورخم سرحدي پوله د زیات شمېر خلکو تګ راتګ کيږي. وایي په دغه کمپاين کې به افغانستان نه راتلونکي خلک او د پولې سره نيزدې سېمو کې پنځه کلن ماشومان د پوليو په ضد ويکسين کېږي. ډاکټر ظفر وایي:

''حکومت دغه خصوصي کمپاینونه په دې وجه پېل کړي چې د پولې دواړو غاړو څخه تګ راتګ کېږي، خو د خلکو تګ راتګ هم په خصوصي توګه جايزه اخستل کېږي. په تورخم کې مونږ یو صحت مرکز جوړ کړی چرته چې هر تن ته د پولیو ضد څاڅکي او کورونا ستنې لګول کېږي. د خېبر ضلع داسې یو شمېر چېلنجونو سره مخ ده خو مونږ د دې د پاره ځانګړي پلان لاندې کار کوو''.

د خېبر ضلعې په شپږ يونين کونسلو کې د پوليو ضد خصوصي کمپاين کې به 22 زره ماشومانو ته پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي د کومو د پاره چې د 111 پوليو ټيمونو تربيت شوی دی.

بل خوا د خېبر پښتونخوا د پوليو د مخنيوي بيړني مرکز ويلي په روان کمپاين کې به افغان کډوال کېمپونو کې مېشتو ماشومانو ته خصوصي توجه کيږي۔

د ايمرجنسي اپرېشن مرکز ډپټي کوارډينېټر زمين خان مومند وي او اې ډيوه ته ويلي د نړیوالې صحت ادارې د معیار لاندي دغه د خصوصي کمپاينونو لړۍ ده. زمين خان مومند وایي:

''دا د پولیو وایرس د خورېدو موسم دی، په چاپېریال او اوبو کې د پولیو وایرس نمونې هم مثبت رپورټ کېږي. په داسې حال قامي ادارې او د پولیو د مخنیوي صوبایي اداره چمتو ده. نو په دې وجه مونږ د پولیو د مخنیوي د پاره بیا بیا کمپاینونه چلوو او داسې یو شمېر نور ګامونه پورته کوو''.

که څه هم په خېبرپښتونخوا کې د تېرو شلو مياشتو راهیسې د پوليو مثبت پېښه نه ده رپورټ شوې خو په وروستيو کې د بنو، ټانک او پېښور سیمو څخه د چاپيريال په اوبو کې پوليو وايرس راڅرګند شوی دی، ځکه له هغه وروسته بيا بيا پوليو کمپاينونه کيږي چې د دغه وايرس مخه ونيسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG