لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین غونډه کې له طالبانو غوښتنه شوې چې له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي


واشنګټن ــــ‌ په چین کې د افغانستان په اړه د ګاونډي هېوادونو خارجه وزیرانو غونډه کې په دې اتفاق ښودل شوې چې باید افغانستان د داعش او چین تند لارې ډلې ترکستان اسلامک موومنټ په شمول د نورو ترهګره ډلو سره د اړیکو ماتولو ښکاره څرګندونې وکړي او دغه ډلې ختمې کړي.

رایټرز خبري اداره وايي د چین خارجه وزیر وانګ یې ویلي په غونډه کې فیصله شوې ده چې ټول ګاونډي هېوادونه به د افغانستان سره د معیشت بیا رغونې او په سیاسي چارو کې همکاري کوي.

د چین انخویې صوبې په تونشي ښار کې د دوه ورځنی غونډې په اړه میډیا ته دوه دستاویزات ورکړی شوي دي چې یو د خارجه وزیرانو د دریمې غونډې د شریک بیان په اړه دی او بل دستاویز ته د تونشي اقدام نوم ورکړی شوی دی په کومې کې چې د افغانستان سره د ګاونډي هېوادونو لخوا د معیشت بیا رغونه کې د همکاری خبره شوې ده.

رایټرز خبري اداره وايي د چین خارجه وزیر وویل د خبري کانفرنس په وخت وویل چې غونډه کې د افغانستان د ستونزې په اړه په 8 اهمو خبرو اتفاق شوی دی.

۱- مونږه د افغانستان ازادی، خپلواکی او سیمه ایزې سلامتیا په احترام زور راوړ او په دې خبره هم چې افغانان دې د خپل راتلونکي ټاکلو د پاره ازاد پرېښودلی شي. چې دوي د قامي حالاتو په رڼا کې د ترقی لارې او د حالاتو مطابق لومړیتوبونو خوښ کړي.

۲- مونږه د شپږو میاشتو د افغان عبوري حکومت انتظام تسلیموو او د افغانستان نه غوښتنه کوو چې د خبرو اترو او سلا مشورو د لارې دې په کور دننه یو والې او جوړ جاړې وکړي. یو پراخه او شریک حکومت دې جوړ کړي چې هغه متوازن، د پوها واکمني وکړي او د ښه ګاونډیتوب دوستي وکړی شي.

۳- په افغانستان کې د ترهګرو په هلو ځلو اندېښنې څرګندوو او په افغانستان زور راوړو چې د داعش ډلې ، د چین ترکستان اسلامک موومنټ او نورو ډلو سره دې په ډاګیزه ډول اړیکې ختمې کړي او بالاخر دې دغه ډلې ختمې کړی شي. باید د ګاونډي هېوادونو ترمنځه د ترهګری مخنیوي د پاره امینتي همکاري مضبوطه کړی شي. او ددې ترڅنګ په سرحدونو د منشیاتو او جرائمو خلاف شریک کار وکړی شي.

۴- دا غونډه افغانستان ورپېښو انساني مشکلاتو باندې فکرمنده ده او فیصله کوي چې د افغانانو سره به انساني مرستې ، د بیا ودانی هلې ځلې، د افغانانو په خپلو خپو ودرېدو او سیمه ایزو رابطو مضبوطولو کار جاري ساتي.

۵- مونږه د ټولو خواو څخه غوښتنه کوو د افغانستان سره خبرو ته دوام ورکړي، ددوي د اقتصادي او سماجي ترقی مرسته دې وکړي، د بندېزونو او دباو مخالفت دې وکړي او په انساني مرستو دې دسیاست کولو مخلفت وکړي.

۶- مونږه د امریکا په مشری غربي هېوادونو زور راوړو چې د افغانستان د بیا ودانی او ترقی په کارونو کې دې د خپلې ذمه واری رول په سنجیده توګه ولوبوي . چې څومره کېدی شي زر تزره دې د افغانستان کنګل کړی شوې اثاثې بېرته واپس کړی شي. او په افغانستان کې دې د اړي جوړېدو مخالفت وکړي کوم چې سیمه تباهی راوړي.

۷- موږه په افغانستان کې د امن او پیاوړتیا د پاره د ملګرو ملتونو د امداد مرسته کوو د نړیوالو مالیاتي ادارو نه غوښتنه کوو چې افغانستان کې دې خپل نظام فعاله کړي او د افغانستان په ترقی کې دې مدد وکړي.

۸- دافغانستان د ګاونډیانو ترمنځه یو والي کې به خپل ځانګړی رول لوبول جاري ساتو د افغانستان د خصوصي استاذو ترمنځه د ملاقاتونو لړی دې جاري وساتلی شي او د سیاسي، سفارتي ،معاشي، انساني سلامتیا او استحکام لپاره دې کارکونکې ډلې جوړې کړی شي او د نتیجو د پاره دې خارجه وزیرانو ترمنځه ملاقاتونو ته دوام ورکړی شي.

د چین خارجه وزیر د خبري کانفرنس په وخت دا ونه ویل چې ایا د افغانستان د ګاونډي هېوادونو خارجه وزیرانو په غونډه کې د طالبانو نه دا غوښتنه شوې ده او که نا چې تېره اوونۍ یې د شپږم ټولګي نه بره د سکولونو بند ساتلو اعلان کړی وو.

مطبوعاتو ته ورکړی شوي بیان کې افغانستان کې د جینکو د تعلیم ترڅنګ ښځو ته د کار اجازت نه ورکولو، په میډیا د بندېزونو، د خبریالانو نیولو ، د مخالفینو د وژنو او ځورونو او د نورو بشري حقونو په اړه څه خبره نه ده شوې.

تېره اوونۍ د طالبانو لخوا د جینکو په تعلیم د بندېز په عکس العمل کې ملګرو ملتونو، امریکا، غربي نړۍ او د بشري حقونو ډلو په فیصله سخت غبرګون ښودلی وو او زیاتره غبرګون کې ویلی شوي وو چې د طالبانو ددې ګام سره به افغانستان د اقتصادي ستونزو سره مخ شي-

د افغانستان د ګاونډي هېوادونو دا دوه ورځنی غونډه د چین خارجه وزیر وانګ یې په مشری سر ته رسېدلی ده. چې پکې د افغانستان لپاره د امریکا ، روس، پاکستان، ایران، تاجکستان ، ازبکستان او ترکمانستان خصوصي استاذو ګډون کړی وو.

رایټرز خبري اداره وايي چې د خبري کانفرنس په وخت د غونډې په اړه دوه دستاویزات میډیا ته ورکړی شوي دي. په یو د ستاویز کې د شریک سیاسي دریز ذکر شوی دی او بل دستاویز کې د هغه فیصلې ذکر دی چې ټاکل شوې ټول ګاونډي هېوادونه به د افغانستان سره انساني مرستې ، رابطه کاری، معیشت او تجارت، د زراعت پرمختیا او د بجلۍ او توانایې په شمول اهمو څانګو کې مرستې کوي.

وانګ یې په دې محال وویل چې د غونډې برخه والو د افغانستان سره د سیاسي، سفارتي، اقتصادي، انساني او امنیتي مرستو د پاره په لارو چارو هم خبرې وکړی.

د تونشي اقدام 5 برخې:

د چین خارجه وزیر وانګ وویل د تونشي انیشیټیو د لارې نکات ټاکل شوي دي.

اول :د خارجه وزیرانو غونډه د جغرایايي سیاسي لوبو مخالفت کوي خو عملي همکاری ته پام کوي.

دویم: په نورو د خپلې مرضی ورتپلو مخالفت کوي خو د برابری او ازادی پلویتوب کوي.

دریم: د لوړې کچې تشو خبرو مخالفت کوي خو عملي نتیجې غواړي

څلورم: د ځان ځان له کار مخالفت کوي خو د سیمه ایزې همکاری پرمخ بوتللو ژمنه کوي

پنځم: د جنګ او یواځي توب مخالفت کوي خو د ازادی او د یو رنګه اختیار وکالت کوي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG