لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو د حجاب پرېکړې ته غبرګونونه: "د طالبانو دا پرېکړه غیرانساني او وحشیانه ده"


واشنګټن ــــ د طالبانو دې پرېکړې ته چې یو ځل بیا یې د خپل تېر حکومت غوندې پر ښځو بشپړ حجاب لازمي کړی په افغانستان او نړۍ کې زیات غبرګونونه را پارولي او د دوی دغه پرېکړه یې د ښځې د ازادۍ خلاف او د بنیادي بشري حق سرغړونه بللې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما د طالبانو پر دې پرېکړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او وایي کېدای شي د طالبانو دا کار له نړیوالې ټولنې سره د دوی اړیکې نورې هم ترینګلې کړي. یوناما په یو تفصیلي بیان کې ویلي چې د طالبانو له مشرانو او نړیوالې ټولنې سره به د دې پرېکړو پر اغېزو خبرې وکړي:

"دا پریکړه د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو د بشري حقونو د درناوي او ساتنې په اړه د هغو ګڼ شمېر ضمانتونو سره په ټکر کې ده چې د طالبانو د استازو له خوا په تېره لسیزه کې د بحثونو او خبرو اترو په ترڅ کې نړیوالې ټولنې ته ورکړل شوي دي".

افغانه خبریاله فرشته جلالزۍ وایي چادري یا برقه د پښتنو او افغانانو د کلتور برخه نه ده او پر ښځو د طالبانو پرله پسې بندیزونه یې «ستر ظلم» بللی دی. فرشتې جلالۍ پر خپل ټویټر په یوه وېډیو کې ویلي:

"که تاسې [طالبان] دا کارونه سیسټماټیک کوئ نو د بشري په ضد یو لوی جرم کوئ، د پښتنو په فرهنګ کې له ښځو سره ظلم تر ټولو سخته نامردي ده، تاسې ځان ته یوه ډېره بده خاتمه لیکئ او د افغانستان له خلکو سره لویه جفا کوئ".

یورپي ټولنې د طالبانو له دې پرېکړې سره مخالفت کړی او وایي د دوی حکومت پرله پسې داسې مسایل را مخې ته کوي چې یا لږ ارزښت لري او یا د خلکو ستونځه نه ده.

د افغانستان لپاره د یورپي ټولنې استازي وون برېنټ پر خپله ټویټر پاڼه څلور سببونه لیکلي دي چې وایي‌ له کبله یې د طالبانو حکومت پر مخ نه ځي:

"د پینځوس فیصده ابادۍ [ښځو] له ازادۍ انکار، د خوړو، روغتیا، تعلیم او اقتصاد له چېلنجونو مخ اړول او مرستندویه ادارو او کارکوونکو ته د کار کولو اجازه نه ورکول".

د طالبانو د امر بالمعروف ونهی عن المنکر وزارت د شنبې- خالي په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې د ښځو د حجاب په اړه یوه تفصیلي پرېکړه خپره کړه چې پکې امر شوی "د مسلمانو، اصیلو، بالغو ښځو لپاره حجاب رعایت کول فرض او ضروري دي."

د طالبانو په امر کې ویل شوي اول دې د بې حجابه مېرمنې کور په نخښه شي او د هغې ولي یا سرپرست ته دې وویل شي چې دا ښځه ججاب واغوندي، په دویم ځل دې یې ولي اړوند ادارې ته ور وبلل شي، په دریم ځل دې یې ولي درې ورځې بندي کړل شي او په څلورم ځل دې یې ولي عدالت ته وسپارل شي چې سزا یې کړي.

د طالبانو د امر بالمعروف و نهي عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر په دې اړه رسنیو ته وویل کومې ښځې چې د طالبانو په سرکاري دفترونو کې کار کوي که حجاب عملي‌ نه کړي نو له دندو به و ایستل شي.

د بشري حقونو د څار سازمان وایي‌ پر ښځو د حجاب د جبري کولو له پرېکړې د طالبانو هدفونه دا ښکاره کوي چې دوی غواړي ښځې او نجونه په بشپړه توګه له ولسي ژونده ورکې کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان کې د ښځو د حقونو د برخې مرستیالې او د افغانستان د څانګې څېړونکې هیدر بار پر ټویټر لیکلي:

"[طالبان غواړي] ښځې او نجونه د هغوی د نارینه خپلوانو ملکیت او جایداد شي چې هیڅ خپلواکي‌ ونه لري. نړۍ چې [دې پرېکړې] ته څه ډول غبرګون ښیي دا به په ټوله نړۍ کې د ښځو پر حقونو اغېزې ولري".

هیدر بار پر هغو هېوادونو- چې «بهرنۍ فېمینسټ پالیسۍ» لري- ږغ کړی چې را وړاندې شي او په افغانستان کې "د ښځو پر حقونو زیاتېدونکو بریدونو" ته سنجیده او سټرېټیجک جواب ووایي.

د نړیوال اقتصادي فورم مشر بورګ برېنډې هم د طالبانو پرېکړې ته غبرګون څرګند کړی او دا یې له سرکاري نوکریو د ښځو او له ثانوي تعلیمه د نجونو له را ګرځولو وروسته تر ټولو سخته پرېکړه بللې ده. ښاغلي برېنډې پر ټویټر لیکلي:

"په دې [پرېکړه] پوهېدل ګران کار دی خو طالبانو له خپلې واکمنۍ را وروسته نن د افغانستان پر ښځو تر ټولو سخت بندیزونه ولګول او هغوی ته یې امر کړی چې په ولس کې چادري واغوندي".

د بشري حقونو فعال سیاستوال او د نېشنل ډیموکرېټک موومنټ یوه مشر افراسیاب خټک هم د طالبانو دا پرېکړه غندلې او غیرانساني او وحشیانه یې بللې ده. افراسیاب خټک پر ټویټر د طالبانو د دې امر تر شا د «ګاونډیانو» لاس بللی خو د کوم هېواد نوم یې نه دی اخیستی:

"دغه کارونه افغانستان ته د طالبانو تر لېږلو مخکې په دوی کې بهرنی انسټال شوی سافټوېر ښکاره کوي، مقصد یې دا ښکاره کول دي چې دا یو له کاره لوېدلی ملک دی او خپل تسلط غوښتونکي ګاونډیان یې هم چلولای شي".

د یادونې وړ ده چې طالبانو د 1990 په لسیزه کې هم پخپله لومړۍ واکمنۍ کې د ښځو حجاب په سختۍ سره لازمي‌ کړی وو او ښځو ته د کار او نجونو ته د تعلیم اجازه نه وه.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG