لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعمران خان لخوا دپښتونخوا حکومت دهیلي کاپټر کارولو په ضد نیب ته درخواست ورکړل شوی دی


Imran Khan
Imran Khan

دپاکستان دپخواني وزیراعظم اؤ تحريک انصاف ګوند د مشر عمران خان په ضد نېب کې درخواست جمع کړل شوی چې نوموړی د خېبر پښتونخوا دسرکاري هيلي کاپټر او د نورو وسايلو د ځان لپاره بې درېغه استعال کوي اؤ ددې دې ورسره حساب وکړل شي۔

د خېبر پښتونخوا حکومت ترجمان وايي چې وزير اعلا سرا دا واک شته چې هغه د صوبې هيلي کاپټر وکاروي، هغه وايي کوم سفر چې عمران خان په دې هيلي کاپټر کې کړی نو په هغې کې ورسره وزيراعلا هم موجود وي او دا څه غېر قانوني کار نه دی۔

د احتساب قامي ادارې نېب کې دغه خواست په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د پاکستان مسلم ليګ( ن) ښځينه غړې صوبيه شاهد جمع کړی دی۔

د خواست په اړه صوبیه شاهد وي او ای ډيوه ته وايي " دی ( عمران خان) راغلی دی او د خېبر پښتونخوا حکومت کې ناست دی او ټول پروټوکول ورته ورکړل کیږي، او عمران خان هيلي کاپټر د رکشې په شان استعمالوي او ګرځوي يې، کوم چې زمونږه په صوبه لویې بوج دی، ددې احتساب دې وکړل شي"

هغه وايي کومو ،کومو جلسو له چې هغه (عمران خان) تللی دی نو د خېبر پښتونخوا په هيلي کاپټر کې تللی دی۔

د خېبر پښتونخوا سرکاري هيلي کاپټر کې د عمران خان په سفر کولو په سوشل ميډيا هم بحثونه کېږي۔

په دې هکله د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې پخواني استاد پروفېسر اعجاز خان په ټويټر ليکلي چې، سپريم کورټ دې د عمران خان لخوا د خيبرپښتونخوا د وزيراعلا دهيلي کاپټر نه دناوړه استفادې نوټس واخلي۔

په پېښور کې مېشت خبريال عرفان خان وي او ای ډيوه ته وايي چې دغه هيلي کاپټر د سياسي مقصد لپاره کارول د قانون پرضد کار دی۔

نوموړي زياته کړه " دا اوس کوم دوه درې ځله چې ددې استعمال شوی ؤ يعنې اېبټ اباد کې جلسه وه نو د هغه ځائ نه بيا محمود خان صېب لاړو بني ګاله ته او بيا د بني ګاله نه هغه (عمران خان) راوړي سوات ته، دير ته يا پېښور ته نو د هغې دا غلط استعمال دی ځکه چې هغه د خېبر پښتونخوا حکومت دحکومت له لوري د پارټۍ مشر ته داسې فېور ورکوي چې حکومت ته د هغې اجازت نشته"

عرفان خان ډيوه ته دا هم وويل چې دې څو ورځو کې دپښتونخوا د هيلي کاپټر کوم استعمال شوی نو دا خالصتاً د سياسي مقصد لپاره شوی دی د کوم چې اجازت نشته۔

بلخوا د خېبر پښتونخوا دصوبايي حکومت ترجمان برسټر محمد علي سیف وي او ای ډيوه ته وايي چې عمران خان د صوبې سرکاري هيلي کاپټر يوازې نه دی کارولی بلکې هغه د وزير اعلا سره پکې يوځای سفر کړی او دا چې هيلي کاپټر کارول د وزيراعلی په اختياراتو کې شامل دي۔

نوموړي دا هم وويل " چې کله هم په عمران خان دا تور لګېدلی چې هغه سرکاري هيلي کاپټر استعمال کړی دی نو په هغې هيلي کاپټر کې ورسره وزير اعلا هم سفر کړی دی، چې وزير اعلی سفر کوي او په هيلي کاپټر کې ورسره سيټ خالي وي او په هغې ورسره عمران خان کېښني نو دا څه غېر قانوني کار نه دی"

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د وړاندې نه هم د داسې ډول قضيي سره مخامخ دی کومه چې په کال 2018 کې د نوموړي پرضد جوړه کړل شوې ده، عمران خان په دغه کېس کې د پېشۍ لپاره د خېبر پښتونخوا نېب دفتر ته هم ورغلی و۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG