لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دطالبانو حکومت دنورستان په ځنګلونو دبل اور په وژلو کې دچین نه کومک غوښتی


د طالبانو حکومت د نورستان ولایت په ځنګلونو کې د لګیدلي اور په قابو کولو او په راتلونکي کې د داسې ډول پېښو مخنيوي لپاره د چین څخه د کومک غوښتنه کړې۔

د افغانستان د نورستان ولايت ځايي خلک وايي چې نورګرام ولسوالۍ په ځنګلونو کې لګېدلی اور اوس هم دوام لري اؤ ددې اور قابو کول يې د وس نه بهر کار دی۔

د نورستان تجاران وايي چې د اور لګيدو سره يې معاش د ګواښ سره مخ شوی ځکه چې د سيمې زياتره خلک د چلغوزو او مړخريو کاروبار کوي او د دې مېوؤ ګڼ شمېر ونې بوټې په اور کې سوځيدلي دي او لا هم سوځي۔

د نورستان ځايي خلک وايي چې ددغه ولايت دنورګرام سيمې په ځنګلونو کې لګېدلی اور نن په 14مه ورځ هم دوام لري او ددې په وژلو بوخت ځايي خلک او د اړونده ادارو اهلکار توان نه لري چې په بشپړه توګه لګیدلی اور ووژني۔

د نورستان صوبې يو خبريال بشير احمد احمدي وي او ای ډيوه ته وويل چې دغه اور تر څه حده قابو کړل شوی ؤ خو د موسمي هواګانو له امله يو ځل بيا پکې شدت راغلی دی۔

نوموړی وايي چې د نورګرام شام درې په ځنګل کې چې کوم اورلګېدلی دهغې وژلو لپاره ځايي خلک او حکومتي کارمندان لګيا دي خو دلته چې د طيارو د لارې کومک ونه شي يا د اور ضد مواد و نه کارول شي نو دا اور نه قابو کېږي۔

احمدي او ای ډيوه ته دا هم وويل " که دا اور زيات شي نو حتی د لغمان او علي شنګ مربوطې اولسوالۍ دي د هغې ځنګلونه به هم وسوځي او حتی تر پنجشېر پورې به دا اور وغځیږي"

څو ورځې وړاندې د نورستان په واما ولسوالۍ کې هم د نښترو په ځنګل اور لګېدلی ؤ چې د ځايي خلکو په وینا هغه اور اوس قابو کړل شوی دی۔

د نورستان نورګرام ولسوالي د چلغوزو ځنګلو لپاره مشهوره ده او د ځايي سوداګرو په وینا ددغو ځنګلونو څخه د ښه معيار چلغوزي او نورې مېوې ترلاسه کېږي۔

دوي وايي چې د اور لګيدو له امله د چلغوزو کاروبار کوونکي د سخت مالي زيان سره مخ شوي دي۔

په دې هکله د يادې ولسوالۍ د چلغوزو او مرخړيو کاروبار کوونکی عبدالوهاب وي او ای ډيوه ته وايي " د ميليونونو افغانيو نه زياته خساره په چلغوزو کې د نورستان خلکو وليدله، د دې ترڅنګ په دغه ځنګل کې يو بل بوټی دی چې ورته مرخړۍ وايي د هغې اوس سيزن دی او خلکو راټولولې هغه هم پکې سوځي"

نوموړي زياته کړه چې دوي ته به روزانه د شام درې نه (چرته چې اور لګېدلی) د 70 زره، 80 زره افغانيو مال راتللو هغه اوس بند شو .

د نورستان د والي وياند سېف الدين لټون وي او ای ډيوه ته وايي په کومو لوړو علاقو کې چې اوس هم اور بلیږي دهغې په جدي توګه د وژلو او په راتلونکي کې د داسې ډول پېښو مخنيوي لپاره د دوي مرکزي حکومت د چين حکومت نه د کومک غوښتنه کړې ده۔

نوموړي زياته کړه چې په کومو ساحو کې اوس لږ ډېر اور بلیږي د اسلامي امارت کارمندان او قومي او ولسي خلک په هغو ساحو کې دي او کوشش کوي چې اور بيا تازه کیدو ته پرې نه ږدي او هغه څه له سوځیدو پاتې دي، وژغورل شي.

هغه دا هم وويل چې " کومک په دې خاطر غوښتل شوی چې اوس مهال دغه پېښې په اسانۍ سره ختمې شي او په راتلونکي کې د نورو پېښو مخه ونيول شي"

د وايس اف امريکا پښتو څانګې دخبر ترمخه په دغه ځنګلونو کې اور څنګه پېل شوی، علت يې نه دی مالوم خو طالبانو ويلي چې تر دې دمه په اور کې د 180 جریبه نه سېوا ځنګل سوځيدلی دی۔

تېره مياشت د بلوچستان په کوه سليمان کې هم درې ځايه د نښترو او چلغوزو په په ځنګلونو کې اور لګېدلی ؤ چې په نتيجه کې یې نزدې اته لکه ونې سوځيدلې دي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG