لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صحت محکمه:کانګو وایرس له څاروؤ انسانانو ته هم لګي، پښتونخوا کې پرې څلور تنان مړه شوي دي


د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې د شمېرو ترمخه په صوبه کې د کانګو وايرس له امله دتيرې يوې مياشتې په مهال څلور تنان مړه شوي دي.

دصحت دچارو پوهان وايي چې د قربانۍ د پاره په زيات شمیر کې د څاروؤ راوستلو له امله د ځينو څاروؤ نه دغه وايرس په انسانانو کې خپاره شي او که په وخت يې علاج و نه کړل شي نو ناروغه تن د مرګ خولې ته رسېدلی شي۔

ډاکټران وايي د څاروي اخستو لپاره منډهيانو ته په کم تعداد کې تلل پکار دي او د منډهۍ نه له راتلو وروسته په سمدستي توګه لاسونه صفا کول مهم دي۔

د خېبر پښتونخوا د لايو سټاک محکمې چارواکي وايي چې د کانګو وايرس مخنيوي لپاره په منډهيانو او سړکونو باندې ځاي پر ځاي په څاروو دجراثيم کش سپری کولو عمل پېل کړل شوی دی۔

په خېبر پختونخوا کې د روغتيا د چارو کار پوهان وايي د قربانۍ له پاره راوستل شويو څاروو څخه د کانګو وايرس خورېدو اندېښنه شتون لري، بايد خلک د يادې ناروغۍ نه ځانونو خوندي کولو دپاره احتياط نه کار واخلي۔

په پېښور کې د خېبر مېډيکل پوهتنون مشر ډاکټر ضياالحق وي او ای ډيوه ته وايي که چرې د کانګو ناروغۍ په وخت تشخېص ونه کړل شي نو ناروغه تن ترې ژوند د لاسه ورکولی شي۔

هغه دا هم وويل چې کانګو وايرس چې په کومو ځناورو کې وي نو چې هغې سره څوک لاس ولګوي نو هغه دې انسان ته منتقل شي۔

د علاماتو په هکله د ډاکټر ضياالحق وېنا وه چې د کانګو ناروغۍ خاص علامات نشته او کومو خلکو ته چې ولګي نو وجود کې یې سستي وي، تبه يې وي، وجود خوږیږي او وینه پکې نرۍ شي نو چې په وخت يې ټسټ ونه کړل شي نو ناروغه تن ترې مړ شي۔

نوموړي زياته کړه د کانګو ناروغۍ نه د خونديتوب د پاره بايد خلک په کم مقدار کې منډهيو ته ځي او څاروؤ کتلو وروسته په سمدستي توګه لاسونه صفا کول مهم دي او بايد دقربانۍ په وخت دستانې وکارول شي۔

"دڅاروو منډهيانو ته په کم تعداد کې تلل پکار دي، فضول په څاروو لاس نه دي وهل پکار او چې کله منډهۍ نه واپس شي څوک نو پکار ده چې لاسونه صفا کړي"

په مردان کې د څاروؤ سوداګر لياقت علي ډيوه ته وايي بايد سوداګر د څاروؤ اخېستو په مهال د احتياط څخه کار واخلي او څاروي صفا وساتي۔

نوموړي زياته کړه چې دوي د پنجاب په منډهيو کې چې د څاروو سودا کوي نو هغه څاروي بلکل نه اخلي په کومو کې چې کًني یا غوټې وي او چې کله څاروي راولي نو اول يې ولمبوي او بيا ورته ويکسين هم ولګوي۔

دخېبر پښتونخوا د لايو سټاک يا د څاروو د محکمې مشر ډاکتر عالم زيب وايي چې د کانګو وايرس مخنيوي د پاره د قربانۍ په څاروو په منډهيانو کې او سړکونو په غاړه جوړو شويو چيک پوسټونو کې د څاروو په ګاډو د سپری ګانو کولو عمل شروع دی۔

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې نه ترلاسه شويو مالوماتو ترمخه د کانګو وايرس له امله تېره مياشت په صوبه کې څلورو تنانو ژوند د لاسه ورکړی دی۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG