لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین د سیمې په هیوادونو غږ کړی چې د نړیوالو قوتونو «د شطرنج مهرو» په توګه له کارېدو ځان وساتي


د چېن د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سویل ختیزو ايشيايي هیوادونو تنظيم آسيان سېکرټرېټ ته ويلي چې د منطقې هیوادونه دې د نړيوالو قوتونو د مهرو یا ګوډاګیو په توګه د کارېدو څخه ځانونه خوندي کړي۔

په پاکستان کې څېړونکي وايي چې په سویل ختیزو اېشيايي هېوادونو د امريکې اثر رسوخ کمولو او په منطقه کې خپلو اهدافو او مفاداتو خوندي کولو لپاره چين په دغه هېوادونو زور اچوي چې د بل کوم طاقتور هېواد لپاره د مهرې په توګه و نه کارول شي ځکه يې ددغه دخبرداري بيان ورکړی دی۔

څېړونکي په دې نظر دي چې دچين دغه بيان يوازې د آسيان غړو لپاره نه دی بلکې دې سره د پاکستان ترڅنګ د سویلي اېشيا په نورو هېوادونو هم خپل اثر رسوخ سېوا کول غواړي۔

د رائټرز خبري ادارې ترمخه په انډونېشيا کې د سویل ختیزو ايشيايي ملکونو تنظيم آسيان سېکرټرېت ته د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي ويلي چې د سیمې په يوشمېر هېوادونو د فريق جوړېدو فشار دی.

نوموړي ويلي چې د سیمې هېوادونه دې د نړيوالو طاقتونو د مهرو جوړېدو نه ځانونه خوندي کړي۔

په دې حقله د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشيد خان وي او ای ډيوه ته وايي چې د امريکې او اتحادي هیوادونه يې په دغه هېوادونو د چين په پرتله زيات اثر لري کوم چې چين د ځان لپاره يو ګواښ ګڼي۔

نوموړي دا هم وويل " اوس دې ملکونو ته هندوستان ډېر نزدې شو او خپلې پروژې يې پکې شروع کړې دي، انډيا او امريکا دواړه اتحادي ملکونه دي په انډوپېسېفک کې او د کواډ په شکل کې هم، زما خيال دی چې چين اوس په ويره کې دی چې دا ملکونه مونږ نه دومره اخوا لاړ نه شي چې د جنګ په صورتحال کې د امريکې ملاتړ وکړي"

هغه په دې نظر دی چې د چين داسې ډول بيانونو ورکولو سره به دغه هېوادونو کې د چين لپاره نفرت سېوا شي او ملګرتيا سېوا کولو کې به ورته څه ګټه ور نکړي۔

د چين د بهرنيو چارو وزير دا هم ويلي چې د جغرافايي او سياسي عواملو له وجې د منطقې د صورتحال د بدلېدو خطره ده او د لویو طاقتونو د دشمنۍ او جبر نه د شطرنج د مهرو په څېر د استعمال نه د بچ کېدو لپاره مونږه ته دا منطقه د جغرفيايي او سياسي اعتبار سره جدا ساتل پکار ده او زمونږ د خطې راتلونکی زمونږي په لاسونو کې پکار دی۔

د چين د بهرنيو چارو وزير دغه بيان په بالي کې د جي 20 د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې دګډون کولو وروسته راغلی دی۔

ډاکټر خورشيد خان زياته کړه که چرې سویل ختیز ايشيايي ملکونه د چين په مقابله کې امريکا يا روس ته زيات نزدې کېږي نو چين به ضرور په دوی بنديزونه لګوي او خپله زړه تګلاره به خپلوي۔

هغه دا هم وويل کوم قرضونه چې يې د جنوب مشرقي اېشيا ملکونو ته ورکړې وي نو چين به دا کوشش کوي چې د فشار په توګه دغه قرضونه يا ترې وغواړي او يا ورته شرطونه سخت کړي ځکه چې د پاکستان په څېر د دغې ملکونو په بجټ کې هم دا شامل دي۔

ددغو هېوادونو لپاره د چين د پخوانۍ پالېسۍ په هکله د ډاکټر خورشيد خان وېنا وه چې د سوړ جنګ په مهال په دې ملکونو کې چې کوم کميونسټ ګوريلا تحريکونه وو چين به هغوی سره په سرکاري توګه په دغه هېوادونو کې مرسته کوله۔

څېړونکي دا هم وايي چې د چين دغه بيان نه يوازې د سویل ختیزو ايشيايي ملکونو لپاره دی بلکې چين غواړي چې د پاکستان ترڅنګ د سویلي ایشیا نور ملکونه هم د خپل اثر لاندې وساتي او دې مقصد لپاره د دغې هېوادونو اقتصاد تر دې حده پياوړی کړي چې امريکا يا بل کوم هېواد ته زيات نزدې نه شي۔

په دې هکله د پېښور پوهنتون د امن او د شخړو د مطالعاتو دڅانګې استاد ډاکټر اسفنديار مروت وي او ای ډيوه ته وايي" جنوب مشرقي اېشيا ته که تاسو وګورئ او که جنوبي اېشيا ته وګورئ دې دواړو ته به قرضې هم ورکوي او اقتصادي راهدارۍ به ورته هم جوړه وي، دتجارت موقعې به هم ورکوي نو دغه شان دوی خپل اثر پرې سېوا کولی شي ګنې دې نه علاوه ګرانه ده۔

هغه وايي ځکه ګرانه ده چې د چين بي ار ايي يا بلټ اېنډ روډ انيشياټيو چې کومو مختلفو ملکونو نه تېريږي په هغې اوس هم د امريکې ډېر اثر دی۔

څېړونکي وايي د جنوب مشرقي اېشيا زياتره ملکونه د چين سره تجارتي اړيکي لري او د ځينو پکې تجارتي انحصار په مکمله توګه په دې دی، خو د امريکې لخوا دغو هېوادونو لپاره تجارتي مارکيټونو پرانستلو سره اوس د چين دغه هېوادونو سره تجارتي اړيکې کمزورې شوې دي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG