لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د بارانونو له امله د مړو شمېر57 ته رسېدلی،ګڼ کورونه اؤ فصلونه تباه


په افغانستان کې قدرتي پېښو ته د رسېدو د دولت وزارت وايي چې تېرو دوؤ اوونيو کې د بارانونو له امله راغلو سېلابونو کې 57 تنان مړه شوي او نزدې 100 تنان ژوبل شوي دي۔

وزارت وايي دغه طبيعي پېښو کې تر 500 پورې کورونه په مکمله توګه تباه شوي او د 2000 نه زياتو کورونو ته جزوي نقصان رسېدلی دی.

سېلابونو په دغه هېواد کې په زرګونو جریبه د کروندې زمکو، ولاړو فصلونو او د مېوو باغونو ته هم تلفات اړولي دي۔

چاپیریال پوهان وايي په افغانستان کې د قدرتي افتونو سره د مبارزې په برخه کې په تېرو څولسيزو کې کوټلي ګامونه نه دي اخستل شوي، بايد د افغانستان په موجوده خراب اقتصادي وضيعت کې نړيواله ټولنه په دې اړه افغانستان سره مرستې وکړي ترڅو د افتونو څخه نقصانونه د يو لویې ناورين شکل اختيار نه کړي۔

په افغاستان کې قدرتي پېښو ته د رسېدو د دولت د وزارت ترجمان محمد نسيم حقاني وي او ای ډيوه ته وايي " د سېلابونو له امله زمونږه 57 هېوادوال شهيدان شوي دي او شاوخوا 100 ژوبل شوي دي، 500 پورې کورونه په مکمله توګه او د 2000 نه زيات کورونه په جزوي توګه ويجاړ شوي دي"

هغه وي او ای ډيوه ته وویل په سېلابونو کې 2000 پورې څاروي هم مړه شوي او هم دغه شان دې سېلابونو د 50 زره جریبه څخه زياته د کروندې زمکه چې پکې فصلونه او باغونه ولاړ وو هغه ويجاړه کړې ده۔

نوموړي زياته کړه چې سېلاب ځپلو سره اړونده مرستې روانې دي او کومو تنانو چې په دې پېښو کې ژوند د لاسه ورکړې دولت د هغوی کورنيو ته 50، 50 زره او ژوبل شويو تنانو ته 20، 20 زره افغانۍ ورکوي۔

ښاغلي حقاني دا هم وويل " هغه خلک چې په دې سېلابونو کې متاثره شوي دي هغوي ته يې خېمې، خوراکي مواد او نور اړونده شيان رسولي دي"

هغه زياته کړه دوی په مرکز او ولايتونو کې په نړيوالو موسېساتو غږ کړی دی چې په دې حساسو وختونو کې چې افغانان يو د اقتصادي ستونزو سره مخ دي او بيا دا زلزلې او سېلابونه راغلي او خپله سرمايه او امدنونه يې د لاسه ورکړي دي بايد دوی سره مرسته وکړي۔

د وزارت لخوا ويل شوي چې دغه سېلابونه په 13 ولايتونو کې راغلي چې پکې قندهار، اروزګان، زابل، غزني، مېدان وردګ، کابل، پروان، ننګرهار، کونړ او نورستان شامل دی۔

په کابل کې مېشت د ماحولياتو یا چاپیریال ساتنې ماهر معين صادقيار وي او ای ډيوه ته وايي که يو خوا د هېواد په اطرافو کې خلکو ته د قدرتي پېښو سره د مبارزې په برخه کې پوهه نه ده وکړل شوې نو بلخوا خلک د سېلابونو څخه خوندي کولو لپاره په تېروڅو لسيزو کې د دولت لخوا کوټلي ګامونه هم نه دي اخستل شوي۔

نوموړي وي او ای ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل چې په دې منطقه کې چې کوم خوړونه دي هغې لپاره خفاظتي ديوالونه نه دي جوړ کړل شوي نو ځکه خوړ کله په يو اړخ لاره جوړه کړي کله په بل اړخ نو په دې وجه د کروندې زمکې ډېرې زيانمنې شوې دي۔


هغه وايي يو کوچنی سېلاب چې په څلور ميټره ساحه کې تللی شي نو هغې د ديوالونو د نشتوالي له امله د څلور ميټره پرځای 50 مېټره ساحه تخريب کړې وي۔

نوموړي دا هم وويل بايد د افغانستان په موجوده خراب اقتصادي وضيعت کې نړيواله ټولنه په دې اړه افغانستان سره مرستې وکړي ترڅو د افتونو څخه نقصانونه د يو لویې ناورين شکل اختيار نه کړي۔

د روغتيا د چارو پوهان وايي چې په سېلاب ځپلو سيمو کې د خېټې او د څرمنې د ناروغيو ترڅنګ نورې بیلابیلې ناروغۍ خورېږي، بايد خلک ماشومان د سخا اوبو څخه لرې وساتي او د څښکلو لپاره چاڼ شوې او پخې اوبه وکاروي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG