لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا حکومت صوبه کې د توندلاریتوب اؤ تشدد د مخنیوي مرکز فعالوي


د خېبرپښتونخوا حکومت په ټولنه کې د توندلاریتوب او د تشدد نه د ډکو رويو مخنيوي د پاره د تاوتریخوالي اؤ افراطیت سره د مبارزې دمرکز (مرکز سنټر اف ايکسيلنس ان کاونټرنګ وايلینټ ايکسټريميزم ) د فعالولو په دغه اداره کې د ملازمينو بهرتي کولو او د ادارې چلولو لپاره د مالي قواعدو منظوري ورکړې ده۔

صوبايي حکومت وايي چې دا مرکز به د تشدد نه ډکو رويو او هلو ځلو ختمولو کې مهم کردار لوبوي۔

څېړونکي د صوبايي حکومت ددې ګام ستائنه کوي خو وايي چې ترکومه د نصاب نه د کرکې مواد نه وي ويستل شوي او هغو رياستي پالېسيو کې بندلون نه وي راوستل شوی کومې چې په ټولنه کې افراطیت او تشدد ته تقويت ورکوي نو يوازې دې مرکز جوړيدو سره تندروي او دتشدد رویې نه شي خمېدلی۔

د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت وايي دا مرکز به د مختلفو طبقو او په خاصه د ځوان کول لپاره دغونډو تابيا کوي، دوی ته به د تشدد نه د ډکو رويو مخنيوي لپاره تربيت ورکوي او په ميډيا او سوشل ميډيا به پروګرامونه چلوي چې د ټولنې څخه سخت دريځي ختمه شي۔

په دې هکله وي او ای ډيوه سره دخبرو په مهال د خېبر پښتونخوا د حکومت د ویاند بریسټر محمد علي سیف وینا وه چې د سخت دريځۍ په حوالې سره پوهه ورکول او د هغې مخنيوی کول په فکري،انتظامي، سياسي او سماجي کچه د هغې پرضد يو ذهني هم آهنګي پېدا کول به د دې مرکز کار وي۔

نوموړي دا هم وويل چې په دې کې به د معاشرې مختلفو طبقو لپاره سيمينارونه او تربيتي غونډې کېږي خو په ځوان کول به خاص توجو وي ځکه چې په هغوی دتندلاریتوب زيات اثرات کېږي۔

ښاغلي سيف دا هم وويل چې دغه مرکز به د علماؤ سره هم رابطه کې وي او هغوی لپاره به غونډې جوړوي چې هغوی هم د افراطیت او تشدد مخنيوي لپاره خپل کردار ولوبوي۔

دخېبرپښتونخوا حکومت دا هم وايي چې دتندلاریتوب په ضد جوړ مرکز به په ټولنه کې ترهګرۍ، تخريبي فعاليتونو، عدم برداشت، کرکه او د نورو مسلو راپورته کېدوعلتونو ته کتنه کوي او مخنيوي د پاره به يې کارکوي۔

د پېښور پوهنتون د صحافت دڅانګې استاد او ليکوال ډاکټر عرفان اشرف وايي د ټولنې څخه سخت دريځۍ ختمولو لپاره پکار دي چې په نصاب کې بدلون راوستل شي او حکومت په ديني مدرسو کار وکړي۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې د نوموړي وېنا وه " نصاب کې بدلون ډېر ضروري دی، کله چې ته د باچا خان غوندې د پرامنه خلکو نامې هم د نصاب نه وباسې نو دې مطلب دا دس چې ته سخت دريځي ماشومانو ته ښودل غواړې، هم دغه شان د مدرسو رجسټرېشن پکار دی"

څېړونکي د صوبايي حکومت د دي ګام ستائنه کوي خو وايي که حکومت په ټولنه کې دتشدد، تندلاریتوب، او ترهګرۍ مخنيوی کول غواړي نو په دې اړه دشويو څېړنو په اساس به ورته د هېواد پالېسۍ وضع کول وي۔

سياستوال او د بشري حقونو مبارز افراسياب خټک وايي ترڅو چې په رياستي کچه موجودو پالېسيو کې بدلون نه وي راغلی او په ټولنيزه کچه د ځوان کول د سوچ نه سخت دريځۍ لرې کولو لپاره منظم کار نه وي شوی نو دغه ډول ادارې به سودمندې نه وي۔

نوموړي وي او ای ډيوه سره خبرو کې وویل " د پاکستان د حکومتونو چې په افغانستان کې طالبانو د مشروعیت ورکولو کومه پالېسي ده او اوس چې يې دېخوا ته هم د راوستلو کومه پالېسي ده نو هغې سره خو دا تشدد زياتېږي لګيا دی"

هغه داهم وويل چې د ادارې جوړول نمایشي کارونه دي ترڅو پورې چې دوی په رياستي پالېسۍ کې بدلون نه وي راوستی او تشدد چې دوی کوم زياتوي په افغانستان کې او په پښتنو سيمو کې هغه پالېسي یې نه وي بنده کړي نو دغه کوششونه ناکامه دي۔

په خېبرپښتونخوا کې دغه څيړنيز مرکز په داسې وخت کې فعال کيږي چې دا منطقه د تيرو 40 کالونو څخه نيغ په نېغه يا په غېر مستقيمه توګه په جنګ کې پاتې شوې او لا هم د نا امنۍ پېښو څخه متاثره کېږي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG