لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان لپاره د امریکې پخوانیو سفیرانو په طالب مشرانو د سفري بندیزونو لګولو غوښتنه کړې ده


د افغانستان لپاره وخت په وخت ټاکل شوؤ پخوانيو د امريکايي سفيرانو ډلې په خپل هغه بيان کې چې د اټلانټک کونسل په وېب پاڼه خپور شوی، د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې چې په افغان طالبانو سفري بنديزونه ولګوي۔

څېړونکي وايي که چرې په افغان طالبانو د تېر وخت په څېر سفري بنديزونه لګي نو دې سره به يي د رسميت پېژندلو او په هېواد کې د روان اقتصادي او بشري بحران مخنيوي لپاره هلې ځلې پشا لاړې شي او په نړۍ کې په يوازې پاتې شي۔


دوئ وايي که چرې افغان طالبان په نړيواله ټولنه کې د ايسولېشن يا انزوا نه ځانونه خوندي کول غواړي نو په هېواد کې به د بشري حقونو خيال ساتي او د هغه کارونو به مخه نيسي کوم چې د دوی په رسميت پېژندلو کې خنډان جوړېږي۔

د امريکا لخوا د افغانستان لپاره ټاکل شوو پخوانيو سفيرانو د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې چې خپله هغه پرېکړه لغوه کړي، د کومې ترمخه چې طالبانو په تېر نزدې يو کال کې بهرني سفرونه پېل کړي دي۔

په پېښور پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو دڅانګې استاد ډاکټر خورشيد خان وي او ای ډيوه ته وايي که چرې په طالبانو سفري بنديزونه ولګول شول نو د سخت نړيوال فشار سره به مخ شي۔

نوموړی زیاتوي يو خو به يې د رسميت پېژندلو خبره ډېره شاته لاړه شي او بل دوی چې کومو نړيوالو غونډو ته ځي او د بشري مرستو لپاره کوم کوششونه کوي نو بيا به هغه فرصت په لاس نه ورځي او دغه کوششونه به يې اغېزمن شي۔

هغه وايي " په دوی (طالبانو) به ډېر غټ فشار راځي نو يا خو به حکومت ددې مجبوريانو سره کوي او که حکومت نه کوي دوی به بيا هغه خپل زوړ حالت ته لاړ شي"

د اټلانټک کونسل په وېب پاڼه خپور شوي دغه بيان کې ويل شوي چې په افغانستان کې د القاعده مشر اېمن الظواهري وژل کېدل د يادې ډلې سره د طالبانو او په ځانګړي توګه د حقاني شبکې اړيکې په ګوته کوي۔

دغه ډله په خپل بيان کې دا هم وايي په واک کې له راتلو وروسته طالب مشرانو تر دې دمه په مېرمنو او جينکو بیلا بیل بنديزونه لګولي او هغوی يې د خپلو اساسي او بشري حقونو نه محرومه کړي دي۔

ډاکتر خورشيد خان وايي که چرې افغان طالبان په نړيواله ټولنه کې يوازې کېږي نو دې سره به د هېواد دننه هم مشکلات سېوا شي۔

هغه وي او ای ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل" نو که طالبان دداسې حالت سره مخ کیږي نو په افغانستان کې به بې روزګاري هم سېوا کېږي، د افغانۍ ارزښت به کمېږي، بنکي نظام به نور هم متاثره کېږي او په خلکو کې به ناکراري پېدا کېږي او د طالبانو خلاف د عامو خلکو سخت ګيره موقف جوړېدلی شي"

د افغانستان لپاره د امريکې دپخوانيو سفيرانو دا بيان په داسې حال کې مخې ته راغلی چي د روانې مياشتې په 20مه نېټه به د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په سفري بنديزنو کې د بخښنې دپراختیا په اړه غونډه کوي۔

په افغانستان کې مېشت د پوهنتون استاد او د سياسي چارو کارپوهه عبدالناصر شفيق وي او ای ډيوه ته وايي د طالبانو د رسميت پېژندنې لپاره د بشري حقونو خوندي کول ډېر مهم دي۔

نوموړي ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل " د نجونو د تعليم بندول، د مېرمنو لپاره د کاري زمينو بندېدل، هم دغه شان د سياسي تنوع نه ايجادول او حتی د سياسي فعاليت په رابطه د ويرې او ترهې موجوديت دا هغه څه دي چې د طالبانو اوسني حکومت د رسميت پېژندنې په وړاندې خنډان دي نو پکار ده چې دوی (طالبان) دغه خنډان لرې کړي ترڅو نړيوال ورسره د تعامل لاره خپله کړي"

ملګرو ملتونو په کال 2019 کې طالب مشرانو ته د سولې د خبرو اترو لپاره د سفر کولو اجازه ورکړې چې له مخې يې افغان طالبان بېلا بېله هېوادونو ته سفرونه کوي۔

دوه مياشتې وړاندې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جينکو په تعليم د بنديز له امله د افغان طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت په مرستیال د سفر کولو بندېز لګولي دي۔

د سفيرانو ددغه غوښتنې په اړه مو د طالبانو د حکومت دمرستيال ترجمان بلال کريمي دريځ مالومولو کوشش وکړو خو بريالي نه شو۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG