لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یوناما: په افغانستان کې په بمي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ يوناما ويلي په وروستيو اوونيو کې چې دافغانستان دننه شوو بريدونو کې کومې مرګ ژوبلې شوي هغه د تېر کال په پرتله د ملکي تلفاتو تر ټولو لوړه شمېره ده۔

یوناما دا بيان په داسې حال کې ورکړی چې افغان طالبان دعوه کوي چې دوی يو کال کې د هېواد امنيت ټينګ کړی خو څېړونکي وايي په وروستيو کې چې په افغانستان کې کوم بريدونه شوي دي هغې د طالبانو د امنيت ټينګولو په دعوو پوښتنې راولاړې کړي دي۔

دڅېړونکو په وینا په افغانستان کې چې کوم مسلکي تفريق روان دی نو د هغې نه د دغې هېواد ترڅنګ خېبر پښتونخوا هم متاثره کېدای شي۔

یوناما پخپل تازه بیان کې کابل کې په یو جومات دشوې بمي برید غندنه کړې ده اؤ دا یې دبمي چاودنو دلړۍ یوه تازه کړۍ بللې ده اؤ وایي په اوسنیو اوونیو کې دافغانستان دننه دبمي چاودنو په دې لړۍ کې تر 250 زیات کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

یوناما وایي د وژنو دا شمیره دتېرکال په پرتله په میاشتنیو بنیادونو د شوؤ ولسي وژنو نه زیاته لوړه ده.

يوناما دا بيان په داسې حال کې ورکړی چې داګست په 17مه د کابل ښار په يو جومات کې بمي چاودنه شوې چې پکې د امام په ګډون 21 مړه شوي او 33 نور ژوبل شوي دي۔

پېښور کې مېشت خبريال او څېړونکی حق نواز خان وايي د طالبانو په استخباراتو کې دکمزوریو او په ملي ادارو کې د پوهه يا ټينيکل خلکو د کمي امله افغان طالبان د بمي چاودونو او هدفي وژنو په مخنيوی کې په سمه توګه نه دي کامياب شوي۔

هغه وايي بايد افغان طالبان د ادارو مضبوطولو او د نا امنۍ دپېښو مخنيوي لپاره د پخواني حکومت پوهه خلک بېرته راولي او هغوی ته دې په ادارو کې ځای ورکړي۔

نوموړي وي او ای ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل " لنډ مثال دا دی چې تراوسه پورې د القاعده چې کوم مشر دی (ايمن الظواهر) د هغه د وژنې چې کومه خبره ده نو په هغې نېغ په نېغه افغان طالبان نه دي راغلي چې دی وژلی شوی که نه دی وژلی شوی؟ او دغه شان دا هدفي وژنې د کابل په ښار کې کېږي نو دې ټولو څيزونو ته چې سړی وګوري نو د استخباراتو کمی هم شته او ټولې ادارې هغه شان وجود نه لري څنګه چې پکار دي"

د اګست په 11مه د کابل په يوه ديني مدرسه کې د طالبانو يو پلوي او دداعش مخالف عالم شېخ رحيم الله حقاني په ځانمرګي بريد کې ووژل شو، وروسته بيا د بريد ذمه واري داعش خراسان ومنله۔

په پېښور پوهنتون کې د صحافت دڅانګې استاد او ليکوال ډاکتر عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وايي په افغانستان کې چې کوم مذهبي تفريق روان دی نو د هغې خراب اثر به په پاکستان هم پريوځي۔

هغه وايي چې د شعيه او سني، د وهابي او برېلوي توپیر دومره نه و په افغانستان کې څومره چې اوس په دې يو کال کې د هغې کوشش کېږي۔

ښاغلي اشرف زياته کړه چې له دې وجې حملې په جوماتونو او مدرسو کېږي او هدف يې هغه علما دي چې کوم د يوټيوب د لارې يا د جمعې د خطبو د لارې فرقه پرستۍ ته هوا ورکوي۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې د هغه وېنا وه " په افغانستان کې چې د طالبانو کوم حکومت راغلی نو د هغې نه وروسته دغلته يو مسلک طاقتور شو نو دا مسلکي تشدد به يوازې افغانستان پورې نه وي محدود، لکه څنګه چې اوس په کابل کې بريدونه کېږي نو مونږه سره ويره ده چې دا به پېښور او د خېبر پښتونخوا نورو سيمو ته هم راځي ولې چې په دې سيمو کې افغان طالبان مېشته دي کورونه يې دي او د هغوی نفوذ دی دلته "

نوموړي زياته کړه بايد افغان طالبان دداسې ډول پېښو مخنيوي لپاره يو ټول شموله حکومت جوړ کړي او بشري حقونه خوندي کړي چې په دې توګه د بد امنۍ مخنيوي لپاره د افغان ولس د مرستو ترلاسه کولو جوګه شي۔

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مرستیال ترجمان بلال کريمي وي او ای ډيوه ته وايي اسلامي امارت د استخباراتو په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري،

هغه وايي د دوی حکومت کوشش کوي چې د استخباراتو په مرستې سره د داعش لخوا ترسره کېدونکې د نا امنۍ پېښې صفر ته راولي۔

نوموړي او ای ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل " په مجموع کې ددغو فتنه ګرو ځالې ورانې شوي دي او دوی 98 فيصده ځپل شوي دي او دوی توان نه لري چې هغه اساسي او نظامي اهدافو ته ځان ورسوي"

هغه وايي دوی غواړي چې امنيت خراب کړي ځکه دغه نرم اهداف په نښه کړي۔

په کابل ښار کې د اګست په 5 او 6مه په داسې وخت کې پرله پسې چاودنې شوې وې چې په ښار کې له مخکې د امنیتي ګواښونو سره مخ شیعه مسلمانانو د محرم د عاشورې مراسم ترسره کول۔


په دغو بريدونو کې د طالبانو د چارواکو په وینا 10 کسان وژل شوي او 40 نور ژوبل شوي وو۔

د دواړو چاودنو ذمه واري داعش خراسان ډلې په سر اخستې وه۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG