لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو پاکستان کې د خوراک د سخت کمي اندېښنه ښودلې


د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهنې سازمان په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی چې د سېلابونو د منفي تاثير، د انرژۍ، تېلو او د خوراکي توکيو د بيو لوړېدو له امله په پاکستان کې د خوراک دسخت کمي اندېښنه شتون لري۔

څېړونکي وايي په هيواد کې د خوراکي توکيو کمي پوره کولو او خلکو ته په ارزانه بيه ددغو توکیو ورکولو لپاره بايد حکومت د ګاونډيو هېوادونو سره تجارت لپاره يوه جامع تګلاره خپله کړي او د دغو شيانو په درامد کولو د ټېکسونو شرحه کمه کړي۔

د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهنې دسازمان په دغه رپورټ کې دا هم ويل شوي چې د سیمه ایز خوراکي خوندیتوب وضعیت د خرابیدو مخنیوي لپاره دنړیوالو له لوري خوراکي او د کرهنې مرستو ته په سمدستي ډول ضرورت دی۔

د پېښور زرعي پوهنتون د نيوټريشن سائنز فېکلټۍ مشر پروفېسر محمد ايوب وي او ای ډيوه ته وايي د پاکستان زياتره انحصار په شنو ميوو، سبزيانو او غمنو وي چې سږکال د سېلاب له امله زيات اغېزمن شوي،نو ځکه د خوراک د کمي اندېښنه ښودل کېږي۔

نوموړی وي او ای ډيوه ته وايي" دغه سېلاب چي په کومو علاقو راغلی نو دغه مېوې او سبزيانې يې متاثره کړي لکه د سوات علاقه چې ده هلته د 70 فيصده پورې فصلونه خراب شوي دي"

ښاغلي ايوب زياته کړه "چې کومې د دريابونو غاړې دي نو دغلته زياتره دوی غنم او جوار کري نو چې په يوه علاقه کله سېلاب تېر شي نو هغه د علاقې د زمکې هغه ساخت بدل کړي نو ممکنه ده چې دې سره هم زمونږه فصلونه متاثره شي"

د غه راپور چې د انګريزۍ ژبې ډان اخبار کې خپور شوی په هغې کې ويل شوې چې په پاکستان کې د سېلابونو د راتلو نه وړاندې د جولايي په وړومبۍ هفته کې اندازه لګول شوی وه چې د خېبر پختونخوا، بلوچستان او سیند صوبو په 28 ضلعو کې 6 ميلينه کليوال خلک د روان کال جولايي او نومبر ترمنځه د خوراک سخت کمي سره مخ کېدای شي۔

د پېښور پوهنتون د معاشياتو د څانګې استاد پروفېسر ذلاکت خان وي او ای ډيوه ته وايي په هېواد کې د خوراک د کمي مخنيوي لپاره بايد حکومت يوه جامع تګ لاره خپله کړي۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې نوموړي وېنا وه " که تېرو څو مياشتو نه مونږ وګورو نو د خوراکي شيانو خاصکر سبزيانو، دالونو، د چايو پتو او چينو قيمتونه سېوا شوي دي او اوس دې (موجوده حالاتو) سره به نور هم سېوا کېږي نو ددې لپاره پکار ده چې يوه جامع پالېسي جوړه شي او خاص کر زمونږ چې کوم ګاونډي هېوادونه دي، د هغوی نه د خوراکي توکيو په درامد کولو ټېکسونه کم کړل شي"

نوموړي زياته کړه د ګاونډي هيواد هندوستان سره د واهګه او په نورو لارو تجارت کولو سره په ارزانه بيه خوراکي مواد ترلاسه کېدای شي۔

پروفېسر ذلاکت خان وايي چې په نن سبا ورځو کې د هندوستان سره که نور تجارت نه وي خو چې د خوراکي توکيو د تجارت په اړه حکومت په خپله پالېسۍ نظرثاني وکړي او هغه انډين سبزۍ او نور خوراکي شيان چې د دوبۍ په لاره درامد کېږي که هغه په واهګه بارډر يا د سیند صوبې سره چې کوم د هندوستان پولې دي که په هغې راشي نو خلکو ته به ارزان ترلاسه کیږي۔

ابتدايي سرکاري شمېرې ښايي په پاکستان کې 6،5 ميلينه اېکړه هغه زمکه د سېلابونو له امله متاثره شوې چې فصلونه پرې کرل شوي وؤ.

د راپورونو ترمخه په دغو فصلونو کې دپومبې او د وریجو فصلونه زيات اغېزمن شوي کوم چې د هېواد د برامدي ګټې يوه لوی برخه ده۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG