لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې عدالتونو د ترهګړۍ مقدمو کې 66 فيصده ملزمان د ناکافي ثبوتونو او شک په اساس بري کړي


واشنګټن ــــ د خېبر پښتونخوا د پراسيکيوشن محکمې نه ترلاسه شويو شمېرو تر مخه په صوبه کې د روان کال جنورۍ نه تر سپتمبر پورې د ترهګرۍ په قضيو کې 66 فيصده ملزمان د ثبوتونو د نشتوالي او په مقدمو کې پیدا شويو شکونو په اساس عدالتونو بري کړي دي.

د قانوني چارو پوهان وايي چې په صوبه کې د ترهګرۍ په پېښو کې د کره شواهدو او ثبوتونو جمع کولو لپاره د فارنزک لېبارټرۍ سهولتونه د نشت برابر دي او د پوليس تفتيشي افسرانو ته هم هغه جديد تربيت نه دی ورکړل شوی کوم چې په داسې ډول قضيو کې د ثبوتونو پېش کولو لپاره مهم دی.

د پښتونخوا د پرسيکيوشن محکمې له خوا جاري شوې شمېرې ښيي چې د روان 2022م کال د لومړنيو نهو مياشتو په دوران کې د ترهګرۍ په مقدمو کې 34 فيصده ملزمانو ته سزا ورکړل شوې ده.

د شمېرو ترمخه د ترهګرۍ ضد په 13 عدالتونو کې 143 قضيې فېصله شوې دي چې پکې په 48 مقدمو کې ملزمان سزا شوي دي.

په دې حقله د محکمې ډايريکټر جنرل مختيار احمد وي او اې ډيوه ته وايي چې په صوبه کې د فارنزک لېبارټرۍ د سهولتونو د نشتوالي او په ضروري ځايونو کې د سي سي ټي وي کمېرو د غېر موجودګۍ له امله د ثبوتونو او شواهدو د کمي په اساس ملزمان خوشي کړل شي:

"پښتونخوا کې سېف سيټي پروجېکټس هم نه دي ترسره شوي او د ترهګرۍ چې څومرهم پېښې کېږي نو چې چرته هم سي سي ټي وي کمېرې لګېدلې وي نو د هغې تفتيشي ايجنسيو ته ډېره فايده وي".

هغه دا هم وويل چې د ترهګرۍ په پېښو کې کوم خلک مړه شوي وي يا پکې زخميان وي نو اکثره د هغوی پوسټ مارټم رپورټ يا انجري شيټ د هغوی په تفتيشي فايل باندې نه وي.

نوموړي زياته کړه د نورو هېوادونو په پرتله په پاکستان کې د موبايل کالز، مېسېجز، وټس اپ مېسېجز او ايميل ډېټا ترلاسه کول يو پېچيده عمل دی او په دې لړ کې له ادارو سره د ټيليکام کمپنيو له خوا مکمل مرستې هم نه کېږي چې له وجې يې په مقدمه کې ګټه ملزم ته رسېږي.

د پرسيکيوشن محکمې د شمېر ترمخه په 63 د ترهګرۍ په مقدمو کې د شک په اساس او په 27 مقدمو کې د ثبوتونو د نشتوالې له وجې ملزمان خوشي کړل شوي دي.

د پېښور هايکورټ اېډوکېټ فرهاد اپريدې وي او اې ډيوه ته وايي چې د ترهګرۍ په زياتره مقدمو کې تفتیش کمزوری وي او د هغې له وجې په جرمونو کې ککړ تنانو ته سزا ورنه کړل شي۔

ډيوه سره خبرو کې د نوموړي وېنا وه چې په صوبه کې د زياتره تفتيشي افسرانو مهارت او تعليم هغه هومره نه دی کوم چې د نوي دور د قضيو او الاتو لپاره پکار دی. هغه زياته کړه:

"اوس د شهادت په قانون کې موبايل ډېټا، ويډيو او آډيو په شهادت کې بطور ثبوت مونږ پېش کولی شو او دغه عدالت ته قابل قبول وي، په جيوفنسنګ، جيو لوکېشن او سي ډي آر باندې دغه مقدمې انحصار کوي خو د دې د (اپرېټ کولو) چلولو لپاره چې مونږ سره کوم تفتيشي وي هغه پرې پوه هم نه وي" .

د پرسيکيوشن محکمې مشر مختيار احمد وايي چې د ترهګرۍ په مقدمو کې تېر کال د سزا شرحه 19 فيصده ريکارډ شوې وه۔

نوموړی وايي چې په دغه ډول جرمونو کې ککړ تنانو ته سزا ورکولو لپاره پبلک پروسيکيوټرز يا سرکاري وکيلانو ته د نوي دور مطابق تربيت ورکولو په عرض اوس اداره جوړه کړل شوې او د دوی د کمي پوره کولو لپاره به ډېر زر نور وکيلان هم برتي کړل شي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG