لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اڅکزی: ډیورنډ کرښه چېړل نه غواړو، خو پاکستان په یوویشتمه پېړۍ کې په اغزن تار زموږ لاره بندوي


واشنګټن ـــــ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د طالبانو پر حکومت ږغ کړی چې د نجونو بند سکولونه خلاص کړي، وایي طالبان او د پاکستان حکومت دواړه باید یو بل ته د یو بل په هېوادونو کې د لاسوهنې نه کولو ضمانت ورکړي او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو پښتنو ته د دواړو هېوادونو شهریت ورکړل شي.

د دسمبر پر دویمه د کوټې په ایوب سټېډیم کې د ګوند د بنسټ ایښودونکي عبدالصمد خان اڅکزي- چې په خان شهید مشهور دی- د 49م تلین په مناسبت جلسې ته په وینا کې محمود خان اڅکزي طالبان مخاطب کړل چې نجونې باید تعلیم ته پرېږدي.

ښاغلي اڅکزي طالبان "ملګري" یاد کړل او له دې کبله چې د هغوی د مشر هبت الله اخوندزاده په ګډون اکثر مشران یې د کندهار دي، هغوی ته په اشارې سره یې وویل:

"زه د کندهار زموږ عزیزانو [طالبانو] ته وایم چې وعزیزه زما او ستا ښځه به څنګه بي بي عایشه کېږي، څنګه به ډاکټره او پایلټه کېږي چې ته د ښځو تعلیم نه منې". هغه د اسلام د پیغمبر مېرمنې بي بي عایشې ته اشاره وکړه، چې د محدثینو په وینا په دیني‌ علومو کې لوستې ښځه وه.

طالبانو تر اوسه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی، خو له تېرو شاوخوا څورلسو میاشتو یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه بند ساتلي او د بیا پرانیستلو لپاره یې د نړۍ پرله پسې غوښتنې هم نه دي منلې.

محمود خان اڅکزي په خپل ګوند کې د وروستیو اختلافاتو په اړه ښکاره خبرې ونه کړې، خو له ګونده د ایستلو مشرانو هغه اعتراض ته یې اشاره وکړه، چې هغوی ویلي وو د ګوند مشر یې د طالبانو په اړه خپل دریځ بدل کړی دی. د دریځ له بدلېدو یې مقصد دا دی چې وایي مخکې یې پر طالبانو د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ایس ای د ملاتړ تور لګاوه خو اوس د طالبانو د حکومت په ملاتړ خبرې کوي.

ښاغلی اڅکزی له اوږدې مودې راهیسې هر کال په اسلام اباد کې په افغان سفارت کې د افغانستان د استقلال د ورځې په جشن کې ګډون کوي، خو تېر کال چې یې د طالبانو تر واک لاندې سفارت په جشن کې ګډون وکړ، نو په ګوند کې دننه او بهر ورباندې نیوکې وشوې او د ده دا ګډون "د طالبانو ملاتړ" وبلل شو.

د کوټې په ایوب سټېډیم کې د عبدالصمد خان اڅکزي‌ د تلین د جلسې ګډونوال
د کوټې په ایوب سټېډیم کې د عبدالصمد خان اڅکزي‌ د تلین د جلسې ګډونوال

دغو اعتراضونو ته په اشارې بیا ده د اکتوبر پر اوومه په کوټه کې د ګوند یوې جلسې ته په وینا کې سپیناوی وکړ او ویې ویل، طالبان "د امریکې په خوښه" واکمن شول، خو باید اوس دا ډاډ ورکړي چې نور به څوک پر افغانستان په زور نه واکمنېږي، په همدې خبرو کې ده ویلي‌ وو:

"که مو وخښمولم (غصه مو کړم) زه دا وایم چې زه د طالبانو وزیر خارجه یم، طالب او افغانستان له بدۍ خلاصوم له ما سره کومک وکړئ".

محمود خان اڅکزي چې تېره میاشت له ګونده کوم مرکزي مشران ایستلي، پر هغوی یې د ګوند له آیین او تګلارې د سرغړونې تور لګولی، خو هغوی بیا پر ښاغلي اڅکزي د ګوند له پخوانۍ بیانیې د پر شا کېدو تور لګوي او پر دې خبره یې هم اعتراض کاوه چې وایي هغه ځان د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وباله. محمود خان اڅکزي د دسمبر د دویمې نېټې جلسې ته یو ځل بیا دې اعتراض ته داسې جواب ووایه:

"بیا وایم بیا وایم، زه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په معنا، هم د افغانستان پلار یم، هم یې وزیر داخله یم،‌ هم یې وزیرخارجه یم، هم یې ملا یم هم یې پیر یم". خو هغه دا سپیناوی ونه کړ، چې له دغو خبرو یې مقصد څه دی.

د علي وزیر خلاصون:

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وویل، د قومي اسمبلۍ غړی او د جنوبي وزیرستان د خلکو استازی علي وزیر په "بې ګناه" توګه له دوو کلونو بندي دی. وایي د سیند حکومت باید هغه ژر تر ژره خوشي‌ کړي.

ښاغلي اڅکزي وویل، د کراچۍ د پولیسو پر یوه مشر راو انوار تور لګېدلی وو چې په "دوه سوه غلطو مقابلو کې یې 440 انسانان وژلي وو"، وایي په هغوی کې د نقیب الله مسید په ګډون "اکثر پښتانه وو"، خو د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت هغه ته ضمانت ورکړ او خوشي شو، خو علي وزیر لا بندی دی.

محمود خان اڅکزي خبرداری ورکړ چې علي وزیر دې په دوو اوونیو کې خوشي کړل شي، "که تر 16 دسمبر پورې علي وزیر داسې ایله نه شو لکه راو انوار، په هغه ورځ به پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په ټوله پښتونخوا او جهان کې مظاهرې کوي".

د قومي‌ اسمبلۍ بندي غړی علي‌ وزیر.
د قومي‌ اسمبلۍ بندي غړی علي‌ وزیر.

علي وزیر د 2020م کال د دسمبر پر 16مه په پېښور کې نیول شوی وو او بیا له هغه ځایه کراچۍ ته لېږدول شوی وو. پر هغه تور دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسو کې یې "د ریاستي ادارو خلاف" خبرې کړې دي او "خلک یې "د پاکستان په ضد" پارولي دي، خو د هغه وکیل دا تورونه رد کړي دي.

د علي وزیر خلاف د کراچۍ په ګډون د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې مقدمې درج شوې دي او د هغه د بند په مهال په تېرو دوو کلونو کې عدالتونو هغه ته په پینځو مقدمو کې ضمانت ورکړی دی، خو لا هم په شپږمه مقدمه کې بندي دی او د خوشي کېدو امر یې نه دی شوی.

پاکستان او افغانستان:

محمود خان اڅکزی له تېرو څو کلونو راهیسې په خپلو ویناوو کې دا خبره په تکرار سره کوي چې "پاکستان په ډېر بد حالت کې دی"، ځکه چې وایي نړۍ ورباندې "ډېر خطرناک تورونه" لګوي او بلې خواته په اقتصادي او مالي بحرانونو کې ښکېل دی.

د عبدالصمد خان اڅکزي د 49م تلین په مناسبت جلسې ته ښاغلي اڅکزي له بحرانونو د پاکستان د وتلو یواځینۍ لاره د داسې «ګول مېز کانفرنس» جوړېدل وبلل چې وایي ټول ښکېل اړخونه پکې برخه ولري او د داسې یو نوي جمهوري پاکستان د جوړېدو پرېکړه پکې وشي چې پارلمان پکې د طاقت سرچینه وي او د دې هېواد د قومونو په مورنیو ژبو بنیادي تعلیم لازمي وي. ښاغلي اڅکزي وویل:

"هر هغه [پوځي] جرنل، هر هغه جج، جرنلسټ او هر سړی چې د ایین درناوی کوي پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ورته سلام کوي، خو هر هغه جج، جرنېل او هر څوک چې له ایین سره لوبې کوي مرده باد".

که څه هم د پاکستان پوځ تل په سیاست کې د لاسوهنې تورونه ردوي، خو د پاکستان د پوځ مخکیني مشر جنرل قمر جاوېد باجوه تر ریټایر کېدو مخکې د نومبر پر 23مه د راولپینډۍ په پوځي‌ مرکز کې یوې غونډې ته په وینا کې منلې وه چې پوځ په تېرو اویا کالو کې د پاکستان په سیاست کې لاسوهنه کړې ده.

محمود خان اڅکزي وویل افغانستان د پاکستان ښه ملګری کېدای شي، خو وایي له سیاسته د پاکستان "ناخبره" واکمنان به له دغو خبرو لاس اخلي چې افغانستان د پاکستان پینځمه صوبه جوړول غواړي او په دې هېواد کې د «سټرېټیجک ډیپت» تګلاره عملي کول غواړي. د څېړونکو په وینا سټرېټیجیک ډیپت د پاکستاني پوځ هغه پالیسي ده چې له هند سره په سیالۍ تل په افغانستان کې د پاکستان لاسپوڅی حکومت غواړي، خو پاکستان تل دا ډول تورونه رد کړي او له داسې کومې پالیسۍ لرلو یې انکار کړی دی.

پر ډیورنډ کرښه غزېدلی اغزن تار.
پر ډیورنډ کرښه غزېدلی اغزن تار.

ښاغلي اڅکزي پر "ډیورنډ کرښه" د پاکستاني پوځ له خوا لګېدلي اغزن تار ته په اشارې سره وویل، څنګه چې بهرمېشتي پاکستانیان د خپل ملک په ګډون د نورو هېوادونو شهریت یا تابعیت لري، پکار دی چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشتو خلکو ته هم د افغانستان او پاکستان دوه ګونی شهریت ورکړل شي:

"موږ ډیورنډ کرښه نه چېړو او نه یې چېړل غواړو، خو پر دې کرښه اغزن تار لګول، په یوویشتمه پېړۍ کې د حیوانانو مخه هم نه نیول کېږي، ته [پاکستان] زموږ لاره بندوې".

پاکستان له افغانستان سره شاوخوا 26 سوه کیلومیټره اوږده "پوله" لري. د پاکستان پوځ په 2017م کال کې ورباندې اغزن تار غزول پیل کړل چې تر 90 فیصده زیات بشپړ شوی یې ګڼي او وایي مقصد یې دواړو غاړو ته د ترهګرو د اوښتو مخه نیول دي، خو مخکیني او د طالبانو اوسني‌ حکومت او د پاکستان د پښتنو ملتپالو ګوندونو دا اغزن تار د دواړو غاړو د ولسونو تر منځ "خنډ" بللی دی.

محمود خان اڅکزي وړاندیز وکړ، چې د پاکستان غاړې ته د پښتنو سیمې له افغانستان سره د تګ راتګ اووه دروازې لري، وایي که پر دې ټولو کسټم دفترونه جوړ شي او د خلکو تګ راتګ ازاد شي دا "د دواړو هېوادونو په خیر" کار دی.

ګوندي اختلافات:

محمود خان اڅکزي تېره میاشت لومړی د نومبر پر 10مه، بیا پر 19مه په جلا- جلا رسمي‌ اعلامیو کې او ورپسې د نومبر پر 26مه په کوټه کې په خبري غونډه کې د مرکزي مشرانو په ګډون په لسګونو کسان "د ګوند د ایین او تګلارې د سرغړونو" په تور له خپل ګونده وایستل.

د دسمبر د دویمې جلسې ته یې په ګوند کې د پیدا شويو اختلافاتو په اړه څه ونه ویل او د خپلو خبرو په پای کې یې د جلسې زرګونه ګډونوالو ته تش دومره وویل: "ما یو څه کسان له پارټۍ ایستلي دي ستاسې څنګه خوښه ده؟"، هغوی په نعرو جواب ورکړ، چې ده د خپلو پرېکړو تایید وباله، خو په دې منځ کې ځینو کسانو دا هم ورته وویل چې ایستلي کسان دې بیرته ګوند ته راشي.

له پښتونخوا ملي عوامي ګونده ایستل شوي‌ مرکزي او صوبایي مشران.
له پښتونخوا ملي عوامي ګونده ایستل شوي‌ مرکزي او صوبایي مشران.

محمود خان اڅکزي د ګوند مخکینی د اطلاعاتو مرکزي‌ سیکرټري رضا محمد رضا، مخکینی صوبایي وزیر عبیدالله بابت، مخکینی مرکزي جنرل سیکرټري مختار خان یوسفزی، د پښتونخوا صوبې مخکینی صوبایي مشر خورشید علي خان، د بلوچستان اسمبلۍ غړی نصرالله زېری، عیسی روښان، عبدالقادر اغا او ګڼ شمېر نور کسان له ګونده ایستلي دي، خو هغوی دا پرېکړه د خپل ګوند د ایین خلاف ګڼلې او د دسمبر پر 27مه او 28مه یې د ګوند دوه ورځنۍ کانګره را بللې ده، چې وایي د ګوند نوی مشر به هم پکې ټاکل کېږي.

خو محمود خان اڅکزی وایي د ګوند مرکزي کمېټۍ د روان کال په جنورۍ کې تحلیل شوې وه ځکه نو ایستل شوی مرکزي جنرل سیکرټر پر خپل سر د مرکزي کمېټۍ په صلاحیت بله غونډه نه شي‌ را بللای. د هغه پلویان له ګونده د مهمو مشرانو ایستل د ګوند لپاره ګټوره پرېکړه ګڼي، خو څېړونکي یې د پښتون ملتپال سیاست په زیان ګڼي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG