لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احتجاج: محمود خان اڅکزی وایي د سپریم کورټ قاضیان دې ووایي علي وزیر په جېل کې روا ساتل شوی که ناروا


اسلام اباد/ واشنګټن ــــ پښتونخوا ملي عوامي ګوند د جمعې په ورځ [16 دسمبر] د علي وزير د خوشي کولو دپاره د هېواد د نورو برخو په څېر په اسلام آباد او د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې احتجاجي مظاهرې کړې دي او د هغه د خلاسون کلکه غوښتنه یې کړې ده.

د ګوند مشر محمود خان اڅکزي په کوټه ښار کې د احتجاجي مظاهرې رهبري کوله چې په زرګونو کسانو پکې ګډون کړی وو او د ښار پر بېلابېلو سړکونو یې لاریون وکړ، دوی په لوړ اواز داسې شعارونه ورکول:

"«د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر خوشي کړئ»، «د علي وزیر خلاف مقدمې دې ختمې شي»، «موږ په پښتونخوا وطن کې امن غواړو»".

ښاغلي اڅکزي وروسته د ښار پر باچا چوک احتجاجي غونډې ته په وینا کې د پیپلز ګوند، مسلم لیګ ن او جمعیت علمای اسلام پر ایتلافي حکومت نیوکه وکړه، چې وایي دوی د جمهوریت د پلوۍ دعوې کوي خو په سیند کې راو انوار- چې ورباندې د 444 قتلونو تور دی ازاد ګرزي- مګر علي وزیر په زندان کې دی:

ښاغلي اڅکزي وویل د پاکستان د سپریم کورټ قاضیان اطهر من الله او جمال مندوخېل دې ریښتیا ووایي چې علي وزیر په جېل کې "روا ناست دی که ناروا"، وایي دوی دې د علي وزیر د بندي کېدو په اړه له خپل اړخ سوموټو اقدام وکړي:

"که د علي وزیر په ګډون بغیر له انصافه په زندانونو کې زموږ د بچیانو د ساتلو عمل ونه درول شو، د پاکستان جېلونه به موږ داسې ډک کړو چې ځای به پکې پاته نه شي او بیا به پښېمانه یې".

محمود خان اڅکزی د کوټې په باچاخان چوک کې د علي وزیر د خلاسون په اړه احتجاجي غونډې ته وینا کوي
محمود خان اڅکزی د کوټې په باچاخان چوک کې د علي وزیر د خلاسون په اړه احتجاجي غونډې ته وینا کوي

د اسلام اباد پريس کلب مخې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په لسګونو کارکنانو د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزير د خوشي کولو په حق کې احتجاجي مظاهره وکړه.

احتجاج کوونکو وويل د پارلېمان منتخب غړي د تېرو دوو کالو راهیسې په جېل کې بندي دی خو په يو جمهوري حکومت کې د پارليمنټ په غونډه کې د هغه د ګډون ارډر نه ورکول کيږي په کوم چې د دوی په وینا پښتون ولس ډېر انديښمن دی.

وي او اې ډيوه سره په خبره کې يو احتجاج کوونکی خالد خان وويل، علي وزير يواځې "د پښتون قام د ستونځو او د خپلواکۍ خبره کړې ده او د محکومې طبقې لپاره يې آواز پورته کړی دی"، وایي نوموړي داسې خبره نه ده کړې چې د پاکستان د دستور خلاف وي.

علي وزیر د 2020م کال د دسمبر پر 16مه په پېښور کې نیول شوی وو او بیا له هغه ځایه کراچۍ ته لېږل شوی وو. په هغه تور دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسو کې یې "د ریاستي ادارو خلاف" خبرې کړې دي او "خلک یې "د پاکستان په ضد" پارولي دي، خو د هغه وکیل دا تورونه رد کړي دي

اجمل خان چې په اسلام اباد کې ياد احتجاج ته راغلی وو، وي او اې ډيوه ته وويل، چې "په پاکستان کې د يو پارليمان غړي سره دا چلند کيږي نو د عام پښتون وګړي به څه حال وي؟".

د اسلام اباد پریس کلب مخې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لسګونه پلویان د علي وزیر د خلاسون لپاره احتجاج کوي
د اسلام اباد پریس کلب مخې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لسګونه پلویان د علي وزیر د خلاسون لپاره احتجاج کوي

په علي وزیر تراوسه پورې شپږ مقدمې شوي، په يوه مقدمه کې په کراچۍ کې بري شوی، په درېو مقدمو کې ورته د کراچۍ عدالتونو ضمانتونه ورکړي، اوس پرې درې مقدمې په خېبرپښتونخوا کې روانې دي، يو د ميرانشا، يو د ډېره اسماعيل خان او یوه په چارسده کې ده.

په احتجاج راوتلي د پښتونخوا ملي عوامې پارټۍ غړو ويل پښتانه د بې امنۍ تنګ راغلي دي او له رياسته تل پاتي امن غواړي۔

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې حاجي عبدالحکيم وايي "هغه سړی چې هره ورځ په خپله علاقه کې مړي ويني، چاودنې ويني، نو موږ د رئاست نه غوښتنه کوو چې دا ظلم دې بند کړی شي".

احتجاج کوونکو د مسلم ليګ ن مشري کې د پي ډي ايم په ايتلافي حکومت هم نیوکې وکړې چې تر اوسه يې د يو منتخب پارليمان غړي په قضيه کې خپل کردار ونه لوباوه.

علي وزير ته په خېبرپښتونخوا کې په يوه مقدمه کې ضمانت ورکړی شوی خو په دوه نورو کې ورته لا ضمانت نه دی تر لاسه شوی چې په هغو کې يې ضمانت وشي نو هغه به خوشی شي.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG