لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس راتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه غونډه کوي خو د طالبانو د ګډون په اړه یې څه نه دي ویلي


پېښور/ واشنګټن ـــ د روس تاس خبري ايجنسۍ د يو خبر ترمخه ماسکو به راتلونکې اوونې کې د افغانستان په تړاو د مرکزي او جنوبي اېشیا هېوادونو د ملي امنيت د سلاکارانو رابلل شوې غونډې کوربتوب کوي.

تاس د جمعې په ورځ ناوخته خبر ورکړی چې په دغه غونډه کې د پاکستان، هندوستان او چين استازي هم رابلل شوي دي خو د طالبانو د رابللو يا شرکت په اړه يې څه معلومات نه دي ورکړي.

دغې خبري ایجنسۍ د افغانستان لپاره د روس د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له خولې ویلي چې په دغه ناسته کې به د یادو هیوادونو د امنیت شورا سیکرټریان د افغانستان د امنیتي حالت په اړه خبرې وکړي.

ضمیر کابلوف د دې غونډې د کره نېټې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي او دا هم معلومه نه ده چې دې غونډې ته د طالبانو استازي هم ور بلل شوي دي که نه. د طالبانو حکومت تر دا مهاله د دغې ناستې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

وي او اې ډیوه د طالبانو د ګډون په اړه د طالبانو له مرستیال ویاند بلال کریمي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل څخه پوښتنه وکړه، خو هغوی په دې اړه جواب ونه وایه.

افغان سياسي چارو شنونکي وايي چې د طالبانو له خوا شويو ځينو اقدماتو له وجې افغانستان اوس د يواځې کېدو اړخ ته روان دی او سيمه یيز هېوادونه په افغانستان کې د داعش په موجودګۍ هم اندېښمن دي نو په داسې حال کې د يو باثباته افغانستان جوړولو لپاره داسې غونډې کول مهم دي.

په روس کې د ماسکو پوهنتون استاد او د سیاسي چارو څېړونکی ډاکټر شېر حسن وایي، طالبان چې پر خپلو وروستیو پرېکړو بیا نظر نه کوي نو په داسې وخت کې د ماسکو غونډه ډېره مهمه ده. ښاغلي شېر حسن وي او اې ډیوه ته وویل:

"له یوې خوا قحطي او لوږه ده او له بلې خواته یخني ده او افغانستان له دې کبله یواځې کېږي چې اوسني حاکمان یې پر هغو کړنو نوی نظر نه کوي چې نړیوال یې ترې غواړي".

ډاکټر شېر حسن وايي په دې غونډه کې به ضرور پر دې خبره بحث کېږي چې طالبانو د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار بندیز لګولی او د پراخ بنسټه حکومت خبره ده:

"په دغه مورد کې به دوی بحث کوي او خپل مناسبت به د طالبانو له حکومت سره څېړي چې په راتلونکي کې له هغوی سره د دوی ګوزاره باید څنګه وي".

د افغانستان په اړه د منځنۍ اېشیا او د سیمې د نورو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو څلورمه غونډه د 2022م کال د مې په 27مه د تاجکستان په پایتخت دوشنبه کې شوې وه.

په کابل کې مېشت د سیاسي چارو څېړونکی او د پوهنتون استاد پروفیسر عبدلناصر شفیق وایي، د یو باثباته افغانستان او په دې هېواد کې د وسلوالو ډلو د ممکنه موجودګۍ په اړه د اندېښنو لرې کولو لپاره غونډې جوړول ډېر اهمیت لري. پروفیسر شفیق وي او اې ډیوه ته وویل:

"که څه هم په افغانستان کې داعش ډېر ښکاره نه دی او نه تر سترګو کېږي خو بیا هم لا تر اوسه د سیمې له هېوادونو سره دا تشویش شته، خو اوس لکه په پاکستان کې چې بریدونه وشو دا شاید د پاکستان لپاره هم یو لوی ګواښ او تشویش وي".

پروفیسر عبدالناصر شفیق وایي تر څو چې په افغانستان کې یو پراخ ولسي ثبات او ارامي نه وي رامنځته شوې د دې ویره شته چې ځینې جنګیالۍ ډلې د دې حکومت خلاف وکارول شي او هغه بیا د سیمې د هېوادونو لپاره هم ګواښ و اوسي.

په روس کې دا غونډه په داسې وخت کېږي چې د افغانستان لپاره د روس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پاکستان ته سفر کړی وو. د وي او اې د خبر له مخې روس او پاکستان په افغانستان کې له واکمنو طالبانو سره پر ښکېلتیا ټینګار کړی وو.

خو ویلي وو واکمن طالبان به تر هغو په رسمیت ونه پېژندل شي چې تر څو یې د ښځو د حقونو او ټولشموله حکومت جوړولو په اړه نړیوالې اندېښنې نه وي لرې کړې.

د روس چارواکو په وروستیو د افغانستان د امنیتي حالت په ځانګړي ډول د وسلوالو فعالیتونو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښکاره کړې وه.

روسي ولسمشر ولاديمیر پوټین څه موده مخکې د امنیتي تړون سازمان د غړو هیوادونو په غونډه کې د افغانستان حالت ستونځمن بللی وو او د دغه تړون غړو هیوادونو ته د وسلوالو ډلو د فعالیتونو پراخېدو په اړه یې خبرداری ورکړی وو.

پوټین ټینګار کړی وو چې د امنیتي تړون سازمان غړي هیوادونه باید له افغانستانه هر ډول ګواښ ته متوجه وي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG