لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: داعش د پاکستان تر څنګ د نورو سيمه یيزو هېوادونو لپاره هم ګواښ دی


پېښور/ واشنګټن ــــ څېړونکي وايي که څه هم داعش خراسان وسلواله ډله په پاکستان کې منظم وجود نه لري خو وروستي بريدونه يې ښيي چې د تحريک طالبان پاکستان په څېر د پاکستان لپاره يو جدي ګواښ دی.

دوی وايي په پاکستان او افغانستان کې د داعش خراسان موجودګي د منطقې د نورو هېوادونو لپاره هم خطر دی بايد د مخنيوي لپاره يې ټول علاقايي ملکونه په ګډه تګلاره وضع کړي۔

څېړونکي وايي د لا قانونه ګرځول شوې تحريک طالبان پاکستان ترڅنګ داعش خراسان هم د پاکستاني رياست لپاره لوی چېلنج دی.

دوی وايي د ګلوبل جهاد او په نړيواله کچه د خلافت جوړولو نظريې په اساس داعش د منطقې د نورو هېوادونو لپاره هم د خطر سبب ګرځېدلی شي.

په دې حقله په پېښور پوهنتون کې د امن او شخړې د مرکز استاد پروفېسر جميل احمد چترالي وي او ای ډيوه ته وويل، په افغانستان کې چې له کله نه طالبانو انتظام سمبال کړی د هغې نه راپه دې خوا که ټي ټي پي ده او که داعش دی دوی ته د فعالیت میدان په لاس ورغلی دی:

"هغه ګراونډ چې اول ورته په وزيرستان او نورو سيمو کې ترلاسه وو هغه اوس د افغانستان پورې محدوده شوي دي ځکه چې د عراق او شام قيصې تر ډېره حده اوس امريکا او د هغې اتحاديانو کنټرول کړي دي او د دوی هدف اوس دا منطقه ده".

داعش خراسان ډلې د روانې مياشتې په دویمه نېټه په پېښور کې د سيکهـ دوکاندار دیال سینګ او يو مسيحي د وژلو ذمه وارۍ منلې دي.

يادې وسلوالې ډلې تېره میاشت په بلوچستان صوبه کې هم په پوليسو د برید ذمه واري منلې وه چې نهه پوليس پکې وژل شوي وو.

په پېښور کې مېشت خبريال رفعت الله اورکزي وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وویل چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته داعش د پولې دواړو اړخونو ته په بريدونو کې تېزي راوستې ده:

"هلته هم حملې زياتې شوې او دلته هم، په پېښور کې چې يو کال مخکې په اماميه مسجد کومه حمله شوې وه نو دا د داعش خراسان جوړېدو وروسته په پاکستان کې د ټولو نه غټه حمله وه، نو څنګه چې ټي ټي پي يو لوی چېلنج دی نو داسې داعش هم دی او په دې وخت کې د پاکستان لپاره دا دوه لویې خطرې دي".

داعش خراسان تېر کال د مارچ په څلورمه د پېښور قيصه خوانۍ سيمه کې د شيعه مسلمانانو په جومات د ځانمرګي بريد ذمه واري هم منلې وه چې پکې د 60 نه زیات کسان وژل شوي وو.

پروفېسر جميل احمد چترالي وي او ای ډيوه ته پخپلو خبرو کې دا هم وويل، چې روس، چين، سعودي عرب او ايران که هغه داسې قسمه قوت ته ځای ورکړي نو د دوی قوتونو نه کار اخيستل دي:

"هغوی ته دغه ويره او خطر وړاندې کول دي چې که په دې لېول يا کچه اوس تاسو مونږه سره مرسته ونه کړه نو دا په مستقبل کې د آلسعود لپاره هم، د خمېني انقلاب لپاره هم، د کمیونسټ يا د سوشلسټ روس او چين قوتونو لپاره هم د خطر سبب جوړېدلی شي".

داعش خرسان ډلې په افغانستان کې هم د يو شمېر بريدونو ذمه وارۍ په سر اخيستې دي چې پکې له ملکي او غېرملکي وګړو سره سره د طالبانو اعلی چارواکي هم وژل شوي‌ دي.

د امريکا او نورو هېوادونو د استخباراتي ادارو ترمخه د کال 2021 د اګست مياشتې را په دې خوا په افغانستان کې د داعش خرسان د غړو شمېره د 4000 نه سېوا شوی دی.

خو طالبان دغه شمېرې بې اساسه بولي او وايي داعش خراسان په افغانستان کې اوس کوم منظم شکل نه لري او د افغانستان تر څنګ د نړۍ د نورو هېوادونو لپاره د خطرې سبب نه شي ګرځېدلی.

طالبانو وخت په وخت دعوې کړي چې د کابل په شمول د ملک په مختلفو برخو کې یې د داعش په ضد عملیات کړي او د دې ډلې يو شمېر غړي يې نيولي یا وژلي دي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG