لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ماسکو غونډه کې طالبانو نه د داعش‌ اؤ نورو ترهګرو ډلو پرضد د کوټلو ګامونو اخستو غوښتنه شوې ده


د افغانستان موجوده وضعيت په اړه د روس کازان ښار کې شوې د ماسکو فارمېټ په غونډه کې ګډونوالو د طالبانو له حکومته غوښتي چې په افغانستان کې د داعش خراسان او نورو ترهګرو ډلو پرضد کوټلي ګامونه واخلي چې دا هېواد یو وارې بیا د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه شي.

د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د بشري حقونو، د جينکو په تعليم او د ښځو په کار لګول شويو محدوديتونو او تر اوسه د يو ټولشموله حکومت په نه جوړېدو هم اندېښې څرګندې کړي دي۔

څېړونکي وايي داعش خراسان د منطقې ټولو هېوادونو لپاره ګواښ دی ځکه يې د منځه وړلو لپاره ټول هېوادونه یوه خوله دي.

د افغانستان په اړه د ماسکو فارمېټ پینځمه غونډه د طالبانو د بهرنيو چارو وزير او د نورو لسو هېوادونو د استازو په موجودیت کې پرون د سپتمبر په ۲۹مه د روس په کازان ښار کې وشوه.

په غونډه کې د داعش خراسان پرضد د طالبانو له خوا د اخستل شويو ګامونو ستاینه شوې او ګډونوالو د طالب چارواکو نه غوښتنه کړې چې د داعش ترڅنګ د ټولو وسله والو پرضد کوټلي ګامونه واخلي.

پېښور پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو استاد او څېړونکی ډاکټر خورشيد خان وایي د روس اؤ چین په څېر ستر نړیوال طاقتونه دا اندېښنه لري چې داعش په دې سیمه کې د دوي پرضد د پراکسي په توګه کارول کېدای شي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي"دداعش چې دلته کومه موجودګي ده نو دا کوم داسې رياستونه چې دي چې په دنيا کې د طاقت د توازن لپاره اهم دي لکه روس او چين هغوی دا ګڼي چې د داعش استعمال په دې علاقه کې د دوی خلاف د پراکسي په طور کېدای شي، نو له دې وجې څه مشترکه خبرې دا دي چې دا ملکونه خپل منځ کې رايو ځای شي او د دې خلاف ګامونه واخلي"

د روس د بهرنيو چارو وزارت د ماسکو فارمېټ د غونډې په اړه اعلامیه خپره کړې او پکې دا هم ويل شوي چې طالبان باید د نشه یي توکيو د قاچاق د مخنيوي لپاره نورو هېوادونو سره همکاري چټک اؤ پراخه کړي.

په اعلاميه کې ويل شوي چې په افغانستان کې د یوه داسې ریښتیني ټولشموله حکومت په جوړولو کې کوم پرمختګ نه دی شوی چې د هیواد د ټولو قامي او سیاسي ډلو ګټې پکې خوندي وي.

د ماسکو فارمېټ د غونډې په اعلاميه کې د طالبانو څخه غوښتنه شوې چې د افغانانو لپاره اسانۍ برابرې کړي چې د کډوالۍ مخه ونيول شي او خلک خپل وطن ته ستانه کړل شي.

د اعلاميې ترمخه د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د جينکو په تعليم او د ښځو په کار لګول شويو محدوديتونو باندې ژورې اندښنې ښودلې او د بنیادي حقونو او ازاديو د درناوي لپاره يې خبرې کړي.

د سياسي چارو څېړونکي وايي که چېرې افغان طالبان د سيمه یيزو هېوادونو او د نړيوالې ټولنې دې پر ځای غوښتنو نه درناوی نه ورکوي نو ستونزې به يې نورې هم سېوا شي. په افغانستان کې د سیاسي چارو څېړونکی امين الله احساس وي او ای ډیوه وایي:

"اغيزې به يې دغه وي چې اسلامي امارت نه شي کولی چې پراخه اقتصادي او تجارتي فعاليتونه ولري، پېسې انتقال کړي، هېوادونو سره په پراخه پېمانه راکړه ورکړه وکړي او په دې سره به د افغانستان اقتصاد نور هم خراب حالت ته ځي او دغه وضيعت خرابېږي".

د ماسکو فارمېټ د غونډې د اعلاميې ترمخه فريقېنو افغانستان د يو ازاد، متحد او پرامن رياست جوړولو وکالت وکړو او په افغانستان يا نورو ګاونډي هېوادونو کې یې د څه رقم بهانې په اساس د دريمګړو هېوادونو پوځي تنصيباتو ځای پرځای کول په هېڅ ډول د نه منلو وړ وبلل.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG