لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان زلزله کې د مړو اؤ ژوبلو شمېره تر 4000 اوښتې ده


د افغانستان په هرات ولايت کې د راغلې زلزلې له امله د کورونو د ملبې لاندې د ګېرو وګړو د لټون او ژغورنې عمليات اوس هم روان دي او د طالب چارواکو ترمخه د مړو او ژوبلو تنانو شمېره څلورو زرو ته رسېدلې چې د سېوا کېدو اندېښنه يې موجود ده۔

د سيمې خلک وايي چې اوس هم وخت په وخت د زلزلې ټکانونه محسوسېږي او ځايي اوسېدونکي د کورونو پر ځای په سړکونو وخت تېروي.

دوی وايي موسم په يخېدو دی او زلزله ځپلي عاجلو مرستو ته اړتيا لري بايد نړيوال دوی سره په سمدستي ډول امداد وکړي۔

په افغاتسنان کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د وزارت وياند ملاجانان سايق وايي په هرات ولايت کې د راغلې زلزلې نه متاثره شويو سيمو کې لاهم د پلټنو او ژغورنې عمليات دوام لري چې د ودانيو او خاورو لاندې تنان پېدا کړي

د وزارت ترمخه په دې عملياتو کې د ملي او بهرني بنسټونو ټيمونه او ځايي خلک برخه لري.

ملاجانان سايق پرون د ګل- دوشنبې په ورځ دخبري کانفرنس پرمهال ويلي 35 د لټون او ژغورنې ټيمونه جوړ کړی شوي دي چې تر 1000 زيات کسان په دغو ټيمونو کې شامل دي او سيمې ته لېږل شوي دي

دهغه په وینا،هم دا ډول د ناياب، رافي او د ساياب کليو کې خلک د عملياتو په لړ کې له ملبې لاندې بند پاتې دي او د مشينونو په مرسته کار روان دی او د سيمي خلک هم په دې برخه لري اؤ مرسته کوي.

نوموړی وایي ددې ترڅنګ په سيمه کې د لټون او ژغورنې عملياتو سره هم مهاله په زيانمنه سيمه کې د رسېدنې لړۍ هم روانه ده.

د وزارت ترمخه په راغلې زلزله کې د زندهجان ولسوالۍ په 20 کليو کې نزدې 2000 زره کورونه ويجاړ شوي چې په نتيجه کې یې تر 4000 پورې تنان مړه او ژوبل شوي دي۔

طالب چارواکي د مړو او ژوبل تنانو په شمېره کې د زياتوالي اندېښنه ښايي۔

د هرات ځايي اوسېدونکي وايي په سيمه کې اوس هم وخت په وخت د زلزلې ټکانونه محسوسېږي چې له امله يې خلک په سخته کې ويره کې د کورونو څخه بهر ژوند کوي۔
په هرات ولايت کې ازاد خبريال ښاغلی نظیر هاشمي وي او ای ډیوه ته وایي:

" مونږه خپله د هرات سیمه ییز روغتون ته چې راغلو وضعيت دومره خراب دی چې ټول خلک په يو ډار کې ژوند کوي او په يو ډار کې دلته د درملنې لاندې دي"

هغه وایي ،پرله پسې زلزلې اوس هم ځيني وخت راځي او ورځ کې يوه یا دوه زلزلې اوس هم کېږي.

"هرات ولايت کې په اوس وخت کې د خلکو ډار دومره ډېر دی چې ټول خلک د خپلو کورونو څخه راوتلي دي او په سړکونو شپې تېروي"

ځايي خلک وايي که څه هم په افغانستان کې د طالبانو دحکومت، د مرسته کوونکو بنسټونو او ځايي شتمنو خلکو له خوا د هرات زلزله ځپلو سره مرستې شوي خو دغه مرستې پوره نه دي او غېزمنې کورنۍ نور امداد ته هم اړتيا لري۔

د هرات ولايت ځايي تاجر کبیر افغان وایي زلزله ځپلو ته چې کومې مرستې ورکول کیږي په هغې کې کمبلې اؤ خوراکي توکي شامل دي.

نوموړي ډیوه ته وویل" دلته د هرات تاجران او خواوشا نورو نزديو تاجرانو چې کوم کومک کړی هغه بسنه نه کوي، نو مونږه په ټولې دنيا او خصوصا د افغانستان په ګاونډي هېوادونو دا غږ کوو چې د هرات د زلزله ځپلو سره مرسته او کومک وکړي او د دوی لاس نيوی وکړي"

د امريکې د جيولوجيکي سروی ترمخه د افغانستان په شمال لوديځ کې پروت په هرات ولايت کې د خالي په ورځ راغلي زلزلې درجه شپږ اعشاريه درې وه۔

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر اوچا په ټولنیزه رسنۍ ايکس(پخواني ټویټر) ويلي چې تردې دمه د هرات په 5 ولسواليو کې د زلزلې له امله څه باندې 12 زره تنان اغېزم شوي دي۔

اداره وايي د زلزلې مرکز زنده جان ولسوالۍ کې څه کم ديارلس سوه تنان مړه، څه کم وولس سوه نور ټپيان او سل فيصده کورونه ويجاړ شوي دي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG