لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو له نړیوالو د هرات د زلزله ځپلیو لپاره د 14.4 میلینه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده


د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي آر له مرسته کوونکو هېوادونو او دارو څخه د افغانستان په هرات ولایت کې له زلزله ځپلیو کورنیو سره د مرستې لپاره د 14.4 میلینه ډالرو غوښتنه کړې ده.

ملګري ملتونه وايي د هرات په زنده جان ولسوالۍ د زلزلې له امله په 11 کلیو کې ټول کورونه نړېدلي او په ټوله کې د څه باندې 1700 کورنیو لږ تر لږه 12 زره تنان اغېزمن شوي دي۔

د افغانستان په هرات ولايت کې يوه وونۍ وړاندې د سختې زلزلې او د هغې وروسته د زلزلې راغلو جټکو له امله اغېزمن شوي يو شمير ځايي اوسېدونکي له هم د کومک منتظر دي.

زلزله ځپلي وايي موسم په سړېدو دی او دوی سره د خپلو ماشومانو او ښځو د پراخه اسمان لاندې ژوند کوي، دوی د طالب چارواکو او خېريه بنسټونو څخه د کومک غوښتنه کوي.

د افغانستان هرات ولايت 70 کلن لال ګل هم د تېر خالي په ورځ راغلې زلزله کې د کورنۍ غړي او نور د امروزه استعمال شيان او خوراکي توکي د لاسه ورکړي دي۔ نوموړی د افغانستان واکمنو او نړيوالې ټولنې څخه د مرستو غوښتنه کوي:

"کله چې زلزله وشوه زه د څاه یا کوهي خواته وم چې راغلم ګورم چې کور مو نړېدلی او د کورنۍ اووه تنه غړي ورلاندي شوی موږ نهه تنه وو اووه نفره مو له لاسه ورکړل له چارواکو څخه د مرستۍ غوښتونکې یو موږ ترې پیسې نه غواړو خو ژمی را روان دی زموږ د ویجاړو کورونو جوړولو کې د مرسته راسره وکړي".

د امريکې د جيولوجيکي سروی ترمخه د افغانستان په شمال لوېديځ کې پروت په هرات د اکتوبر په 7مه د راغلې زلزلې درجه 6.3 ريکارډ شوې وه.

په افغانستان کې افتي پېښو ته د رسېدو د چارو وزارت وايي په دغه زلزله کې څه باندې 1000 تنه مړه او هسپتالونو ته نزدې 2000 ژوبل کسان د علاج لپاره انتقال شوي دي.

د وزارت چارواکو ميډيا ته جاري کړو مالوماتو کې ويلي چې د تېزې زلزلې په نتيجه کې څه باندې 1300 کورونه په مکمله توګه ويجاړ شوي دي۔

د وزارت ترجمان ملا جانان سايق وي او ای ډيوه ته وويل چې خلکو سره د مرستو لپاره په هرات ولايت کې يوه کمېټي ټاکلې شوې او کوم خلک چې امداد ته اړتيا لري هغوی سره هر ډول کومک کېږي.

د هرات بېلا بېلو سيمو يو شمېر زلزله ځپلي وايي موسم په يخېدو دی او دوی سره د ښځو او ماشومانو بې سرپناه په ژوند کولو مجبوره دي، دوی د افغانستان موجوده واکمنو او نړيوالو خيريه بنسټونو څخه د کومک غوښتنه کوي. په هرات کې ولايت زلزله ځپلی سلطان احمد وایي:

"تراوسه مونږ ته هیڅ ډول مرسته نه ده شوې, یو مسلمان چې اوبه, خواړه او ډوډۍ یې راوړه نور چا څه نه دي کړي, مونږ ته باید د سرپناه غم وخوړل شي, هرڅه مو چې لرل کالي او خوراکي مواد ټول ترخاورو لاندې شول. تراوسه بریالي شوي نه یوو چې سامان راوباسو, دولت باید لوډر راوړي چې هرڅه له خاورو نه وایستل شي. ټول څاروي چې په کور کې وو له منځه لاړل".

د خوړو نړیوال پروګرام د هرات ولايت زلزله او د هغې وروسته د زلزلې جټکې د يو ناورين په سر بل ناروين په توګه ياد کړي او د نړيوالې تولنې څخه يې افغانانو ته د مرستو د برابرولو غوښتنه کړې۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG