لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هرات زلزله ځپلې ښځې او ماشومان د ذهني ناروغیو ښکار شوي


د افغانستان د هرات صوبې ځايي خلک او د مرستندويه ادارو کارکوونکي وايي په دې ولايت کې د وروستيو زلزلو له امله ماشومان او مېرمنې د سخت ذهني فشار سره مخ دي او او د ويري له وجې د کورونو پر ځای په ډاګه د اسمان لاندې ژوند کوي.

دوی په افغانستان کې د طالبانو حکومت او خېريه بنسټونو څخه د نور امداد ترڅنګ د نفسياتي ناروغو د درمنلې لپاره د ډاکټرانو او داروګانو غوښته کوي.

د افغانستان هرات ولايت اوسيدونکي او سيمې ته په مرستو رسولو بوخت د غېر دولتي خېريه بسنټونو چارواکي وايي چې د پرله پسې زلزلو راتلو وروسته د هرات صوبې په متاثره علاقو کې اکثره ماشومان او مېرمنې د ذهني ناروغو سره مخ شوي دي او په بېړنۍ توګه نفسياتي درملنې ته اړتيا لري.

د هرات صوبې زلزله ځپلې محبوبه بي بي وايي، "دغې زلزلې په مونږه ډېر بد تاثير کړی، زمونږه اولادونه بېهوشه غورځيدلي وو او ډېر په چغو وو او نه قرارېدل، مونږه حېران يو چې اوس بله زلزله به کېږي که دوی سره اودرېږو او قلار يې کړو، خواهش مو دا دی چې مونږه ته د نفسياتو ډاکټر راوستول شي چې دغه زمونږه مشلکلونه کړي ګېنې زمونږه اولادونه به دغه شان ليوني مونږه ته پاتې وي".

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ترمخه د 7م او 15م اکتوبر ترمنځه د افغانستان په لويديځ هرات صوبه کې د 6.3 درجې درو زلزلو په مستقيم ډول د 66،000 نه سېوا خلک اغېزمن کړي دي.

اوچا وايي تراوسه پورې په زلزله کې 1480 تنان چې د نيمايي څخه زياتې يې ښځې دي مړه شوي او 2000 چې نيمايي يې ښځې او جينکۍ دي ژوبل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د اندازې ترمخه په دغو زلزلو کې په اغېزمنو کې 90 فيصده ښځې او ماشومان دي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو او په هرات کې د زلزله ځپلو سره مرسته کوونکې مېرمنې وايي چې روانه مياشت راغلو زلزلو له امله د ماشومانو ترڅنګ د ښځو او په خاصه توګه د اميدوارو مېرمنو ژوند ډېر متاثره شوی دی، دوی وايي ښځې او ماشومان د ويرې د لاسه په يخنۍ د خلاص اسمان لاندې ژوند کوي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعاله او د خېريه بنسټ مشره فروزان داودزۍ وايي،

"هغه ښځې چې دوی بارداره دي د خواره مشکلاتو سره مخ دي ځکه چې يو طرف ته د هرات وسلوالۍ ايران سره نزدې دي او اکثره د دوی نارينه د کار لپاره ايران ته ځي او تګ راتګ لري او کورنۍ يې سرپست نه لري، حتی هغه ساحو کې چې کورونه مکمل نه دي تخريب شوي خلک او په خصوصي توګه ښځې او ماشومان د دې جرات نه لري چې دوی بېرته خپلو کورونو ته لاړ شي".

په افغانستان کې افتي پېښو ته د رسېدو د چارو وزارت ترمخه په هرات صوبه کې د زلزلې متاثرينو ته د مرستې رسولو لپاره کمېټي جوړه کړل شوې او خلکو سره د مرستو لړۍ دوام لري.

د وزارت چارواکي وايي د علاج لپاره په سيمه کې ډاکټران او طبي عمله پرځای کړل شوې او د ضرورت مطابق خلکو ته علاج او داروګان ورکول کېږي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG