لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرکټ نړیوال اتل به هند وي که اسټریلیا؟ فیصله یې نن کیږي


Cricket World Cup Trophy INDvAUS
Cricket World Cup Trophy INDvAUS

د کرکټ د نړیوال کپ د ۱۳مې اتلولۍ ګټلو مهمه پرېکړه نن د یکشنبې په ورځ د هند احمد اباد په نریندر مودي اسټډیم کې د هند اؤ اسټریلیا د لوبډلو ترمنځ کېدونکې فاینل سیالۍ کې کیږي.

ټاکل شوې ده چې دپاکستان په وخت ماسپښین یوه نیمه بجه پېل کېدونکې دې فیصله ییزې سیالۍ کتلو لپاره به نریندر مودي اسټیډیم ته یو لک اؤ ۳۰ زره دکرکټ مینه وال ورټولیږي.

د اسټریلیا لوبډلې تر دې وړاندې هم پینځه ځله د نړیوال کپ اتلولي ګټلې ده خو هند بیا دوه کرته ددې اتلولۍ په ګټلو بریالی شوی دی.

په وروستي ځل د هند اؤ اسټریلیا لوبډلو 20 کاله وړاندې د ورلډ کپ ګټلو لپاره یو بل سره سیالي کړې وه چې دغه سیالۍ کې اسټریلیا هند ته په 125 منډو ماتې ورکړې وه اؤ ورلډ کپ یې ترې ګټلی ؤ.

ننۍ فاېنل لوبه به د احمد اباد په نریندرا مودي کرکټ ستېډېم کې کېږي چې د نړۍ تر ټولو لوې د کرکټ مېدان دی او پکې یو لک ۳۲ زره خلک لوبه کتلی شي.
ننۍ فاېنل لوبه به د احمد اباد په نریندرا مودي کرکټ ستېډېم کې کېږي چې د نړۍ تر ټولو لوې د کرکټ مېدان دی او پکې یو لک ۳۲ زره خلک لوبه کتلی شي.

دا اتم ځل دی چې د اسټریلیا لوبډله د نړیوال کپ پائ لوبه یا فاینل ته په رسیدو کې بریالۍ شوې ده اؤ هند څلور ځله پائ لوبې ته د وتلو ویاړ لري.

هند په وړومبي ځل په کال 1983م اؤ په کال2011م کې د کرکټ نړیواله اتلولي ګټلې وه اؤ اسټریلیا په کال1987، 1999، 2003، 2007 او 2015 د ورلډ کپ د ګټلو ویاړ په لاس کې لري.

اسټریلیا چې تر اوسه د نړیوال کپ کومې اووه پائ لوبې کړې دي هغې کې یې پینځه ګټلې دي چې دا یو ریکارډ دی.

په وړومبي ځل اسټریلیا په کال 1987 کې په هند کې شوې د ورلډ کپ فاینل سیالي ګټلې وه اؤ له هغې وروسته یې د کال 1999 نه راواخله تر 2015 په منځ کې څلور ځله دا نړیوال کپ ګټلی دی.

د ورلډ کپ په اوسنیو سیالیو کې هند اؤ اسټریلیا دواړو غوره لوبې کړې دي.

هند تر اوسه خپلې ټولې سیالۍ ګټلي اؤ اسټریلیا یوازې دوه لوبې بایللي دي چې یوه یې پکې په هند هم بایللې ده.

دواړه لوبډلې غوره توپ وهونکي، بالران اؤ فیلډران لري چې په روانو سیالیو کې یې یو شمیر نړیوال ریکارډونه هم جوړ کړي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG