لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په اېبټ اباد او ګوادر ښارونو کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس موندل شوي


پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ويلي، د خېبرپښتونخوا په اېبټ اباد او د بلوچستان په ګوادر ښارونو کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس ‏موندل شوي دي، ويل شوي د مخکې نه په شپږو اغېزمنو ضلعو کې هم په ماحولیاتي نمونو کې د پوليو وايرس تصديق شوی دی.‏

د پوليو د مخنيوي پروګرام پرون په څلورمه جولايۍ ويلي، د صحت په قامي اداره کې د پوليو د مخنيوي ليبارټرۍ د جون د لسمې نه تر ‏‎12‎مې پورې د اېبټ ‏اباد، ګوادر، سبي، کېچ، دکۍ، اوسته محمد، مستونګ او راولپنډۍ څخه د خچنو اوبو نه نمونې اخستې او په هغو کې د پوليو وايرس موندل شوي دي.‏

ويل شوي، سږ کال د ملک په ‏‎50‎‏ ضلعو کې د پوليو وايرس معلوم شوي، ځکه د میاندو پلارانو دپاره ضروري ده چې د دې وايرس څخه خپلو ماشومانو ته ‏ورپېښې خطرې وپېژني او د پينځو کالو نه کم عمر ټولو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړي.‏

اېبټ اباد او ګوادر سره په نورو ضلعو کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو تازه وايرس په داسې حال کې موندل شوي، چې د لومړۍ جولايۍ څخه نن د ‏پينځمې جولايۍ پورې د ملک په ‏‎41‎‏ ضلعو کې د پوليو څاڅکو ځانګړی کمپاين روان دی، په دغو 41 ضلعو کې د خېبرپښتونخوا 11 او د بلوچستان ‏صوبې 16 ضلعې شاملې دي.‏

پاکستان کې د پوليو ځانګړی کمپاين په داسې وخت کې کيږي چې تېر د جون په مياشت کې پاکستان کې د پوليو څلور نوې پېښې رپورټ شوي دي، په ‏دغو تازه پېښو کې دوه د بلوچستان صوبې په قلعه عبدالله، يوه په کوټه او بله د سيند صوبې د کراچۍ ښار په کيماړۍ ضلعه کې مخې ته راغلې ده‎.‎

پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې په ټول ملک کې د پوليو ټولې اته پېښې رپورټ شوي، چې پکې درې د بلوچستان صوبې په قلعه عبدالله، يوه يوه په ‏کوټه، چمن او ډېره بګټي کې معلومې شوي دي.

دوه نورې پېښې د سيند صوبې په شکار پور او د کراچۍ په کيماړۍ ضلعو کې رپورټ شوي دي‎.‎

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان يواځيني هيوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري، او که يو ځل د پوليو ‏وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG