لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د پوليو 16مه پېښه رپورټ شوه


پاکستان کې سږ کال د پوليو 16مه پېښه مخې ته راغله، د پوليو د مخنيوي پروګرام ترمخه د پوليو تازه پېښه د سيند صوبې په حېدر اباد کې معلومه شوې ده. له دې وړاندې هم په سيند صوبه کې د پوليو دوه نورې پېښې په کراچۍ او شکار پور کې رپورټ شوې وې.

د پوليو د مخنيوي پروګرام نن د 23م اګست په سهار مطبوعاتو سره شريکه کړې خبر پاڼه کې وويل، حېدر اباد کې د 29 میاشتو په ماشومه کې د پوليو وايرس موندل شوي دي.

د پوليو دپاره د وزيراعظم فوکل پرسن عايشه رضا فاروق وويل، حېدر اباد کې د څلورو مياشتو څخه د پوليو وايرس موجود دي، او د پوليو وايرس چې هر چرته وي، د هر ماشوم دپاره خطره ده.
فاروق زياته کړه، د صوبو سره مشورې روانې دي او د پوليو د خورېدو د مخنيوي دپاره په کوټلې تګلاره عمل کولی شي.

هغې وويل، په سمتبر کې به د پوليو ضد مهم کولی شي.

د پوليو د مخنيوي قامي بېړني مرکز کوارډينېټر انوار الحق وویل، د پوليو د تازه پېښې پوره پلټنې کولی شي، او حېدر اباد او کراچۍ کې د پوليو وايرس موجود دي.

چارواکو په مياندو پلارانو بيا غږ کړی، چې ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ضرور ورکړي.
پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو په رپورټ شوو 16 پېښو کې 12 يواځې په بلوچستان صوبه کې مخې ته راغلي دي.

په دغو 12 پېښو کې پينځه يواځې په قلعه عبدالله کې رپورټ شوې، نورې يوه يوه په قلعه سېف الله، چمن، ژوب، کوټه، ډېره بګټي، جهل مګسي، خاران کې شوي دي.

درې د سيند صوبې په شکار پور ،کراچۍ کيماړۍ او حېدر اباد کې او يوه د پنجاب په چکوال کې رپورټ شوې ده.

پرون په 22م اګست د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي وو، د خېبرپښتونخوا او سيند صوبې په درېو ضلعو، او د وړاندې نه په اغېزمنو اتو ضلعو کې د پوليو وایرس تصدیق شوی دی.

ويل شوي، سږ کال د ملک په 68 ضلعو کې د پوليو وايرس موندل شوي، کوم چې څرګندونه کوي چې نه يواځې د دغو ضلعو بلکې د ملک ټول ماشومان پرله پسې د پوليو د خطرې سره مخ دي.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان يواځيني هيوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري، او که يو ځل د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG