لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صحت عالمي اداره: اسرایل راضي شوی چې د پولیو قطرو د کمپېن دپاره غزه کې د حملو روزانه وقفې پرځای کړي


د صحت د عالمي ادارې (ډبلیو اېچ او) یو جګپوړي چارواکي د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل، اسرایل دې ته راضي شوی چې په غزه پټۍ کې د پولیو وېکسین د عظیم کمپېن دپاره، روزانه نهه ساعته د ډزبندۍ بشري وقفې پرځای کړي. غزه کې د روانې اګست میاشتې په پیل کې د پولیو وړومبی مثبت کېس وموندل شو.

د غزې دپاره د ډبلیو اېچ او استازي رېک پیپیرکورن د هغې پټۍ نه د ویډیو کال په ذریعه خبریالانو ته وویل: "د وېکسین ورکولو پر مهال به درې ورځې [په جنګ کې] بشري وقفې وي."

هغه زیاته کړه چې د اسرایلي چارواکو سره په خبرو کې په دې اتفاق شوی چې د وېکسین کمپېن په هره ورځ به د سهار له شپږو بجو بیا د ماسپښین تر درېیو بجو پورې بشردوستانه وقفې پرځای وي.

پيپرکورن وویل چې د پولیو وېکسین د کمپېن درې ورځو وروستو به د دوی ډلې دا جاج اخلي چې آیا د غزې په مرکزي علاقه کې کافي شمېر ماشومانو ته د وېکسین ورکولو دپاره یوه یا دوه اضافي ورځې ضرور دي او که نه. وروستو به دا ډلې د غزې جنوب او بالاخره به د غزې شمالي علاقو ته ولاړ شي او په هرو هغو علاقو کې به د درې نه واخله تر پنځو ورځو د وېکسین کمپېنونه روان وي.

تر اوسه غزې ته د پولیو د وېکسین څه باندې ۱.۲ میلینه خوراکونه رسېدلي دي او نور څلور لاکه خوراکه وېکسینونه په لاره دي چې غزې ته ورسېږي.

عبدالرحمن ابوالجدیان، یو بېځایه شوی فلسطینی ماشوم چې د پولیو ښکار شوی، د دیرالبلح په یوه خېمه کې
عبدالرحمن ابوالجدیان، یو بېځایه شوی فلسطینی ماشوم چې د پولیو ښکار شوی، د دیرالبلح په یوه خېمه کې

د پولیو وایرس تره میاشت د غزې په مرکزي او جنوبي علاقو کې د ماحول په نمونو کې وموندلی شو. تر اوسه هلته کې د پولیو مرض صرف یوه واقعه تصدیق شوی، هغه هم په یو ۱۱ میاشتېني ماشوم کې، چې دا په غزه کې تېرو ۲۵ کلونو کې د پولیو وړومبۍ واقعه ګڼل کیږي او دا وېره یې راپیدا کړې چې په جنګ ځپلې غزه کې دا مرض په پراخه کچه خور نشي.

په ملګرو ملتونو کې د اسرایل سفیر ډاني ډانن د شورو/چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "اسرایل به د ډبلیو اېچ او او نورو ادارو او د هغو ټولو کمپېنونو په حمایت کې کار وکړي چې غزې ته وېکسینونه راوړي."

ډبلیو اېچ او یا د صحت عالمي اداره وایي چې د تېر اکټوبر میاشتې د متشدده پېښو وړاندې، په غزه کې د وېکسینونو د ورکولو عمل ډېر په لوړه کچه روان و، مګر وروسته چې جنګ پیل شو، دې سره د روزانه وېکسینونو، په شمول د پولیو وېکسین، چارې د خنډونو سره مخ شولې.

غزه کې په تېرو لسو میاشتو کې د جنګ جګړو په نتیجه کې د اوبو او پاکۍ یا نظافت نظام تباه شوی او د خلکو د ژوندانه حالات ډېر خراب شوي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یا سېکوریټي کونسل په یو مجلس کې چې غزه کې د بشري حالاتو په حوالې جوړ شوی و، د امریکا سفیر څرګنده کړه چې ملک یې غزه کې د پولیو کمپېن حمایت کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG