لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بیروت برید کې د مرګونو شمېره ۳۷ ته رسېدلي، خامنایي وایي: اسرایل عام خلک وژني


د لبنان د روغتیا وزارت وویل چې د جمعې په ورځ د بیروت په یوه څنډه کې د حزب الله قوماندانانو باندې برید کې د مرګونو شمېره ۳۷ ته رسېدلي ده. په یاد برید کې د دریو ماشومانو او اوو ښځو د مرګ خبر هم ورکړل شوي دی. وزارت د خالي یا شنبې په ورځ وویل د نورو کسانو د لټون د پاره د عملیاتو روان دي.

حزب الله تیره شپه وویل چې د مشر ابراهیم عقیل او یو بل جګپوړي قوماندان احمد وحبي په ګډون یې ۱۶ غړي په برید کې وژل شوي دي. د اسرایلو او ایران ملاتړي ډلې ترمنځ جګړه کې دا ترټولو خونړي برید ګڼل کیږي.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي‌ خامنایي د خالي یا شنبې په ورځ وویل چې اسرایل د ماشومانو پر وړاندې "بې شرمه جرمونه" کوي.

ښاغلي خامنایي وویل چې اسرایل حتی په غزه، لویدیځه غاړه، لبنان او شام کې د "بې شرمه جرمونو" بیلابیل ډولونه وس پټوي هم نه.

د هغه دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې د لبنان په پلازمینه بیروت کې د اسرایلو په هوايي برید کې د لبنان د روغتیا وزارت په وینا د دریو ماشومانو او اوو ښځو په ګډون لږ تر لږه ۳۷ تنه ووژل شول.

د لبنان وزیراعظم نجيب میکاتي په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د تاوتريخوالي د زياتېدو له امله خپل پلان شوی سفر ختم کړی.

بل اړخ ته د امریکا د ملی امنیت سلاکار جیک سولیوان د تاوتریخوالي د زیاتیدو په سر اندېښنه خودلې ده.

یاده دې وي دې نه دوه ورځې مخکې د حزب الله په غړو پېجر او واکي ټاکي چاودلي وو چې شاوخوا ۳۹ کسان پکې وژل شوي او ۳۰۰۰ نور پکې زخمیان شوي ول.

لبنان د دې بریدونو پړه پر اسرائیلو واچوله، خو اسرایل نه خپله لاس لرل تایید کړي او نه یې هم رد کړي دي.

د جمعې په ماښام په یو لنډ بیان کې، د اسرایل وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو وویل چې د اسرایل اهداف واضح دي او د دوی عملونه پخپله حل وایي.

د اسرایلو پوځ په اېکس یا پخواني ټویټر پوسټونو کې وویل د حزب ‌الله یو مهم قوماندان 'ابراهیم عقیل' یې وژلی دی. وروسته پخپله حزب‌الله هم د هغه وژنه تایید کړه.

دغو بریدونو کې د ابراهیم عقیل سربېره د 'رضوان ځواک' څو مهم عملیاتي قوماندانان هم وژل شوي دي.

د اسرایلو پوځ ویلي ابراهیم عقیل د حزب الله لوی او د رضوان په نوم د ځواک قوماندان وو.

د اسرایل پوځ د بیان ترمخه هوايي ځواک یې د حزب الله د قوماندانانو هغه ډله په نښه کړې چې په اسرایلو باندې د برید د پلان د پاره راغونډ شوي ول.

اسرایلي ځواکونو ویلي چې د لبنان سره په پوله یي سخت هوایي بریدونه کړي بل اړخ ته حزب الله ویلي چې د اسرایل په شمال کې یي په سلګونو راکټونه ورویشتلي دي.

ایت الله علي‌ خامنایي په تهران کې د مسلمانو هېوادونو د استازو یوې ډلې ته په دولتي ټي وي چینل باندې نشر شوو څرګندونو کې وویل، دا په " جګړه کې ښکیل خلکو سره نه بلکه د عامو خلکو سره جګړه ده."

"په فلسطین کې اصلي جنګیالیو ته د زیان رسولو توان نلري، دوی خپل ناوړه غصه په کوچنیو ماشومانو، د روغتون په ناروغانو او د کوچنیو ماشومانو څخه ډک سکولونو باندې وباسي."

د اسرایل پوځ پر حماس تور لګولی چې په غزه کې د سکولونو، د ملګرو ملتونو د ځایونو او هسپتالونو په ګډون د عوامي ځایونو دننه فعالیت کوي.

په ۷ اکتوبرپه اسرایل باندې د حماس برید کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي وول او تر ۲۵۰ پورې نور یي یرغمال کړي ول، بل اړخ ته د اسرایل په بریدونو کې د غزه د صحت وزارت ترمخه د ۴۱۰۰۰ نه زیات فلسطینان وژل شوي دي. امریکا، قطر او مصر سفارتي هڅې پیل کړي چې دا پیل شوي جګړه سیمې ته خوره نه شي او اوربند وشي. د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انتوني بلینکن په دې لړ کې د منځني ختیځ لس سفرونه وکړل.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG