لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې په وسله والو بريدونو او نښتو کې د پوځ او پوليس افسران وژل شوي او ژوبل شوي


د پاکستان پوځ دعوی کړې، د خېبرپښتونخوا بنو او خېبر ضلعو کې یې د درېو ورځو عملیاتو کې اته ترهګر وژلي او نهه نور یې ټپیان کړي دي. په دې عملیاتو کې د پوځ یو افسر پشمول دوه پاکستاني پوځیان هم وژل شوي دي. پوځ وايي، دا عملیات د نومبر له 29مې څخه د دسمبر تر لومړۍ پورې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د بنو بکا خېل او خېبر په شاګۍ سیمو کې شوي دي.

ډېره اسماعيل خان سيمه کې د پوليسو په پوستو بريدونه شوي يو افسر پکې وژل شوی او نور څو اهلکار پکې ژوبل شوي دي.

‎د پاکستان د پوځ په وینا، د بنو د بکاخېل په سیمه کې په عملياتو کې پينځه ترهګر وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي. په دې عملیاتو کې د پنجاب د جنګ سیمې اوسېدونکی 20 کلن سپاهي افتخار حسېن وژل شوی دی.

‎د عملیاتو وروسته د بکاخیل خلکو درې ورځې احتجاجي پرلت پیل کړی وو. مظاهره‌چیانو ويل، چې د عملیاتو پر مهال ټولې لارې بندې شوې وې او د هيلي کاپټرو له لارې د دوی پر کورونو شیلنګ شوی دی. چې پکې یو تن مړ او دوه ټپیان شوي دي.

‎د مظاهره‌چیانو په وینا، د پوځ شتون او د وسله‌والو فعالیتونه دواړه د دوی لپاره د خطر سبب ګرځي.

‎پوځ ویلي دوهم عملیات د خېبر په تیرا سیمه کې ترسره شول، هلته یې درې ترهګر وژلي او دوه نيولي دي. په دې عملیاتو کې د سختې نښتې پر مهال د پاکستان د پوځ یو افسر د لاهور اوسېدونکی 25 کلن کېپټن محمد ذوهېب الدین وژل شوی دی.

د دغو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

‎درې ورځې مخکې په 28 نومبر هم پوځ ویلي چې د خېبر په باغ سیمه کې د عملیاتو پر مهال څلور ترهګر وژل شوي او درې ټپیان شوي وو.

‎تر دې وړاندې، د نومبر په 26مه د شمالي وزیرستان په حسن خېل سیمه کې د دریو وسله والو د وژلو دعوی کړې وه.

‎په ډېره اسماعیل خان کې پر پولیسو بریدونه

‎بل لور په خېبرپښتونخوا کې د وزیراعلا علي امین ګنډاپور په پلارني سیمه ډېره اسماعیل خان کې نامالومه وسله والو پر پولیسو دوه بیل بیل بریدونه کړي دي، چې په ترڅ کې یو پولیس افسر وژل شوی او درې نور پولیس ټپیان شوي دي.

پوایس دا پېښې تایید کړې او وايي لومړی برید د تحصیل پهاړپور کې د مردان پل ته نیزدې وشو، د پولیس ګاډی په نښه شو. په دې برید کې ای اېس آی، تاڼدار میر غلام په ځایی ووژل شو او کانسټېبل رؤف او کانسټېبل یوسف ټپیان شول. ټپیان د ضلعې روغتون ته وړل شول، د دوو حالت پکې مرګونی ښودل شوی دی.

‎دوهم برید د درابن په سیمه کې پر پولیس پوستې وشو، حمله کوونکي د پولیسو د ځوابي برید وروسته تښتېدلي دي. په دې پېښه کې یو پولیس اهلکار یعقوب خان ټپي شوی، چې اوس د خطر څخه بهر دی.

‎په دې ورستیو کې په امنیتي عسکرو او پولیس وسله وال بریدونه زیات چټک شوي دي.

‎د نومبر په 19مه د بنو په جاني خېل سیمه کې په یو ځانمرګي برید کې د پوځ 12 عسکر وژل شوي وو. هم په دې ورځ خېبر تیراه سیمه کې هم اته نور پاکستاني پوځیان په یو بل وسله وال برید کې وژل شوي وو.

‎په نومبر کې پوځ او پولیس نیزدې 60عسکر په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG