لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ډي اېم اې د کورمې د مرستو دپاره 17 کروړه روپۍ جاري کړي


په خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم اې] په کورمه ضلعه کې په وروستيو کې د شخړو او فرقه ييزه نښتو څخه اغېرمنو د مرستو دپاره 17کروړه روپۍ جاري کړي دي.

پي ډي اېم اې د 1200 کورنيو دپاره خوراکي او غېر خوراکي مواد، خېمې او نور سامانونه هم ورکړي دي.

د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په کورمه ضلعه کې تېره میاشت د اهل سنت يا سني او شیعه و ترمنځ فرقه ييزه نښتې شوې، د 130 نه زيات کسان پکې وژل شوي وو.

په يادو پېښو کې د بګن ښار په بشپړ ډول سوځول شوی، د کورونو سوځېدو خبرونه هم ورکړل شوي، او پي ډي اېم وايي د کورمې د 1200 بې ځايه کورنيو دپاره مرستې جاري کړل شوي دي.

د پي ډي اېم اې وياند احسان داوړ وايي، د کورمې مرستيال کمشنر ته د مرستو دپاره 17کروړه روپۍ لېږل شوي دي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل، په دغو پيسو کې دوه کروړه روپۍ د سمدستي مرستو دپاره دي، او په پاتې 15کروړه روپو کې به په وروستيو کې ترسره نښتو کې د مرګ ژوبلو او کورونو او کاروبارونو اغېزمنو ته ورکولی شي.

هغه زياه کړه، د صوبايي حکومت د لارښونې ترمخه د وژل شوي تن کورنۍ ته لس لکه، سخت ژوبل ته پينځه لکه او عام ژوبل ته درې لکه روپۍ ورکولی شي.

هغه وویل، په سيمه کې د ورانو کورونو او دوکانونو او سامانونو د تاوان سروی روانه ده، هغو ته به هم مرستې ورکولی شي.

د داړو په خبره، تراوسه کره شمېره نه ده خو دوی ته ويل شوي 1200 کورنۍ بې ځايه شوي او 200 پکې هنګو ته تللي دي.

د 21م نومبر څخه د کورمې په بګن علاقه کې د مسافرو په قافله حمله شوې، لږ تر لږه 45 کسان پکې وژل شوي او د هغې وروسته بيا فرقه ييزه نښتې پيل شوې چې نزدې د دوه اوونيو پورې روانې وې.

وروسته د خېبرپښتونخوا حکومت په سيمه کې د ډز بندۍ کولو ويلي او د هغې وروسته چارواکي وايي، په سيمه کې کومه د بدامنۍ پېښه نه ده شوې.

سيمې ته د پښتنو د قامي جرګې قبايلي مشران هم ورغلي، د يادو جرګو استازو ويلي، دوی په سيمه کې د تل پاتې امن او مستقلې ډز بندۍ دپاره هڅې کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG