لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو: جاني خېلو د ممکنه پوځي عملياتو پرضد لويه ولسي غونډه کړې


د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع بنو په جاني خېل کې ځایي خلکو د روانې بدامنۍ او ترهګرۍ په نوم د ترسره کېدونکو ممکنه پوځي عملیاتو پر ضد لویه ولسي غونډه کړې چې پکې د ناامنۍ او د ترهګرۍ د پېښو غندنه شوې ده.

‎په دې ولسي پاڅون کې د علاقې په زرګونو سیاسي غړو او فعالانو ګډون کولو، د امن غوښتنه یې کوله.

‎مظاهره کوونکو ژمنه وکړه، دوی به نور په هيڅ جګړه یا عملیاتو کې برخه وانخلي او په خپله خاوره نور د ناامنۍ زغم نه لري.

‎مظاهرې ته په وينا کې وينا کوونکو وویل، چې په ۲۰۰۹ کال کې هم په جاني خېل کې پراخه کچه پوځي عملیات شوي وو، خو د دې سره سره په سیمه کې امن ټینګ نه شو.

‎ویناکونکو وویل، د هغه وخت د عملیاتو حساب هم باید ورکړل شي چې څنګه د پوځ په شتون کې بیا په جاني خېل کې بدامني خپره شوه.

‎لطیف وزیري د جرګې یو غړی دی، هغه وویل د جاني خېل خلک په تېرو شلو کلونو کې د ناامنۍ په حالت کې ژوند کوي. چې پکې تنکي ځوانان، دیني عالمان، قامي مشرانو ترځنګ ښځې وژل کیږي.

‎هغه وویل، دوی ته کله د خپلو سیمو پرېښودو امر کېږي او کله خپلې سیمې بيرته ستانه کېږي، خو د امن او امان حالت هماغسې خراب پاتې دی.

‎هغه وویل، چې ځایي خلک نور د ترهګرۍ او عملیاتو زغم نه لري او حکومت باید دا معلومه کړي چې د عملیاتو وروسته بیا ولې حالات خراب شول.

‎جاني خېل، چې له بنو ښار څخه شاوخوا ۲۵ کیلومتره لیرې پروت دی او له وزیرستان او لکي مروت سره پوله لري، په تېرو څو لسیزو کې د بدامنۍ ښکار دی. په وروستیو کې په جاني خېل او تیرا کې د پوځي عملیاتو خبرې شوې دي، چې ځایي قبیلو پرې سخت غبرګون ښودلی دی.

‎ځایي مشر ملک مویز وویل، په ۲۰۲۱ کال کې یې د څلورو ماشومانو د مړو سره احتجاج وکړ او هغه مهال یې حکومت ته په سیمه کې د امن خراب وضعیت په ډاګه کړ، خو په سیمه کې د دوی غوښتنو ته سنجيدګي ونه ښودل شوه نو دوی پرېکړه وکړه چې د مړو سره اسلام‌آباد ته ولاړ شي.

‎هغه وویل، هغه وخت د خېبرپښتونخوا وزیر اعلی محمود خان سیمې ته راغی او د مظاهره کوونکو غوښتنې یې ومنلې او د امن د ټېنګښت د تړون لاسلیک یې وکړ، خو په دې تړون هېڅ عمل ونه شو.

‎ ملک مویز زیاته کړه، د سیمې پرمختګ لپاره دوه اربه روپۍ منظور شوې وې، خو تر اوسه کوم پرمختیایي کارونه نه دي شوي.

‎هغه وویل چې د جاني خېل د خلکو یوازینۍ غوښتنه د امن ټینګښت دی چې تر دې وخته نه ده منل شوې، خو زیاته یې کړه دوی قامي پریکړه کړې چې په هیڅ صورت بیا خپلې سېمې پريښولو ته تیار نه دي او نه به له دې ځایه څوک کډه کوي او که جا وکړه هغه به جرمانه کیږي.

‎تېره میاشت په جاني خېل کې په یوه پوځي پوسته برید کې ۱۲ پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.

د دې وروسته د سیمې لارې بندې شوې او عملیات پیل شوي خو د دې پر وړاندې د یوې اونۍ احتجاجي پرلت کولو ورسته جاني خېلو د حکومت سره په خبرو کې یو میاشت وخت ورکړ، چې په علاقه کې د امن د پاره ګامونه واخستل شي خو د دوی په وینا تر اوسه د دوی غوښتنې عمل نه دې شوی

‎تېره اوونۍ د خېبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د جاني خېل عملیاتو پر وړاندې یوه قرارداد هم منظور شوه، خو د سیمې صوبايي اسمبلۍ منتخب استازي عدنان وزیر وویل چې د عملیاتو دا پرېکړې په بندو خونو کې کېږي.

د هغه په وینا، د اوسني وزیر اعلا سره په دې معاملو کې هيڅ اختیار نشته، او دا د اندېښنې وړ خبره ده.خو دوی به په دې ستونزه غلي نه پاتې کیږي.

‎مظاهره کوونکو په ډاګه کړه، دوی به په خپلې خاورې هيڅ ډول عملیاتو ته اجازه ورنه کړي او په هیڅ صورت کې به د ترهګرۍ په نوم روانې جګړې برخه ونه ګرځي.

دوی وویل چې نوره ناامنۍ او عملیات نشي زغملی او د تلپاتې امن لپاره به خپله مبارزه جاري وساتي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG