لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان خبریالان : تېرو 22 کلونو کې دخبريالانو په وژلو او ځورولو کې ککړو زیاتره تنانو ته سزا نه ده ورکړل شوې


تیرکال داګست په میاشت کې دطالبانو دحکومت جوړیدو نه وروسته څېړونکي وايي داسې ګڼ رپورټونه مخې ته راغلي چې طالبانو افغانستان کې په خبریالانو په ځانګړي ډول په ښځینه ژورنالسټانو ګڼ شمیر بندیزونه لګولي‌ دي
تیرکال داګست په میاشت کې دطالبانو دحکومت جوړیدو نه وروسته څېړونکي وايي داسې ګڼ رپورټونه مخې ته راغلي چې طالبانو افغانستان کې په خبریالانو په ځانګړي ډول په ښځینه ژورنالسټانو ګڼ شمیر بندیزونه لګولي‌ دي

د خبريالانو پر ضد جرم کوونکو ته د استثنا نه ورکولو ورځ په نړیواله کچه نن په داسې حال کې لمانځل کېږي چې په افغانستان کې د ازادو ژورنالستانو اتحاديه وايي په هېواد کې دتېرو 22 کلونو په مهال د خبريالانو په وژلو او په ځورولو کې اکثرو ککړو تنانو ته سزا نه ده ورکړل شوې۔

دوئ وایي دخبریالانو پرضد دجرمونو دڅېړنو نه کیدو له امله د صحافت په برخه کې د دوی کار متاثره کېږي۔

افغان طالب چارواکي وايي د اسلامي امارت د راتګ وروسته کوم خبريال نه دی وژل شوی او نه د خبريالۍ په اساس تعقيب کړل شوی دی.

د دوی په وینا د خبريالانو د خوندتيوب کمېشن فعاله دی د ژورنالستانو ستونزې د هغې د لارې حل کېدلې شي خو په عین حال کې بیا دطالبانو دواکمنۍ راپدیخوا په سوؤنو خبریالانو افغانستان کې دخپلو دندو نه لاس اخستی اؤ یا هم دهیواد په پرېښودو مجبور شوي دي.

په افغانستان کې د ازادو ژورنالستانو داتحاديې مشر حجت الله مجددي وي او ای ډيوه ته وايي " خواوشا 120 خبريالان وژل شوي وو او تر 1100 پورې نورې د تاوتريخوالي پېښې د خبريالانو پر مخ ثبت شوې وې، خو داسې 35 پېښو کې ککړ تنان د نقدي جرمانې ترڅنګ کلونو پورې محکم شوي وو"

د اتحاديې ترمخه په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ راپه دېخوا نزدې 140 د تاوتريخوالې پېښې خبريالانو سره رامنځته شوي چې پکې يوه پېښه څېړل شوې او خبريال پکې ګرم بلل شوی دی۔

په افغانستان کې مېشت خبريال يار محمد پردېس وي او ای ډيوه ته وايي "بدبختانه په افغانستان کې سره زما د خبريالانو سره په سلګونو پېښې رامنځ ته شوي خو چې کله پېښه نه څېړل کېږي نو خبريالان بيا ډېرو سختو سره پېښو او ځايونو ته رسېدګي کوي"

د خبريالانو د خونديتوب نړېوالې کمېټۍ په خپل وروستي فهرست کې افغانستان په هغه لومړيو پنځوؤ هېوادونو کې شامل کړی چې پکې د خبريالانو د وژنو قضيو ته رسېدنه نه ده شوې۔

د کمېټۍ لخوا دغه فهرست د تېرو 14 کلونو د موندونو په اساس جوړ کړل شوی دی۔

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مرستيال ترجمان بلال کريمي وي او ای ډيوه ته وايي چې خوشبختانه د اسلامي امارت د راتګ وروسته په افغانستان کې کوم يو خبريال نه دی وژل شوی او نه د خبريالۍ په اساس يې مخه نيول شوې ده۔

نوموړي زياته کړه چې د خبريالانو د خوندتيوب کمېشن اوس فعاله دی او د ژورنالستانو ستونزې د هغې د لارې حل کول کېږي۔

تیرکال داګست په میاشت کې دطالبانو دحکومت جوړیدو نه وروسته څېړونکي وايي داسې ګڼ رپورټونه مخې ته راغلي چې طالبانو افغانستان کې په خبریالانو په ځانګړي ډول په ښځینه ژورنالسټانو ګڼ شمیر بندیزونه لګولي‌ دي.

داسې رپورټونه هم مخې ته راغلي چې دافغانستان دننه په سوؤنو رسنیو اؤ خبریالانو دخپلو فعالیتونو نه لاس اخستی اؤ ګڼ شمیر خبریالان دافغانستان په پرېښودو هم مجبور شوي دي.

د خبريالانو د خونديتوب دنړيوالې کمېټۍ ترمخه دتېرې يوې لسيزې په مهال په نړيواله کچه د دندې په مهال د وژل شويو خبريالانو 263 پېښو کې تقريبا 80 فيصده ککړو تنانو ته سزا نه ده ورکړل شوې۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG